تاند- داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله توانېدلې چې په ننګرهار کې د القاعده شبکې پخوانی مهم مرکز توره بوړه ونیسي.

راپورونه وايي چې اوس د داعش غړي د خوږیاڼي ولسوالي په وزیرو تنګي کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د سیمې اوسېدونکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې داعشیانو نن /چهارشنبه/ له یوې اوونۍ نښتو وروسته د تورې بوړې سمڅې ونیولې.

توره بوړه په ۲۰۰۱ م کال هغه وخت د امریکايي پوځیانو له لوري بمباري شوه چې د القاعده شبکې مشرانو پکې پناه واخیسته.

طالبان وايي چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده او د داعش د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي«په توره بوړه کې زموږ او داعش ترمنځ جګړه روانه ده. دا سیمه زموږ د جګړې لومړۍ کرښه ده، هیڅ خوا په جګړه کې پرمختګ نه دی کړی.»

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼه د سیمې د اوسېدونکو او چارواکو په قول وايي، داسې ښکاري چې د داعش غړي د سیمې په نیولو بریالي شوي وي.

چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونه به ژر په سیمه کې د داعش پر ضد هوايي او مځکني عملیات پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *