د هلمند سنګین ولسوالي

تاند- د پکتیکا په جاني خېل ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په کور کې چاودنې د ښځو اوماشومانو په شمول ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي، په دې پېښه کې ۴ ماشومان او یوه ښځه شهیدان شوي او ۶ ماشومان او یوه ښځه ژوبل شوي دي.

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم دا پېښه نن /چهارشنبه/ د جاني خېل ولسوالي په هستي ګل کلي کې هغه مهال وشوه چې د قوماندان شکور ماشومانو د خپل کور مخې ته ولاړ موټر سایکل کور ته ننه یوست.

په موټر سایکل کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې موټر سایکل د چا و.

د پکتیکا والي دا برید د دولت د وسله والو مخالفانو کار وباله، ویې ویل چې هغوی په دې زړه بوږنوونکي کار ثابته کړه چې د اسلام او انسانیت په نوم څه نه پېژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *