تاند- د افغانستان دفاع وزیر نن /شنبه/ اعلان وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د تورې بوړې ستراتیژیکه سیمه له وسله والو داعشیانو څخه بېرته نیولې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دفاع سرپرست وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وویل، افغان ځواکونو د توره بوړې د نیولو په عملیاتو کې لږترلږه د داعش ۲۲ جګړه مار وژلي او ۱۰ نور ژوبل کړي دي.

د دفاع سرپرست وزیر د امریکا له لوري افغانستان ته د شاوخوا ۴ زره پوځیانو د استولو هرکلی وکړ.

د داعش ډلې تېره اوونۍ له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د تورې بوړې په شمول د ننګرهار یو شمېر سیمې ونیولې او طالبان یې په شا وتمبول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *