تاند- د ولسمشر ټرمپ د ادارې یوه چارواکي وویل چې متحد ایالتونه به ډېر ژر افغانستان ته شاوخوا ۴ زره سرتېري واستوي.
دا خبر وروسته له دې خپرېږي چې د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وویل چې ولسمشر ټرمپ واک ورسپارلی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر او ستراتیژۍ د بدلولو په اړه پرېکړه وکړي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل، افغانستان ته د څلور زره نورو سرتېرو د لېږلو د پرېکړې اعلان به راتلونکې اوونۍ وشي او د اکثرو تازه استول کېدونکو ځواکونو دنده به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه وي.
ماتیس د سې شنبې په ورځ /جون۱۳/ د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو کال وروسته به د افغانستان حالات څرنګه وي؟
وویل« د جګړې شدت به لږ شوی وي، په افغان حکومت کې به د فساد اندازه ټیټه وي او طالبان به شا ته تمبول شوي وي، طالبان به د جګړې په میدان کې د حرکت لږ ازادي لري.»
امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځیان لري چې اکثره یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.