پرله پسې ګڼه – (۴)

تألیف: استاد کریم زماني

ژباړه: احمد سلیم ړنگ 

صلاح الدین زرکوب (صلاح الدین په شَه «پاچا» پېژندل کېدو)

د عرفان او صوفیانو د باورونو او عقایدو پر بنسټ مولانا رح په دې باور و چې نړۍ د حق له مظهر « راڅرګندېدلو ځای، د راښکاره کېدلو ځای » نه کله هم نه تشېږي. او حق په ټولو مظاهرو «د مظهر جمع» کې ښکاره او پیدا دی؛ خو د مظاهرو تر منځ یوازې مظهرِ اتَمّ «اتَمّ یعنې له نورو ډېر تمام یا په فارسۍ کې تمام تر» دی چې د مظهر اعلی «تر ټولو غوره مظهر» کېدلو بشپړه یا تامة وړتیا ولري. اوس نو باید ولېدل شي چې هغه ځلانده لمر چې د شمس تبرېز په ځان کې راختلی و او ظاهرا بېرته لوېدلی و، له کومې څنډې بهر او له کوم ختیځ راپورته کېږي او د چا په ځان کې رابرسېره او ښکاره کېږي؟

شیخ صلاح الدین زرکوب، په دې وتوانېدو چې دا وړتیا تر لاسه کړي او د شمس تش ځای تر یوې کچې ډک کړي.

صلاح الدین، یو عام نالوستی قونیه وال و او د زروبولو دنده یې درلودله او له پوهې او لوست لرې و، تر دې چې ویي یې سم ویلی نه شول. د فارسۍ ژبې ویی «قُفل» به یې «قُلف» او «مبتلا» به یې «مُفتَلا» ویله یا تلفظ کوله.

افلاکي په دې هکله لیکي: «همداسې ویل کېږي چې یوه ورځ حضرت مولانا رح وویل هغه قُلف راوړئ. او بل ځای یې وویل چې پلانی کس مُفتلا شوی. یو بوالفضولي «یا هغه چې د نورو په کارونو کې په ناحقه مداخله کوي» مولانا رح ته وویل چې باید قُفل وویل شي او همداسې سمه دا ده چې مُبتلا وویل شي. حضرت مولانا رح ځواب ورکړ، هو خبره همداسې ده چې تاسې وویله خو د خوږو ملګرو د زړه او خاطر د ساتلو له امله مې داسې وویل، ځکه یوه ورځ شیخ صلاح الدین مُفتلا او قُلف ویلي ول، او هغه چې څه وایي هغه رښتیا دي، که هغه نومونه او ویي هم وي. په هره زمانه کې د خلکو چارې د هغوی د فطرت له مبدا رنګ اخلي[1]»

مولانا رح د اووه کلونو له پاره په همدې حال و، چې د شیداتوب، خپګان او ناقرارۍ په ستونځ او اوج کې یې یو عارف چې د شمس محضر یې هم درک کړی و  خپل همسکالو او مصاحب «د خلوت او یوازېتوب ملګری» په توګه وټاکو او ورته ښکاره شوه چې شمس له دې ختیځه راپورته شوی او ځلېږي. او تر یوې کچې یې د باطن سوکالي او د خاطر تسلا پرې ترلاسه کېږي، همداسې چې یې خپله وویل هغه شمس چې مې یادوو او لټوو مې د صلاح الدین په څېره کې بیا راغی او ما ته یې سوکالي او آرامي راوبخښله، رښتیا دا چې هغه تللی نه دی یوازې یې کالي یا جامې بدلې کړي او د صلاح الدین په څېره کې راڅرګند شوی.

ګفت آن شمس دین که می ګفتم                باز آمد به ما چــــــــــرا خفتم

او بَدَل کــــــــرد جامه را وآمد                  تا نمایــــــــــد جمال و بخرامد

ژباړه « ویې ویل هغه شمس الدین چې مې یادولو، بیا موږ ته راستون شو، ولې سترګې پټې کړم هغه په نویو کالیو کې راغلی چې په مکیزونو خپل ښایست راښکاره کړي»

مولانا رح زرکوب خپل خلیفه یا ځایناستی وټاکو او خپلو پریو او مریدانو ته یې هم وویل: زه د ستانه کېدلو یا شیخ توب هوډ نه لرم هر هغه څوک چې د حق لار موندل غواړي د شیخ صلاح الدین لاس دې ونیسي او حتی سلطان ولد ته یې د ټول پوهنیز او باطني مقام درلودلو سره د زرکوب د ارادت په حلقه کې د ګډون سپارښتنه وکړه او ورته یې وویل رښتینی پاچا او متین مرشد همدا دی.

گفت بنگر رخ صلاح الدین   که چه ذات است آن شه حق بین

مقتدای جهانِ جان است او    مالــــک ملک لامکان است او[2]

ژباړه « ویې ویل، وګوره د صلاح الدین څېره، د هغه حق پېژندونکی آر او جوهر وپېژنه، د روح د نړۍ بومیا او لارښود دی او د لامکان ملک مالک او پاچا دی…»

که څه هم سلطان ولد، د خپل پلار (مولانارح) سپارښتنه ومنله، خو خپل دریځ او مقام یې په ځانګړې توګه په پوهه او معارف کې له زرکوب غوره او پورته ګڼلو. خو په پای کې یې په خپل کاغتوب او هوښیارتوب بیامونده چې مالومات، ظاهري معارف او ظاهري پوهه د دې وړتیا نه لري چې د روحي او معنوي ستونزو درملنه وکړي. د لید او بصیرت یو نظر د انسان ټولې معنوي زېرمې تالا کوي او هغه بشپړ بېوزله او فقیروي. هغه د دې فکر پر بنسټ د ځانښود له تالاب لاس پر سر شو، ورو ورو په رښتیاوالې او سپېڅلتیا د زرکوب پریو شو.

نور بیا…

٭٭٭

پایلیک:

[1] . مناقب العارفین، ۲ ټ، ۷۱۸-۷۱۹ پ.

[2] . مناقب العارفین ، ۶۵ پ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *