کار ته له تلو مخکې له پنځو تر لسو دقیقو پورې د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ چې غواړئ د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کوئ. کولای شئ قلم او کاغذ له ځان سره ولرئ او خپل ذهني تصورات پرې ولیکئ:
۱- کوښښ وکړئ پر ټاکلي وخت خواړه وخورئ؛ د کار ډېروالی مو باید د دې لامل نه شي چې د ډوډۍ خوړلو وخت مو بدلون وکړي.
۲- د ټلوېزیون ډېر کتل او بې ضرورته په کمپیوټر باندې وخت تېرول کم کړئ. که کله هم ټلوېزیون ګورئ، کوښښ وکړئ د خبرونو لور ته مه ځئ؛ ځکه د نړۍ ۹۹ سلنه خبرونه منفي دي او منفي خبرونه ستاسو پر روحیاتو منفي اغېز کوي او دغه کار د دې لامل کېږي چې تاسو خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راشئ.
۳- د یوې اوونۍ لپاره نیم ساعت پلي وګرځئ، دا مه پلمه کوئ چې وخت نه لرئ؛ که یوه اوونۍ کوښښ وکړئ او له ځان سره هوډ وکړئ چې دغه کار کوم، وروسته له یوې اوونۍ به مو عادت وګرځي، دغه کار کولای شي چې د لویو ګامونو لپاره مقدمه شي.