تاند- پاکستاني چارواکي وايي چې د امریکا پوځ د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې پر یوه مهم قوماندان بمباري وکړه.

په خیبر پښتونخوا کې سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د امریکا بې پېلوټه الوتکې په هنګو کې د حقاني شبکې پر قوماندان برید وکړ.

په دې برید کې، چې د هنګو په سپین تل سیمه کې وشو، د حقاني شبکې قوماندان ابوبکر وژل شوی دی.

د دېوال کلي یوه اوسېدونکي بهرام خان وویل چې په دې برید کې درې تنه نور ژوبل شوي دي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر، چې په نړۍ کې له انزوا څخه د پاکستان د ایستلو لپاره هلې ځلې کوي، په وروستیو ورځو کې وویل چې حقاني شبکه له پاکستانه افغانستان ته لېږدېدلې ده.

د حقاني شبکې د وژل شوي قوماندان ابوبکر په اړه ویل شوي چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی او اصلي نوم یې عمر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکه د ۲۰۱۲ م کال په سپټمبر کې د تروریستي ډلو په تور لیست کې شامله کړه.

پاکستان دا ډله په افغانستان کې د خپلو ګټو ساتندویه اود هند په وړاندې د پاکستان مدافع بولي.

افغان او امریکايي چارواکي د حقاني ډله په کابل کې د هند پر سفارت او په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د حملو په شمول د افغانستان د لویو ښارونو د اکثرو خونړیو حملو مسووله بولي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د کابل د مې د ۳۱ نېټې د زنبق څلور لارې حمله هم د حقاني شبکې کار وباله خو د دې شبکې مشر سراج الدین حقاني وړمه ورځ په یوه صوتي پیغام کې وویل چې د کابل د زنبق څلور لارې برید دوی نه دی کړی.

په تېرو کلونو کې امریکايي ځواکونو په ځلونو پاکستاني طالبان د پاکستان په قبایلي سیمو کې په نخښه کړي خو دا برید یې له ډېرې مودې وروسته د پاکستان په خاوره کې او هغه هم له وزیرستانونو ورهاخوا کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *