تاند- په کابل کې د عامه ترانسپورت د وضعیت د ښه کېدو لپاره د مترو بسونو د پروژې د لومړی پړاو کار نن /پنجشنبه/ پیلېږي.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزۍ خبریالانو ته وویل، د دې پروژې لومړی پړاو به نن پیل شي او په یوه کال کې به بشپړ شي.

د حبیبزي په وینا د دې پروژې دوهم پړاو د روان کال په لړ کې پیلېږي.

په همدې حال کې په پلازمېنه کابل کې د سړک جوړولو د ۱۶ پروژو قراردادونه لاسلیک شول.

دا قراردادونه د کابل ښاروالي او د تعمیراتي شرکتونو ترمنځ د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په وړاندې لاسلیک شول.

دانش وویل، حکومت په دې خوشاله دی چې د سړکونو د جوړولو لپاره قراردادونه لاسلیکوي.

One thought on “په کابل کې مترو بسونو په کار پیل وکړ”
  1. د خلکو په ژوند کې پرمختګ او اسانتیا راوستل ډير ښه زیری دی، خو ددې ټولو اقتصادي،پرمختیایی او نورو کارو څخه امنیت او ارامۍ ته باید زیاته توجه وشي. بدبختانه زمونږ دولت اساسي کار چې امنیت دی هغه یې شاته غورزولی او اقتصادي پروژې چې صرف یو څو چارواکي ترې سمدستي جیبونه ډکولی شي هغې ته یې مخه کړې. ۸۰ فیصده خاوره د دولت د لاسه وتلې، په ښارو کې نورد خلکو ګنجایش نشته، ټولې ښاري هدیرې ډکې دي او خلک د ناامنۍ او ویرې له امله خپل مړي پلرنیو هدیرو ته نشي وړلای، خو چارواکي يې په قصه کې هم ندي. بس د ریا او فساد لپاره هره ورځ د نوو پروژو او قراردادونو اعلان کیږي. چې خلک نه وي په میترو او اورګاډو کې به څوک ګرځي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *