تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان او پاکستان پوځي قوماندانانو موافقه وکړه چې د خبرو له لارې به د سرحدي کلیو مسلې له اختره وروسته حل کړي.

د اې این آی خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د شمالي لوا قوماندان جنرال ندیم سهیل او د سرحدي قول اردو قوماندان ډګروال عثمان د افغانستان د سپین بولدک په ویش منډيي کې د افغانستان د ملي اردو له ډګروال محمد شریف او ډګروال محمد انور سره ولیدل.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نامعلومو سرچینو په قول وویل، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لقمان او نظر کلیو په برخه کې د ازغن سیم د نصبولو په شمول پر نورو موضوعاتو هم دواړو خواوو خبرې وکړې.

د افغانستان د سپین بولدک ولسوالۍ پر دغو دوو کملیو تېره میاشت د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو په نښته کې تر ۱۰ ډېر کسان ووژل شول او پاکستاني پوځیان له سیمې وتښتېدل.

په خبر کې دا هم راغلي چې پاکستاني سرحدي چارواکو د دوستۍ په دروازه کې افغانانو ته د روژه ماتې مېلمستیا ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *