شپه نيمه ده؛ ټول ويده دي؛ خو زه؟ زما سترګې نه سره ورځي… نهپوهېږم ولې؟ سر مې پر بالښت دی، لاسونه مې په دواړو اړخونو کې اوږده پراته دي او پښې مې جوړه غځېدلي: د يوې شيبې لپاره، ځان را ته مړی ښکاره شو – يوازې سر مې په ښي لوري، لکه د مړي، کوږ نه و. هغه مې هم کوږ کړ خو ژر مې سترګې وغړولې – د مرګ تصور لا وېروونکی و. پاس مې وکتل؛ سپوږمۍ په نظر راغله؛ د کلا پر يوه برج ولاړه وه…
سپوږمۍ؟! هغې سلګۍ را په زړه کړه؛ لېمې مې سره ونښتې:
“ته ډېره ښکلې يې.”
هغه رانږدې شوه؛ ويې ويل:
“څونه؟”
“هغونه چې ستا نوم ښکلی دی.”
“دا خو ډېره لږه ښکلې يم.”
مسکی شوم:
“ته ده خپل د نوم له ښايسته خبره نه يې.”
په هماغه شپه هم سپوږمۍ د کلا پر همدې برج ولاړه وه؛ ما وروکتل او بيا مې سترګې د دې په لور وګرځولې:
“خير! يو بل مثال راوړم: پوهېږې؟ د سپوږمۍ په څېر ښکلې يې.”
د سپوږمۍ په لور يې مخ واړاوه؛ په غوږ کې يې بندې زلفې راولوېدې؛ او پر ما يې سيوری جوړ کړ. نيم کېناستم – په هماغه شپه هم د نن شپې په څېر ملاست وم – زلفې مې بېرته له غوږ ورتېرولې چې لاس يې راپورې واهه؛ ويې ويل:
“په کوم جرئت؟”
ومې خندل.
زياته يې کړه:
“او نور به سپوږمۍ ته هم نه ګورې.”
“څه؟”
“بس! نه به ورته ګورې.”
ودرېده. لاس مې يې ونيو – نهپوهېدم په کوم جرئت؟ د هغې لاس، لکه د برېښنا هادي مزی، د هغې د مينې جذبات يې ټول را ته لېږدول –عجيبه خوند مې احساساوه. ورو مې کړل:
“څه کوې؟”
“ځم.”
روانه شوه او په شېبه کې د دېوال سيوري ته غيبه شوه. په لاس کې مې د هغې د لاس خوند لا هم پاتې و – لکه په يوې اوږدې اوسپنه کې د غږ انعکاس.
سترګې مې بېرته وغړولې؛ سپوږمۍ لا هم پر هماغه برج ولاړه وه؛ ورته ځير شوم:
“سلګۍ ترې ولې راګرځولم؟”
سپوږمۍ يو ناڅاپه سپين لاسونه راوغځول؛ غوښتل يې چې په خپله غيږ کې مې ونيسي. مخ مې، ژر، ترې وګرځاوه او د کلا، په بل اړخ کې، چينارونو ته ځير شوم، باد خوځول او يو ډول اوږد ‘ششششش’ غږ يې کاوه – لکه څوک چې پر شونډو ګوته کېږدي او د غلي پاتېکېدو اشاره درته کوي. يا لکه د [ش] غږ چې اوږد تلفظ شي. لاندې، په وياله کې، چونګښو پرلهپسې کورړا کوله – لکه د [ر] غږ چې اوږد تلفظ شي: ‘ررررررر’. د يوې کورړا به چې ختمه شوه، بلې به پيل کړه. کله به جوړه کورړا پورته شوه او يو نيم ځل به د يوې د کورړا په نيمايي کې د بلې کورړا پورته شوه…
زه نور بايد ويده شوای؛ له ځان سره مې کړل:
“هسې نه سبا راباندې ناوخته نه شي.”
په اړخ شوم؛ ساه مې واخيسته او له ځان سره مې کړل:
“يو.”
ساه مې بېرته وکاږله او ومې ويل:
“دوه.”
ما، له خپل ځان سره، د خوب د راوستلو يو تخنيک جوړ کړی – د ساه اخيستل او وېستل شمارم. ساه مې بيا واخيسته:
“درې.”
بېرته مې وکاږله:
“څلور.”
ناڅاپه، د سبا تصور راولوېد: کومه جوړه واغوندم؟ توره که سپينه؟ په همدې وخت کې مې ساه واخيسته؛ پوزې مې د هوا جريان احساس کړ او شونډې مې د “پنځه” د تلفظ لپاره وخوځېدې. په فکر کې مې لا هم جامې ګرځېدې: توره جوړه، سپينبخن واسکټ او سپين بوټونه مې خوښ کړل. د غاړې د دسمال په اړه مې رايه منفي شوه. ناڅاپه، ساه را په ياد شوه؛ شمېر يې “لس” ته رسېدلی و – ما اصلاً نهغوښتل چې د ساه د ګڼلو پر وخت دې فکر وکړم خو کله ناکله به په ځان لا خبر نه وم او په خيال کې به چېرته ورک وم.
ساه مې بيا واخيسته او له ځان سره مې کړل:
“يو.”
بېرته مې وکاږله:
“دوه.”
کله يو نيم فکر ډېر غښتلی کېده او په يو نه يو ډول يې زما ذهن ته لاره کوله – زما د ساه د ګڼلو تخنيک لکه د شګو بند د دې اوبو په وړاندې هېڅ هم نه و. سبا، نن شپه، همداسې يو تصور شو: توره جوړه او سپينبخن واسکټ مې واغوستل او سپين بوټونه مې په پښو کړل. له کوره ووتم؛ په کوڅه کې څوک نهښکارېدل؛ ورو ورو مې ګامونه واخيستل؛ د يوې کلا مخې ته ودرېدم؛ په ځان مې نظر تېر کړ؛ هر څه ښه راباندې ښکارېدل. په وېښتو مې لاس تېر کړ – نهپوهېږم چې ښه مې کړل او که ګډوډ؟ يو ګام مخ ته ولاړم؛ د کلا د دروازې تور زنځير ته مې لاس يووړ؛ شرنګا يې پورته شوه؛ او د کوڅې په دېوالونو کې يې تر ډېره انعکاس وکړ. دروازه، په درنګ، پرانيستل شوه او پوهېږې؟ د دروازې په منځ کې څوک ولاړه وه؟ ما چې وروکتل، په دواړو اوږو يې پرتې زلفې په دواړو لاسونو شا ته يووړې؛ د بنګړو شړنګ يې هم، لکه د د دروازې زنځير، د کوڅې په دېوالونو کې انعکاس وکړ. لېمې يې ورو سره ورغلې؛ لکه په خپلو تېرو بڼو چې پام کوي؛ هسې نه په يو بل ولګېږي او شر جوړ شي – يو وخت، چې زه وړوکی وم، مور مې د بياتي هسې کارونې ته نه پرېښودم. يوه ورځ مې ترې وپوښتل:
“ولې؟”
هغې رانه بياتي واخيسته او ويېويل:
“جنګ جوړېږي.”
“ته څه پوهېږې مور؟”
“دا هره ورځ جنګونه نه ګورې؟”
غلی شوم.
هو! هغې باڼه، له يو بله، بېرته په احتياط سره لرې کړل؛ لېمې يې پورته او ښکته ولاړې؛ مردکي يې زما په سترګو ودرېدل. خو ما؟ ښکته وکتل. چې بېرته مې وروکتل، هغې لاس را اوږد کړی و: تر مړونده په نکريزو ګلکاري شوی و؛ تر څنګلو يې بنګړي وو او پاته په لستوڼي پټ و. ما کړل:
“سلګۍ! – “
کميس يې هماغه و چې د سپوږمۍ په شپه يې اغوستی و. زياته مې کړه:
“ته څونه – “
کلي ته مې وکتل؛ سپېره ښکارېده او دا؟ له خولې مې بېاختياره يوه ټپه راووته:
“ځان دې زړو جامو کې جوړ کړ
لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه”
لاس يې لا هم هماغسې نيولی و؛ او، شونډې يې؟ اه! سرې که سرېبخنې؟ او بېشمېر نازک ګونځي پرې باندې – سره بېرته شوې او تر شا يې سپين غاښونه راښکاره شول. ما ته نهپوهېږم له کومه دا سندره راياده شوه او بېدرنګه مې کړل:
“خوږې شونډې دې شکرې نه دي څه دي؟
ښکلې غاښ دې مرغلرې نه دي څه دي؟”
هغې زما نوم اخيسته؛ غږ يې نه راته خو د شوڼدو له حرکته يې پوهېدم – زه يې [په بېسارې مينې] ځان ته بللم….
…تندې پسې اخيستی وم؛ ستونی مې وچ و او ژبه مې راوتلې وه. د ګودر په لور وخوځېدم؛ خو نهپوهېږم ولې؟ هغه رانه لرې کېده؛ نه وررسېدم. منډه مې واخيسته. اخر! ګودر ته يو يا دوه ګامه پاته و او پوهېږئ؟ هلته څوک او څه و؟ بيا هم سلګۍ! بل به نو څوک و – منګی يې په لپو ډکاوه؛ د زلفو څوکې يې په اوبو کې ډوبې وې. راويې کتل او راباندې پوهه شوه. ويې ويل:
“راځه! زه پوهېږم چې تنده دې څنګه ماته کړم.”
شاوخوا مې وکتل؛ څوک نه ښکارېدل.
هغې را ته په سترګو کړل چې تر څنګ يې کښېنم. زه زړه نا زړه وم – ډارېدم. که چا ليدلی وای؟ اخر کښېناستم. ورو يې وويل:
“مخ دې هاخوا واړاوه!”
زما سر يې په خپلې غيږ کې يې کېښود؛ د زلفو لمدې څوکې يې زما پر تندي او غاړه پرېوتې. را ويې کتل او ويې خندل – ما کله هم داسې يو حالت نه و ليدلی. لپه يې له ويالې راډکه کړه او زما په خوله يې ونيوله؛ راڼه څاڅکې ترې رالوېدل خو، نهپوهېږم ولې، زما تر ستوني نه رارسېدل –
سترګې مې، ناڅاپه، پرانيستې؛ سپوږمۍ له هاغه برج څخه بل ته راغلې وه. خوله مې ترخه وه؛ لا هم تږی وم – څاڅکي رښتيا هم رارسېدلي نه وو. له خولې مې ووتل:
“اه! څونه خوندور خوب!”
لاس مې د بالښت تر سره يووړ؛ د اوبو له پلاستيکي جک څخه مې ګيلاس ډک کړ او پر سر مې واړاوه؛ ګرېوان مې هم راسره لوند کړ. بېرته پرېوتم؛ سترګې مې پټې وې؛ د چينارونو اوږد ‘شششششش’ غږ به کله زور واخيست؛ او چونګښې لا هم، هماغسې، د [ر] په تلفظ اخته وې.
“کاش ويده شم او بېرته هماغه ګودر ته ولاړ شم.”
اوږده ساه مې واخيسته او له ځان سره مې شمېر ونيو:
“يو.”
ساه مې ووېسته:
“دوه.”
سترګو ته مې ګودر لر بر کېده. ساه مې بيا واخيسته:
“درې.”
بېرته مې له پوزې ووته او ومې شمېرله:
“څلور.”
په ګودر کې، لا هم، له سلګۍ سره ناست وم چې د چا ښکالو مې واورېد. وارخطا شوم. نهپوهېدم په کومه خوا ولاړ شم؟ که ودرېږم، وينې مې او که وتښتم هم ليدل کېږم او، که نور هېڅ نه وي، سلګۍ بيا په غم ککړېږي. له ځان سره مې کړل:
“اوس څه وکم؟”
ښکالو رانږدې کېده. سلګۍ هم وارخطا شوه – له هغې هم لاره ورکه وه. ويالې ته مې وکتل؛ ورو ورکښېوتم. د ويالې تل ته مې ځان ورساوه؛ منګولې مې پر خټو خښې کړې وې؛ که څه هم خټې د اوبو په وړاندې هېڅ وې – له ځان سره يې وړلې او، په درنګ کې، تش لاس پاتې کېدم. منګولې به مې بيا بل ځای خښې کړې خو تر ډېره هلته پاتې شوم. په زړه کې راتېره شوه:
“ساه خو مې کله هم دومره اوږده نه وه.”
ځنډ وروسته، چې راووتم، هېڅوک نه ښکارېدل. ان سلګۍ هم نه وه؛
او؟
منګی يې مات پاته و….
…شاته مې وکتل؛ تور سپی راپسې و او رانږدې کېده – خوله يې بېرته کړې وه، داړې يې راوتلې وې. زه، په ټول زور، په منډه شوم؛ خو هغه راپسې راورسېد. خوله يې راواچوله خو څه يې نيولی ونهشول. په همدې وخت کې، د سلګۍ دوی کور ته ورسېدو. که ګورم، سپی د سلګۍ دوی په کور ننوت. ګامونه مې ورو شول؛ ودرېدم؛ په ملا کوپ شوم؛ ساه مې، له ډېرې ستړيا، بنده بنده کېده. پاس مې وکتل؛ سلګۍ په بام ولاړه وه، مسېده؛ خو ناڅاپه کوزه شوه. دې خوا ها خوا مې وکتل، څوک نه ښکارېدل. ترهې پسې واخيستم. روان شوم؛ غوښتل مې بيا منډه کړم خو له ځان سره مې کړل:
“څوک راباندې پوه نه شي.”
ګامونه مې عادي اخيستل چې ناڅاپه د سلګۍ دوی دروازه په زوره پرانیستل شوه – دروند غږ يې شو؛ په کوڅه کې يې انعکاس وکړ؛ ووېرېدم. ما خپل حرکت ته، هماغسې، دوام ورکړ – نه مې غوښتل چې څوک دې راباندې شک وکړي چې زه ګواکې چېرته درېدلی وم.
خو؟
له شا مې غږ شو:
“مرسته!”
همدا چې شا ته مې وکتل؛ په سلګۍ مې سترګې ولګېدې؛ رامنډې يې وهلې؛ لاس يې را ته نيولی و او ورپسې يو سړی و؛ د لونګۍ ولونه يې مات شوي و؛ ګرېوان يې تر وروستۍ بټنې پرانيستی و. خوله يې سره وه – نهپوهېږم په وينو او که همداسې. په يوه لاس يې د سلګۍ د درېدو اشارې کولې او په بل کې يې ټوپک خوځېده، تور اوږد ميل يې و. غږ يې کړ:
“ودرېږه!”
د هغې لاس مې ونيو او ورسره په منډه شوم – نهپوهېدم چې په کوم لوري روان وو او، له دې وروسته، څه راپېښېدل. بيا يې غږ کړ:
“ودرېږئ! هسې هم رانه نه خلاصېږئ.”
د سلګۍ پښه يوه کاڼي ته بنده شوه او ولوېده؛ زه هم پرې راوګرځېدم. هغه لا هم پر ځمکه وه چې سړی راورسېد؛ ټوپک يې زمونږ په لور نيولی و. سلګۍ مخ ورواړوه:
“خير دی، وروره! ما مړه کړه خو له ده سره کار مه لره! دی ملامت نه دی.”
هغه لا سمه ولاړه شوې نه وه چې ډز شو – ټوپک د هغه په لاسونو کې شا او مخ ته ولاړ – ټکان يې وخوړ. وينه مې مخ ته والوته. سلګۍ بېرته پر ځمکه ولوېده. زلفې يې په وينو سرې اوښتې وې. د ټوپک له خولې شين لوګی تاوېده.
سړي ما ته مخ راواړوه. مرمۍ يې ورتېره کړه. په درانده غږ يې را ته کړل:
“ته! زمونږ له خور سره جوړېږې؟!”
پر ماشې يې د ګوتې زور زياتېده –
په همدې وخت کې مې سترګې وارخطا وغړولې؛ زړه مې ژر ژر دربېده؛ ستړی وم – لکه ښه ډېره ځغاسته چې مې کړي وي. خولې راباندې ماتې وې خو شکر! چې پر مخ مې لاس تېر کړ؛ په وينو سور نه شو. اوږده ساه مې ووېسته:
“ښه ده چې رښتيا نه وو.”
پاس مې وکتل؛ سپوږمۍ نه ښکارېده – لمر پسې اخيستې وه. د چينارونو زبون وهل شوی و – اوږد ‘ششششش’ غږ ترې نهخوت؛ [ش] یې نور نه په خوله نه اخيست او نه چونګښو [ر] په اوږده او پرلهپسې ډول تلفظ کوله. له ځان سره مې کړل:
“ګوندي دا هر څه يو خوب وي.”
***
سلګۍ د امير خان کاکا لور وه؛ زمونږ له کوره څو کوره پاس يې کور و – لکه زمونږ داسې کلا يې وه. ښوونځي ته، چې تلم، د دوی د کور له مخې تېرېدم او، په دې وروستيو کې، هغه به مې حتماً يو نظر ليده – کله د بام پر سر، کله د دروازې تر شا او کله هم پر ګودر. را وبهيې کتل او وبهمسېده. يوه ورځ په څنګ راسره تېره شوه او ورو يې کړل:
“را له را به کړې د سترګو تاوان يو –
يو”
په ټوله لاره مې فکر کاوه چې د دې بله نيمبيتي څه ډول ده. اخر مې وموندله:
“ته به نه وې ما به ستا لارې څارلې”
او په خبره يې هم پوه شوم: زه له هغې ورځې يوه ورځ وړاندې ښوونځي ته نه وم تللی او دې زما انتظار وېستی و.
***
له ځايه پاڅېدم؛ کالي مې بدل کړل؛ چای مې وخوړ او د ښوونځي په لور روان شوم خو، چې د سلګۍ دوی له کوره تېرېدم، هغه نه پر بام وه؛ نه د دروازې تر شا او نه هم پر ګودر – داسې کله هم نه و شوي. اندېښنه مې شوه. په ټوله لاره مې له ځان سره ويل:
“ګوندي دا هر څه يو خوب وي.”
له دې جملې سره به مې اندېښنه لا ډېرېده. ښوونځي ته ورسېدم. يوه همکار را ته کړل:
“شونډې دې څنګه راوتلي؟”