تاند- د افغانستان او هند ترمنځ د الوتکو په وسیله د سوداګري راکړو ورکړو کوریدور یا دهلېز سر له نن /دوشنبې/ څخه فعالېږي.

مخکې ویل شوي و چې دا دهلېز به د یکشنبې /پرون/ په ورځ فعال شي.

په افغانستان کې د هند سفیر د دې دهلېز د پرانستل کېدو په درشل کې پرون /یکشنبه/ وویل، په داسې حال کې چې پاکستان افغانستان ته تشدد او جنګ صادروي، هند له افغانانو سره د هغوی د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.

په کابل کې د هند د سفیر مانپریت ویهرا په وینا نوي ډیلي ته به د افغانستان په صادراتي مالونو بار د اریانا افغان هوايي شرکت لومړنۍ الوتکه نن /دوشنبه/ له کابله روانه شي.

هند او افغانستان وروسته له دې په خپل منځ کې د هوا له لارې د راکړو ورکړو پرېکړه وکړه چې پاکستان د خپلې خاورې له لارې د افغانستان او هندوستان له سوداګري راکړو ورکړو سره مخالفت وکړ.

هند د دې لپاره چې د افغانستان ملي هوايي شرکت په پښو ودرېږي ویلي چې سوداګري مالونه دې په اریانا افغان هوايی شرکت کې وړل کېږي.

هند په تېرو کلونو کې افغانستان ته ۲ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته کړې او د ۱ ملیارد ډالره نورې مرستې ژمنه یې هم کړې ده.

د هندوستان او افغانستان د هوايي دهلیز پر پرانستلو موافقه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هند ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال شوې وه.

افغان سوداګر وايي، په لومړي سر کې به له همدې لارې د افغانستان وچه میوه، بادام، زردالو، کشمش، پیسته او دغه شان تازه میوه، خټکي، انګور، انار او مڼې د هند بازارونو ته ولېږدول شي او له هنده به درمل او د فابریکو اومه مواد افغانستان ته راوړل شي.

افغان سوداګر هیله لري چې د دوو هیوادونو ترمنځ د هوا له لارې سوداګري تشریفاتي نه ‎وي او په سیمه کې د سیاسي سیالیو ښکار نه شي.

پر دې سربېره ټاکل شوې ده چې د هند له لوري د ایران د چاه بهار بندر له پراختیا سره د هند او افغانستان سوداګري راکړې ورکړې لا وغوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *