تاند- د امریکا پوځ وايي، د مزارشریف په شاهین قول اردو کې د یوه افغان سرتېري په ډزو ۷ امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې حمله کوونکی افغان سرتېری د نورو پوځیانو په ډزو ووژل شو. په دې پېښه کې یو بل افغان سرتېری ټپي شوی دی.

د طالبانو ویندوی د افغان سرتېري له لوري پر امریکايي پوځیانو ډزې ستایلي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې ایا حمله کوونکي له طالبانو سره تار درلود اوکه نه.

په شاهین قول اردو کې بهرني پوځیان وژل شوي نه دي

تاند- امریکايي پوځي سرچینې بیا وايي، چې څلور سرتېري یې ژوبل شوي خو حمله کوونکی د نورو پوځیانو له لوري وژل شوی دی.

تاند- په کابل کې د امریکا پوځ او د ناټو غوځ ملاتړ ماموریت په شاهین قول اردو کې د ۴ امریکايي پوخیانو د وژل کېدو خبر رد کړ، ویې ویل چې په دې پېښه کې ۴ امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.

دوی همداراز وايي چې حمله کوونکی د نورو پوځیانو له لوري وژل شوی دی.

په شاهین قول اردو کې د یوه نفوذي پوځي په ډزو ۴ بهرني پوځیان ووژل شول

تاند- د بلخ ولایت په شاهین قول اردو کې د ملي اردو د یوه سرتېري په ډزو ۴ بهرني پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

امنیتي سرچینې وايي چې حمله کوونکی غالباً د دولت د وسله والو مخالفانو نفوذي غړی و چې وروسته په ځوابي ډزو ووژل شو.

لومړني راپورونه وايي چې وژل شوي پوځیان امریکایان دي. د بلخ په شاهین قول اردو کې جرمني پوځي روزونکي هم مېشت دي.

د شاهین قول اردو ویندوی عبدالقهار ارام وویل، څلور امریکایان وژل شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

په کابل کې د امریکا پوځ هم پېښه تایید کړه خو د هغې جزییات یې څرګند نه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *