تاند- د وروستي راپور له مخې، د کابل د لوېدیځ د دشت برچي سیمې د شیعه ګانو پر الزهرا جومات په تروریستی برید کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
امنیتي چارواکو تایید کړه چې په دې برید کې دوو انتحاري حمله کوونکو برخه لرله.
لومړني حمله کوونکي د جومات په خوله کې ځان الوزولی، دوهم د جومات پخلنځي ته ننوتی او همالته یې ځان الوزولی دی.
پولیسو د جومات اصلي ودانۍ ته د دوهم انتحاري مخه نیولې ده.
د حملې په وخت په جومات کې ګڼ شمېر لمونځ کوونکي د لمانځه لپاره راټول شوي ول.
ویل شوي چې د لیلة القدر یا د قدر شپې لپاره نن شپه لا زیات خلک جومات ته راغلي ول.
شاهدان وايي چې له لومړۍ انتحاري بریده وروسته یې د ډزو اوازونه هم اورېدلي دي.
د کابل پر یوه جومات په انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي
تاند- په پلازمېنه کابل کې نن /پنجشنبه/ ناوخته پر یوه جومات په انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، انتحاري هڅه کوله چې په دشت برچي کې یوه جومات ته ننوځي خو پولیسو یې مخه ونیوله، په دې مهال ځانمرګي ځان والوزاوه او ورسره په یو وخت وسله واله نښته پیل شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وویل، پولیسو حمله کوونکی پرې نښود چې د جومات اصلي ودانۍ ته ننوځي، ځانمرګی د جومات پخلنځي ته ننوت او همالته یې ځان والوزاوه.
په نورو راپورونو کې ویل شوي چې حمله کوونکي دوه تنه ول، لومړني د جومات په دروازه کې او دوهم د جومات په پخلنځي کې ځان الوزولی دی.
برید په داسې وخت کې وشو چې خلک په الزهرا جومات کې د لمانځه لپاره راټول شوي ول.
پر دغه جومات پخوا هم بمي برید شوی و.
د تېر کال په نوومبر میاشت کې پر دغه جومات د حملې په ترڅ کې ۳۰ تنه وژل شوي ول.
تراوسه پورې د افغانستان د دولت کومې وسله والې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پر شیعه ګانو عموماً د داعش سختدریځه دله برید کوي.
طالبان له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې پر شیعه ګانو له بریده ډده کړې ده.
د سږ کال د روژې میاشت په ځانګړي ډول د کابل د ښاریانو لپاره تراوسه پورې په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت ده.