څه ته په تمه یاست؟ ایا ټول وخت له ځان سره وایاست چې که حالات داسې نه وای، نو د خپلې خوښې کارونه به مې ښه ترسره کړي وو؟ ایا له یو اړخیز ژونده ستړي شوي یاست او فکر کوئ چې څنګه کولای شئ په ژوند کې مثبت بدلون راولئ؟ زړه مو غواړي چې بې له ځنډه خپل ژوند بدل کړئ، خو نه پوهېږئ چې څه وکړئ، همدې (څه وکړئ؟) درته ژوند سخت کړی دی.

پر دې باید پوه شئ چې هېڅ شی هم بدلون نه کوي، څو چې خپله ونه غواړئ. حالات، د ځان او نورو ملامتول نه شي کولای ستاسو په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډېرو شیانو درلودو غوښتونکي یاست او د زړه له تله ونه غواړئ او خپل بخت پلمه کړئ چې دا هر څه ممکن نه دي، هېڅکله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شئ رسېدای. تاسو باید خپلو هیلو ته وزرونه ورکړئ او تل داسې فکر وکړئ چې هر څه ممکن او کېدونکي دي. کله مو چې پر خپل ځان باور پیدا کړ او دا مو احساس کړه چې هر څه ممکن دي، خپله به د یوه نوي کار او کړنې په لټه کې شئ، که فکر کوئ چې په یوه مالداره کورنۍ او یا یوه بډای هېواد کې دنیا ته راغلي وای نو اوس به د ښه ژوند خاوند وای نو اشتباه کوئ، راځئ دا هر څه مو له ذهنه وباسئ، خپل ژوند ته خپله تغییر ورکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *