سیف الاسلام قذافي

تاند- د لیبیا د پخواني دولتمشر معمر قذافي کشرزوی سیف الاسلام قذافي له څه باندې ۵ کلونو بنده وروسته خوشي شوی دی.

د ابوبکر صدیق کنډک په نوم وسله والې ډلې، چې د لیبیا د لوېدیځ په زینتان ښار کې دېره ده او سیف الاسلام قذافي یې په بند کې و، ویلي چې نوموړی یې پرون /شنبه/ خوشي کړ.

دې وسله والې ډلې نن /شنبه/ وویل چې د سیف الاسلام د خوشي کولو پرېکړه یې د توبروک په ختیځ ښار کې د مېشت پارلمان د بخښنې د اعلان پر اساس کړې ده.

سیف الاسلام، چې ویل کېدل د قذافي ځایناستی به وي، په اعدام محکوم شوی و.

توبروک ښار د لیبیا په هغو درو سیمو کې شامل دی چې د سیالو وسله والو ډلو په لاس کې دي.

۴۴ کلن سیف الاسلام د ۲۰۱۱ په نوومبر کې په داسې حال کې ونیول شو چې پلار یې ووژل شو.

سیف الاسلام قذافي، چې په لندن کې د اقتصاد په برخه کې دوکتورا کړې، اوس ۴۵ کلن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *