حبیب میرخېل

ادبیات او فلسفه د تاریخ په اوږدو کې تل د تعامل او راکړه ورکړې په حال کې وو، کله یو بل ته نیږدې او کله یې له یو بله فاصله ونیوه. د بشري فکري فعالیت د دغو دوو څانګو تر منځ د اړیکو ډول له ډېرې پخوا راهیسې تل د نظرخاوندانو ترمنځ د بحث ځای و؛ خو دا مسئله لاهم لږ ډېره ناحل شوې پاتې ده. هسې د ادب او فلسفې ترمنځ د شته پولو ټاکنه او هم د دغو دوو ترمنځ د شته ورته والي او نیږدېکت څېړنه په پیل کې خورا ستونزمنه ښکاره شي، ځکه چې د دغو دوو ترمنځ زیات عمومي توپیرونه شته دي. خو که لږ ډېر ورته تم شو او په کره توګه یې مطالعه کړو، وبه وینو چې که د فلسفې او ادبیاتو ترمنځ اړیکه شتون ولري، هغه به د خاص او عام اړیکه وي.

د ادبیاتو او فلسفې دوو ځانګړو حوزو ته په لنډې کتنې سره هغه څه چې لومړی ترسترګو کیږي دا دی، چې دواړه له یو بله جلا او متفاوت درځ لري. خو پوښتنه دا ده، چې د فلسفې او ادب مسایل څومره له یو بله جلا دي او په کومه کچه سره نیږدېوالی لري؟

فلسفه د فکر په هسک او ټیټ ډګر کې ځغاسته کوي، عقل او منطق د فیلسوف، سترګې، لاسونه، پښې او هر څه دي. بله خوا، ادبیات هم د خیال او احساس په وزرو الوزي، تخیل یې اصلي عنصر دی او بې له دې ادیب د ادب په ځولۍ کې ځای نه لري. که دغو دوو مسایلو ته ځیر شو، ښکاري چې دواړه علوم خپلې بېلې نړۍ لري او بېلې لارې وهي.  

وړاندې له دې، چې وغواړو د دغو دوو بېلو حوزو ترمنځ پولې روښانه کړو، باید ووایو چې دغه دوه دومره پراخې او سترې لمنې لري، چې د پولو او مشترک خط ټاکنه یې د امکان له لاسونو وتلې ده. خو که وغواړو که له عمومي او کلي دروازې ورته ګورو، وبه وینو چې له توپیرونو سربېره، دواړه علوم ګډې پولې او خپلوي هم لري. آیا د فیلسوف کار یو ډول ادبي ژانر نه دی؟ آیا د هغه اغېز سلسله له ادب پرته بل څه ده، چې د یوه فیلسوف فلسفي افکار د تسبیح په تار کې پويي او مخاطب ته یې لېږدوي؟ له بلې خوا، آیا یو شاعر، هنرمند یا لیکوال له فلسفي فکارو او منطقي تسلسل پرته کولای شي داسې شعر ووايي، هنرنمايي وکړي یا ادبي – هنري متون ولیکي، چې پر مخاطب ژور اغېز وکړي، احساسات یې وپاروي او د تخیل په سیند یې لاهو کړي؟ آیا داسې ادیب شته، چې خپلې لیکنې او شعرونه بې مغزه، بې محتوا، له فکري او فلسفي خوند او رنګ تش وګڼي؟ ښکاره خبره، چې نه او هېڅکله نه. فلسفه او ادبیات دواړه د انسانانو په لاس کې د فرهنګ جوړونې دوې اصلي وسیلې دي.

په پخواني یونان کې د اپلاتون او سوکرات په فکري حوزه کې اړینه وه، چې یو فیلسوف باید خپله فکري ساحه له شعر او ادب څخه جلا کړي. وايي چې اپلاتون له سوکرات سره تر پېژندلو وروسته خپل شعرونه او یوازینۍ ډرامه په اور وسوځوله او له خپل خیالي ښار یې د شاعرانو او ادبیانو شړل غوښتل؛ دا په داسې حال کې ده چې په ختیځه نړۍ کې فیلسوفانو مخاطبینو ته د خپلو افکارو لېږدولو له پاره له ادبي کیسو او حکایاتو ګټه پورته کړې.

په لوېدیځ فرهنګ کې تر ډېره د نولسمې پېړۍ راهیسې ادبیات د فلسفي افکارو لېږدونې له پاره کارول شوي او دغه مسئله په رومان او ناول لیکنه کې له ورایه ښکاري. په فرانسه کې فرانسوا ولټر لومړنی کس و چې د فلسفي حکایتونو له ترکیب یې کار واخست. دغه سړی د روشنګرۍ عصر په فرهنګ کې لویه ونډه لري او د طنز په ژبه یې د هغه مهال له خرافاتو سره مبارزه پیل کړه. په نولسمه پېړۍ کې د نورو اروپايي هېوادونو لیکوالو او شاعرانو هم ادبیات د ټولنیزو ناخوالو او بې عدالتیو برملا کولو له پاره وکارول. په انګلستان کې د دې لړۍ غوره نمونه چارلېز دېکنز او په فرانسه کې وېکټور هوګو ګڼلی شو. البته په فرانسه کې د فلسفي رومان اصطلاح د شلمې پېړۍ له نیمايي وړاندې د ځانګړي ادبي ژانر په توګه مروجه وه چې د مدافعانو له ډلې یې کولای شو سارتر او سیمون دوبووار نمونه یاد کړو.

سارتر او د اګزیستانسیالېزم فلسفې نورو ملاتړو تر ډېره هڅه کوله د فلسفې او ادبیاتو ترمنځ ټینګه اړیکه جوړه کړي. دوی د دې پر ځای چې ځانونه په ژورو فلسفې تأملاتو کې ښکېل کړي، ګڼ رومانونه، ناولونه او ډرامې یې ولیکلې. دوی په دې کار سره وغوښتل چې خپل فکري دریځ ثابت کړي. که څه هم د ادبیاتو او فلسفې ترمنځ د اړیکو جوړولو له پاره د دغو لیکوالو هلو ځلو دواړو حوزو ته جدي زیانونه واړول، خو د هغه مهال ادبي آثار په ډاګه کوي چې د ادبیاتو په چوکاټ کې د ټولنې جدي مسایل وړاندې شوي او د خلکو پر اذهانو یې ژور اغېز پرې اېښی دی. په مختلفو ځایونو او وختونو کې د ادبیاتو په اډانه کې د فلسفي تفکراتو ثبتول هغه ژوره اړیکه په ډاګه کوي چې د دغو دووو حوزو ترمنځ وجود لري.

د فلسفې او ادبیاتو ترمنځ ګډ ټکی د حقیقت په توګه د واحدې موضوع سبک ته د دواړو کتنه ده. د معرفت دغه دواړه څانګې یوه د واقعیت او بله د احساساتو پوهولو هڅه کوي، یوازې په دومره توپیر چې لارې یې سره توپير لري او له بېلابېلو لیدلوریو یوې موضوع ته کتنه کوي. فیلسوف د هستۍ د مانا او شاعر د ځانګړي کار پوهېدو هڅه کوي. فلسفه د موجوداتو او پدیدو بیان کوي او ادبیات هم د موجوداتو احوال بیانوي. یانې دا چې فلسفه غواړي نړۍ او ژوند «لکه څرنګه چې دي» بیان کړي خو ادبیات غواړي نړۍ هغه شان انځور کړي چې شاعر او لیکوال یې غواړي. همدې مسئلې، یانې د تضاد او انطباق شتون د دوی ترمنځ نه شلېدونکې اړیکه ټینګه کړې ده.

ادبیات او فلسفه په یوه ټکي کې سره نیږدې کیږي، یانې «انساني وجود». سکیلاس وايي: «فلسفه او ادبیات دواړه د انسان د وجود په اړه د سترو او کوچنیو حقایقو په اړه فکر کوي». فیلسوف د خپلو فلسفي مسایلو او افکارو د بیان له پاره له ادبي قالب، شکل او ژانر کار اخلي، مګر شاعر او لیکوال خپل ادبي ژانر ته په فلسفي محتوا سره ښکلا وربښي. نو، په پای کې ویلای شو چې فلسفه او ادبیات له یوبل سره نیږدې اړیکې لري او یو د بل له لوازمو څخه کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *