پر رباني مېلمستون برید شوی

تاند- نامعلومو وسله والو په کابل کې نن /یکشنبه/ یو امریکايي وګړی وتښتاوه.

ویل شوي چې تښتول شوي امریکايي د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت او نړیوال بانک پر یوې پروژې کار کاوه.

تر دې دمه چا د دغه امریکايي د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د تروریستي ډلو ترڅنګ جنایتکارې ډلې هم بهرنیان او شتمن خلک تښتوي او عموماً یې یا د پیسو په وړاندې خوشي کوي او یا یې د دولت پر وسله والو مخالفو ډلو پلوري.

تر دې وړاندې نن پاکستان وویل چې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه دیپلوماتان پرون /جمعه/ له دغه ښاره اسلام اباد ته په لاره بې درکه شوي دي.

د مې په شلمه نامعلومو وسله والو د کابل پر یوه مېلمستون حمله وکړه، یوه جرمنۍ ښځه او د هغې یو افغان ساتونکی یې ووژل او یوه فینلنډي ښځه یې وتښتوله.

One thought on “په کابل کې وسله والو یو امریکايي وګړی وتښتاوه”

ځواب دلته پرېږدئ