افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۶/۳/۲۴
چين له پاکستان سره د يو شوي هوکړه ليک(C-PEC) پر بنسټ چې چين هيواد د محکوم بلوچستان اړوند د ګوادر بندر د جوړولو لپاره ۴۵ ميليارده ډالرو په ارزښت د (C-PEC) تړون له پاکستان هيواد سره لاسليک کړی دی.
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د چين او پاکستان تر منځ د شوي هوکړه ليک نه يواځې دا چې غندنه يې کوي، بلکې په افغان دولت غږ کوي، چې ددغه تړون د لغوه کېدو په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان ته شکايت وکړي.
په محکوم بلوچستان کې د پاکستان سامراجي ادارې په وړاندې د بلوڅو مجاهدينو جهاد روان دی او تر اوسه پورې يې د پاکستان سامراجي فوځ سره په سلګونه وسلوالې نښتې کړې دي.
څنګه چې بلوچستان ايالت په ۱۹۴۸ زيږديز کال کې د مارچ پر اوه ويشتمه د پنجابیانو له لوري اشغال شو، له هماغه مهاله بیا تر اوسه د پاکستان د اشغال په وړاندې بلوڅ جنګيالي سپېڅلې جګړه کوي.
پاکستان د تېر په څېر يو ځل بیا له افغان دولت سره د سولې دروغجنه ژمنه تازه کړې ده، دا ژمنې يې هم د تېرو هغو ژمنو په څېر دي، چې له نړيوالې ټولنې سره يې کړې وې، د ترهګرۍ په وړاندې د شوي نړيوال ایتلاف نه يې په زرګونو ميليونو ډالر د ترهګرۍ د ځپلو لپاره تر لاسه کړل، خو تر لاسه شوې مرسته د ترهګرۍ په تمويل ولګېده، چې اوس ترهګري د ټولې نړۍ لپاره په ستر سرخوږي بدله شوې ده.
پاکستان هيڅکله په خپلو ژمنو کې صادق او رښتينی پاتی شوی نه دی، هر وخت يې د ترهګرۍ تر سیوري لاندې د افغانستان، منځنۍ اسیا هيوادونه د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز په افغان دولت يو ځل بیا غږ کوي، چې د (C-PEC) د لغوه کېدو لپاره د د شانګهای سازمان او چين ته شکايت وکړي، څنګه چې محکوم بلوچستان د ډيورنډ فرضي کرښې په وسیله د افغانستان له وجود څخه بېله شوې برخه ده، نو افغان دولت باید د بلوڅو سپېڅلې مبارزې د ملاتړ تر څنګ دياد اګرمينټ د لغوه کېدو لپاره هلې ځلې وکړی.
همدارنګه موږ د چين په دوست هيواد هم غږ کوو، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ، پرمختيايي او پراختيايي پروژو شوی تړونونه فسخه کړي، ځکه پاکستان د همدې پيسو په مټ په سیمه کې ترهګرۍ پياوړې کوي او په نژدې راتلونکې به د افغانستان، منځنۍ اسیا تر څنګ د ګاونډي هيواد چين ته هم د ترهګرۍ لړۍ وغځېږي، چې هغه مهال به بیا د ترهګرۍ مهار کول د ټولو له توان نه وتلی کار وي.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز د پاکستان او چين هيواد تر منځ د تازه شوي هوکړه ليک غندنه کوي او دا تړون په داسې حال کې د ګوادر بندر د رغولو لپاره شوی دی، چې په همدغه محکوم ایالت کې د پاکستان په وړاندې وسله وال جهاد روان دی او ښايي ددغه تړون د نه لغوه کېدو په صورت کې چين هم د پاکستان د ګټو قرباني شي.
په درنښت د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز
مطبوعاتي دفتر
