تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس نن /چهارشنبه/ وویل چې ولسمشر ټرمپ واک ورسپارلی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر او ستراتیژۍ د بدلولو په اړه پرېکړه وکړي.
تر دې وړاندې نن امریکايي رسنیو ویلي و چې سپینې ماڼۍ دفاع وزیر ماتیس ته واک ورکړی چې افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د لېږلو پرېکړه وکړي.
په واشنګټن کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې حرګند شي، اسوشیتېد پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ د سناتورانو تر انتقادونو څو ساعته وروسته دفاع وزیر جېمز ماتېس ته دا صلاحیت ورکړ چې خبر یې رسماً لا نه دی اعلان شوی.
خو ماتیس نن رسماً وویل ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون /سې شنبه/ غرمه مهال واک وسپاره چې افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو، د هغو د شمېر او دغه راز د افغانستان د وضعیت د بدلولو لپاره پر موجودې ستراتیژۍ د بیاکتنې په اړه پرېکړه وکړي.
تراوسه پورې لا څرګنده نه ده چې ماتیس به افغانستان ته د څومره نورو پوځیانو د لېږلو پرېکړه وکړي خو د ده په شان اکثره امریکايي پوځي قوماندانان، په تېره بیا هغوی چې په افغانستان کې وخت تېر کړی، افغانستان ته د زرګونو نورو پوځیانو د لېږلو پلویتوب کوي.
ماتیس پرون د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو کال وروسته به د افغانستان حالات څرنګه وي؟
وویل« د جګړې شدت به لږ شوی وي، په افغان حکومت کې به د فساد اندازه ټیټه وي او طالبان به شا ته تمبول شوي وي، طالبان به د جګړې په میدان کې د حرکت لږ ازادي لري.»
امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځیان لري چې اکثره یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.