افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي دفتر

نېټه: ۱۳۹۶/۳/۲۵

د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د تروريستانو دا دویم تروریستي بريد دی، چې تر سره يې کوي، تر دې وړاندې تروریستانو د شهيد  محمدسالم ايزدياد د جنازې په مراسمو کې ځان وژونکي بريدونه تر سره کړل، چې يو شمېر هيوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

نن بیا د اسلام او افغان خاورې دښمنانو د کابل دشتي برچي سیمه کې د الزهرا په مسجد تروریستي برید تر سره کړی او په لمونځ کوونکو يې ډزې کړې دي.

دا يو روښانه حقيقت دی، چې دغه بریدونه په پنجاب کې د افغان وژنې لپاره طرح کېږي، پاکستان سامراجي اداره پدې سره غواړي، چې د افغانانو ملي يووالي ته زيان ورسوي او په افغانستان کې قومي او فرقه يي جګړو ته زمينه برابره کړي، خو انشاالله د پاکستان سامراجي استخباراتي شبکه او د هغوی داخلي اجنټان به هيڅکله پر دې ونه توانيږي، چې د افغانانو ملي ته زیان ورسوي، افغانستان د ټولو قومونو کډ کور دی او د ټولو وير د ټول افغانستان د خلکو وير او غم دی.

افغان دولت د تروریستي بريدونو په مهارولو کې پاتې راغلی دی، يا خو دې د ترهګريزو بريدونو مخه ونيسي او  د افغان وژنې مخنيوی دې وکړي او يا دې په ډېر شرافتمندانه ډول ولس ته مراجعه وکړي او ولس به د خپل زعيم د انتخاب او ټاکلو لپاره لاس په کار شي.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره په دغه ستر وير کې ځانونه شريک ګڼي، شهيدانو ته د برين جنت او ټپيانو ته د عاجلې او دایمې شفا غوښتنه کوي.

همدارنګه د قربانيانو له کورنيو سره په دغه ستر وير کې ځانونه شريک ګڼي، انشاالله چې د افغانانو ملي يووالی ته به  بهرنۍ استخباراتي شبکې او تروریستان هيڅ کله زیان ونه شي رسولی او د خپلو کرغېړنو او شومو موخو سره، سره به له رسوايۍ او زلت سره مخ وي.

په درنښت

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي مرکز

کابل/ وزير اکبرخان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *