د (۲۰۱۷ م) کال د می پر اوومه د شهيد پېروز د ترور پړه طالبانو په خپله پر غاړه واخیسته. دوئ د يوې اعلاميې له لاري دا ومنله چي پېروز دوئ وژلی او د ده پر لار روان نور کسان هم د دوئ په نظر کي دي چي په همدې توګه به يې ترور کړي.

دلته به د دوئ د اعلاميې پر ځينو ټکو تم سم. د امارت پر ویب سايټ د راغلي خبر سرلیک داسي ښودل سوی: (کندهار ښار کي د ګوډاکۍ ادارې د والي مطبوعاتي مشاور ووژل شو.)

لومړی به پر همدې سرلیک لیږ تم سم. طالبان تل د هیواد شته نظام د نورو ګوډاکی بولي او په دولتي ادارو کي کارکوونکي او مامورين د نوور غلامان ګڼي.

مګر طالب د خپل ځان په اړه ولي فکر نه کوي؟ طالبه ستا پر خپل ځان کنټرول څومره دی؟ ته د خپلو پریکړو په اړه څومره اختیارات لرې؟ ملا عبید الله او اختر منصور چا ووژل؟ ستا څومره مشران او چارواکي يې له خپله کوره زندان ته اچولي؟ ستا له سفیر ملا ضعيف سره يې څنګه معامله وکړه؟ که تا د ازادۍ په نوم يو څه پېژندلای نو نن به دي د پاکستان د غلامۍ پر ځای په خپل هیواد کي سر لوړی ګرزېدای!

ته دومره بې وسه يې چي تر ننه دي د ملابرادر د نیولو خبر هم تاييد نه کړ! ستا ذهن دومره غلامۍ ته جوړ دی چي په پاکستان کي ستاسو د ډېرو مشرانو تر نیونو او وژنو وورسته هم تا د يوې دقیقې لپاره د پاکستان د غلامۍ ځنځیر له غاړي لیري نه کړ. ملا عبید الله چا ونیوو او چا مړ کړ؟ ملا نذیر چا بندي کړ او چا مرګ ته ورساوه؟ سردار محمد شکيب چي د قاري یوسف تر مستعار نوم لاندي يې کار کاوه چا بندي کړ؟ حاجي حافظ، ملا عبد السلام د کندوز والي، ملا عبد الله سرحدي، استاد یاسر، ملا احمد الله، خیر الله خیرخوا، جانګیروال، محمد یونس اخوندزاده د زابل والي او په زرګونو نور مشران او کشران دي چا د پېښور، بلوچستان، کراچي، اسلام اباد او پنچاب په زندانونو کي ووژل او بندیان کړل؟

پښتانه وايي: پزه پرېکړي که شرم درلودای، نو د چاړې نوم به يې نه یاداوه. طالبه! تا که د ازادي او خپلواکي په نوم لیږ څه پېژندلای نو د پاکستان داسي له شرمونو ډکې او ذلیلې غلامۍ ته به دي کله هم زړه نه وای ښه کړی. د مفتي رحمت الله هغه توصیه مي په یاد ده چي خپلو نژدو شاګردانو ته يې ویل، خدای مو د پاکستان له جیله وساته. دومره بې عزتۍ د نړۍ د بل هيڅ زندان په تیارو کي والله که چا ته ور واړوي لکه پاکستانیان چي يې طالبانو ته ور اړوي. د امارت د وخت د عدلې وزیر ترابي دي د کراچي په زندان کي له خپلو بادارانو په ډېره عاجزي دا غوښتنه نه وه کړې چي یا مو بندیان کړئ یا مو خپل کار ته ایله کړئ؟. دا نو خوند نه کوي چي هم مو جنګوئ او بیا مو بېرته زندان ته هم اچوئ! ځواب يې تاسو ټولو ته ښه در مالوم وو چي پاکستاني بادار دي ورته ویلي ول چي هر څه کوو زموږ کار دی تاسو هيڅ واک نه لرئ.

هغه خبرې به مو هم په یاد وي چي زندان کي يې وهلاست او تاسو خدای ته چيغې کړې. نو د زندان پاکستاني مشر درته وویل، دلته هيڅ خدای نشته، هر څه زما په واک کي دي، تاسو هر څومره نارې ووهئ.

ستاسو استاد یاسر چي پر فضل الرحمن یوه نیوکه وکړه، نو د پاکستاني پوځ له لوري د یاسر مرګ مو هېرو سو؟ که تاسو عقل لرلای، له غلامۍ مو بد راتلای او د خپل وطن و ملت لپاره مو کار کولای نو د یاسر بند او بیا يې مرګ ستاسو لپاره د عبرت یو ښه سبق وو.

ستا ویاند حکيمي يې پر ستار روډ ونیوی او له لسګونو طالبانو سره يې افغانستان ته ولېږی. پاکستان يو لور ته پر تاسو تجارت کوي او بل لور ته تاريخي شرمونه در اړوي چي ټول وخت مو سترګې ورته ټيټې وي. ستاسو د مشرانو او کشرانو هغه لڅ عکسونه، ويډیوګاني، ربړونې او ستاسو اقرارونه ټول له هغوئ سره سته چي هر وخت ستا په مهارولو کي ښه کار ترې اخیستای سي.

اعلاميه کي دي راغلي چي پېروز د مجاهدينو له لوري ووژل شو.

ښه، کوم مجاهد؟ دا ستا نومول سوی مجاهد خو دي ونیول سو او په خپل لومړي اقرار کي يې پر ځان شاهدي ور کړه چي ان الحمد لله يې هم سمه نه ده زده!؟هغه چي کلیمه يې هم نه ده زده؟ هغه چي خپل لمونځ يې هم نه دی زده؟ هغه چي ژمی يې د پاکستان و ګیسو ته تېر کړی او د افغاني روڼ اندو د وژلو پلان د کوټې په چاوڼۍ کي ور کول سوی؟ هغه چي نه خدای پېژني، نه يې رسول، نه قران پېژني نه يې احکام، نه پر اخرت باور لري او نه پر حساب او کتاب؟ که يې وای، نو ایا پر خدای باور لرونکی انسان له څه پوښتنې، مالوماتو، جرم ثابتونې، په مسجد کي پر لمانځه ولاړ یو مسلمان وژني؟ هغه چي د رسول الله په دې حدیث نه خبر دی او نه يې ور باندي باور شته چي وايي: من صلی صلاتنا، واستقبل قبلتنا و اکل ذبیحتنا فهو مسلم، له ذمة الله ورسوله. مسلم شریف. که چا زموږ په شان لمونځ وکړ، زموږ قبلې ته يې مخ کړ او زموږ د ذبیحې غوښه يې وخوړه نو مسلمان دی او د الله و رسول په امان کي دی.

هغه څوک چي له قتله رانیولې تر غلا، زنا، لواطت، هلک ګرزونې او بل هر بده فعله په خپل ژوند کي کوي، ایا دا مجاهد دی؟ هغه څوک چي نه يې قران کريم زده وي او نه يې حدیثونه، نه يې فقه لوستې وي او نه يې اصول، نه د خدای په درې ګونو صفاتو خبر وي او نه يې د رسولانو و نبیانو په تګلاره، ایا دا مجاهد دی؟ هغه څوک چي د نن متمدنه نړۍ يې د انسانيت په تاریخ کي د وحشت او بربريت سمبول بولي او د انسانيت پر تاریخ يې تور داغ ګڼي، ایا دا مجاهد دی؟ همدغو کسانو ته تاسو د ديني متونو په استناد د خلګو د ژوند واک ور کوئ او بیا پر خدای و قیامت د ایمان و باور دعوه هم کوئ!؟

په اعلامیه کي مو راغلي چي پېروز د کابل د ادارې کارمند وو.

له دې څوک انکار نه کوي چي پېروز په مطبوعاتو کي کار کاوه، مګر ټوپک يې پر اوږه نه وو چي ستا خلګ يې در وژل. په اداره کي د کار کوونکي د وژلو فتوا که تاته پاکستاني مفتي نه وي در کړې، نو ته د نړۍ د بل هر هیواد د يوه عالم فتوا راوړه چي د ادارې يو کارمند د هغه د همدې کار له امله وژل کېدای سي؟ ایا یوسف علیه السلام د نامسلمانو په اداره کي تر دې ډېره لوړه دنده نه تر سره کوله؟ ایا د موسی علیه السلام يوه امتي د فرعون په حکومت کي کار نه کاوه؟ ایا د رسول الله يوه امتي، مسلمان او مومن شخص د حبشې د عیسویانو مشر او امیر نه وو؟ که د کافرانو په حکومت کي کار روا وي، نو مولانا پېروز چي په اداره کي د مطبوعاتو کار کاوه ایا دا د اسلام له اړخه ناروا دی؟ که وي، نو د دې لوړو نصوصو په اړه مو څه نظر دی؟

طالبي اعلامیه زياتوي چي ده په افغانستان کي روان جهاد ناروا باله.

ستا جهاد سم دی که د داعش؟ د محمد رسول د ډلې دا جهاد دی که ستاسو؟ د القاعده جنګ مو جهاد دی که ستا او د داعش؟د اسلام پر کومو اصولو ستاسو جنګ برابر دی چي ته د جهاد نوم ور کوې؟ایا ستا دا روان جنګ پر هغو اصولو برابر دی چي رسول الله صلي علیه وسلم د خپل ژوند پر مهال وکړ؟ رسول الله په مدينه کي خپلواک وو او ته د پاکستانو او نورو هیوادونو د ګټو ساتونکی يې. رسول الله او ملګرو يې دومره قوت در لود چي دښمن ترې ډارېده او ماته يې هم ور کړه، خو ته له نن څخه څو کاله مخکي چي ټانکونه، درنې وسلې او طیارې دي هم وې او د افغانستان (۹۵) فیصده خاوره دي تر واک لاندي وه په درو اوونيو کي وتښتېدې او ټول هیواد دي ایله کړ، مګر نن بیا د نورو د لوبو اله يې او ځان ته د اسلام يوه مقدسه اصطلاح کاروې. د رسول الله خپل قوم ته ګټه رسېده او ستا جنګ سراسر د ملت او امت په زیان دی. رسول الله يو امیر وو او ټول مسلمانان يې متحد ساتل، خو ستا نه يو امیر دی او نه تر خپل منځ سره همږغي لرئ. تاسو او د محمد رسول ډله سره وژنئ او دواړه ځانونه مجاهدين بولئ؟ ته او داعش سره مړه کوئ او هر يو د اسلام، ایمان، جهاد او شهادت دعوه کوئ؟ رسول الله او ملګرو يې په خپله مبارزه ځانونه ازاد کړل او د عقيدې پر سر د زورونې لړۍ ته يې خاتمه ور کړه، مګر ستاسو مبارزه خو له پيله پر غلامي شروع سوې او پایله به يې هم غلامي وي. ستا اراده د پاکستان تر ارادې پوري اړه لري، هر تصميم د هغوئ په غوښتنه نیسئ، نو ایا نه شرمېږئ چي له دومره توپير او د اسلام د دې مقدسې تګلارې څخه له دومره واټن سره- سره بیا هم د جهاد او مجاهدينو نارې وهئ!؟ سخت مو اسلام او مسلماني وشرموله، د نړۍ مسلمانانو مو د نامسلمانو په وړاندي سرټيټي کړل.

په اعلاميه کي وړاندي وايئ چي خلګ يې د امریکا غلامۍ ته رابلل.

د نړۍ هر نظام له یو بل ستر قوت سره اړيکې لري او د خپل هیواد د ګټو لپاره له سترو طاقتونو سره مختلف تړونونه کوي، نو که دا غلامي وي بیا خو د ازادي په نوم په نړۍ کي هيڅ نه سته. ستا پناګا پاکستان هم له امريکې سره اړيکې لري او ستاسو د تګلاري له مخې اول غلام يې پاکستان دی او تاسو بیا د پاکستان لمن نیولې. نو ستاسو په اړه به څه فکر کوو؟ د امریکا غلام خو همدا تاسو واست چي وسلې مو ځني غوښتې، توغندي مو ترې واخیستل، ډالرونه يې در باندي وپاشل او ونړۍ ته يې لومړی ور معرفي کړلاست. تاته د امریکا راشن نه راتلی؟ وسلې يې در نه کړې؟ ډالر يې ستا په جیب کي نه وو؟ امریکا ستا د جنګ لپاره تبلیغات نه کول؟ ستا له امیرانو سره يې د پاکستان په وټلونو او دولتې ماڼيو کي جرګې او غونډې نه کولې؟

همدا نن ستا د زخمیانو مصارف څوک در کوي؟ ایا په کوټه کي الخیر، امداد او د عالمو چوک سنګين هسپتالونه (روغتونونه) د سور صليب له لوري تاسو ته کرایه سوي نه دي؟ په کراچي، پېښور او اسلام اباد کي ستاسو د زخمیانو مصارف همدا سور صلیب نه در کوي؟ امریکا د یوه کال پاکستان ته لس زره لکه ډالر ور کوي او پر دویم لاس (پاکستان) بیا تاسو ته در کول کېږي، چي په هیواد کي د روان وحشت بوديجه يې کړئ، نو ایا تاسو هم بل ته د امریکا د غلامۍ پېغور ور کوئ؟ د پاکستان، امریکا، روس او ایران غلامۍ ته مو په یوه وخت کي سرونه ټيټ کړي چي د ګټو په دې ټکر کي به که خدای کول سخت شرمنده او رسوا شئ. ځکه د سیاستونه په دې جنګ کي هر ملت خپلې ګټې ګورې، خو تاسو ته د خپل ملت ګټې نه در مالومېږي او نه دومره سویه لرئ! نو چي پاکستان د مړه ملا عمر مشری درې کاله در باندي منلې وه، نو ایا د نړۍ هوښیاران به له تاسو د خیر او ښېګڼې تمه لري؟ نه، هیڅکله نه.

اعلاميې مو تور لګولی چي ده د اسلام له احکامو ښکاره انکار کاوه او په افغاني اسلامي ټولنه کي يې خلګ الحاد ته بلل.

نو د يوه کس نوم به دي هم یاد کړی وای چي هغه الحاد ته بللی وو او هغه خپله مسلماني ایله کړې وه؟ تور ډېر اسانه دی ځکه ستا مشخص ادرس چا ته نه دی مالوم د پاکستان په لویو ښارونو کي هره ورځ خپل ځای بدلوې را بدلوې او خپل ليپټاب دي در سره اخیستی وي او موټر کي هلته دلته کېږئ. ځکه نو تاسو تور لګوئ او د سپيناوي ځای يې نه شته. که تاسو د اسلام د خدمت اراده در لودای نو ستا پوره څلويښت کلونه کېږي چي د اسلام په نوم مسلمان وژنې، خو د حدیثو يو کتاب دي هم پښتو ته ترجمه نه کړ؟ ولي د ښې مسلمانۍ دعوه ته کوې او خدمت يې ستا په اند کافر او ملحد غفور پېروز کوي؟ ولي د حدیثو تر ټولو معتبر کتاب تا په څلويښت کاله کي ترجمه نه کړ، خو مولوي غفور پېروز د خپل ژوند په دومره لنډه زمانه کي یوازي بخاري نه بلي لسګونه نور ديني کتابونه ترجمه کړل؟ دا څنګه مسلماني او د اسلام خدمت دی چي یوازي د مسلمان په وژلو کي دي لیدلی دی؟ ستا د خدمت په څلويښت کلنه دوره کي تا نه يو تفسیر ترجمه کړی او نه دي لیکلی دی، خو غفور پېروز د تذکیر القران او تفسیر المیسر په نوم دوه د قران کريم تفسیرونه ژباړلي دي؟ ته په کومه خوله د اسلام، مسلمانۍ او اسلامي خدمت یادونه کوې؟

د مولوي عبد الغفور د انکار بیلګه خو مو وړاندي کړې نه ده مګر زه به ستا د انکار څو بیلګي وړاندي کړم.

ستا د امارت مهال تاسو په قران، حدیثو او فقه د تاریاکو کرل، تجارت او ټول معاملات ناروا کړل او هغه فتواوي نن هم له موږ سره سته، مګر نن تاسو خلګو ته وایاست چي تاریاک وکرئ، ستا مشر اختر منصور يې تر ټولو لوی قاچاقبر وو او ستا لاس ته له همدې ناروا لاري پیسې در رواني دي. نو له هغو ایاتونو، حدیثونو او فقهي عباراتو دي نن ولي انکار وکړ؟ ایا له دې ټولو نصوصو ستاسو انکار ستاسو د الحاد او ارتدار سبب نه کېږي؟

رسول الله په حدیثو کي وايي چي الله پاک دی او یواي پاک څه قبلوي.مسلم شریف. مګر تاسو د دې حدیث برخلاف له خلګو د تاریاکو زکاتونه اخلئ، ایا دا عمل مو له دې حدیث څخه انکار نه دی؟

مخکي مي یو حدیث ذکر کړ چي لمونځ، قبلې ته مخامخ کېدا او د مسلمان د ذبیحې خوراک د مسلمانۍ ثبوتونه دي چي ذمه يې له الله او رسول سره ده. مګر د دې برخلاف تاسو همدا مسلمانان په څومره وحشت او بربريت وژنئ، ایا له هغو ټولو نصوصو ستاسو انکار نه څرګندوي چي د مسلمان له وژنې سخته ممانعت په کي سوی؟

تاسو هر وخت د شرعي امیر ټينګار کوئ، په داسي حال کي چي د شرعي امیر لپاره قریشیت لازمي دی. ځکه حدیث کي دي: الائمة من القریش. دې ته ورته نور حدیثونه هم سته. نو ستاسو کوم امیر پر دې معیار پوره وو؟ که دا کار نه کوئ او نه يې لازم بولئ نو ولي تاسو له نصوصو په انکار ځان نه خرابوئ او بل يوازي په هوايي تورنو له حدیثو منکر او کافر ګڼئ!؟

دا یوازي څو بیلګي دي که نه ډېری داسي نصوص سته چي تاسو په خپل ژوند کي ترې ښکاره انکار کوئ، البته دا مقاله يې د یادولو نه ده.

په اعلامیه کي یادونه کوي چي اسلامي امارت.

ما وړاندي هم یادونه وکړه چي د اسلام نوم د خپلو ګټو او سوداګرۍ لپاره کاروئ. دا څنګه اسلامي دی چي مسلمان وژني؟ دا څنګه اسلامي دی چي له خپلو وروڼو حزب اسلامي سره مو کلونه – کلونه جنګ وکړ او په سونو انسانانو مو سره ووژل، خو لا هم ستاسو امارت اسلامي دی!؟ ستا جګړمار په خپله ویلي دي چي مولوي پېروز مو د وهابيتوب؟ له امله مړ کړ. نو ستا اسلاميتوب همدا اجازه در کوي چي ستا له فکري مکتب پرته د نورو پيروان وژنه؟ همدې ته تاسو اسلامي امارت وایاست؟ د اسلام په ناسمو تعبیرونو مو هم مسلمانان بد نام کړل او هم افغانان، خو دومره ټيټ سویه یاست چي تر اوسه مو د تحریک د نوم (د افغانستان اسلامي امارت) او بیا د خپل مشر د غټ پرېړ قلب (امیر المومنين) ترمنځ تناقض ته هم پام نه سو؟ دا څنګه کېدای سي چي امارت تر افغانستانه محدود وي، خو مشر ته يې بیا د ټولو مسلمانانو امیر ویل کېږي؟

اعلاميې پېروز د شریر عنصر په نوم یاد کړی.

مولوي پېروز تر ننه نه د طالب او نه د کوم بل انسان پر لاس یا پښه ور ختلی، نو بیا شریر عنصر څه مانا؟ تاسو چي انسانان وژنئ، سړکونه خرابوئ، پلان ورانوئ، عامه لاري بندوئ، بازارونه تخریبوئ، پر روغتون، مکتب، پوهنتون، مسجد، بازار، هدیره، واده او ورا بريدونه کوئ، له امارتیانو ماسیوا نه داعش منئ، نه حزب منئ، نه د محمد رسول ډله منئ، نه د ملا داد الله ډله درته د منلو وړ ده. د شريعت هر نص د خپلو ګټو په خاطر يوه ورځ يو ډول منئ او بل ورځ بل ډول، یوه ورځي دعوت ورته کوئ او بله ورځ يې ردولو ته بانې جوړئ، نو ایا هغه څوک شریر دی چي انسان لا څه مرغه ته يې هم ازار نه رسېږي، که هغه څوک چي مقدساتو ته له سپکاوي سره ټول انساني او ديني ارزښتونه توهینوي او حتا په لکونو کي انسانان يې وژلي؟ په قران کي تاسو د انسان وژنې لپاره بم ځای پر ځای کړ، په دې تاسو شریر عنصر نه یاست، اما پېروز يې تفسیر وژباړه له دې امله به شریر عنصر وي!؟ رسول الله ص وايي: د دښمن ځمکې ته قران له دې امله مه وړئ چي سپکاوی ورته ونه سي، خو تاسو د اسلامي امارت دعوه داران په خپله د قران سپکاوی کوئ، له دې امله نو تاسو مجاهدين او پېروز چي خپل ژوند يې د دې قران د تشريح لپاره وقف کړی وو، هغه شریر عنصر وو؟

اعلامیه کي راځي: د مولوي غفور په وژلو ټولو منحرفو ته د اسلام او عالم له ادرسه چي اسلام تخریبوي اخطار ور کول کېږي.

تاسو چي د سولي له دينه د جنګ دین جوړ کړی او ډېری ایاتونه و حدیثونه مو کاږه کړي، نو ایا تاسو انحراف ته ملا نه ده تړلې؟ دا څو لسيزې د خدای، رسول، قران او اسلام په نوم مسلمان افغانان وژنئ، ایا دا مو له دين څخه برملا انکار او انحراف نه دی؟ تاته دا حق چا در کړئ چي ته یو فکر کوه بل دي نه کوي؟ ته یو مذهب جوړه وه او بل دي نه جوړوي؟ ته یوې مفکورې ته دعوت کوه او بل دي نه کوي؟ ستا تعبیر دي د اسلام په نوم معرفي سي او د نورو تعبیر دي د اسلام د تخریب په نوم؟ تاته ستا له ټولو انحرافاتو سره د ژوند حق در کول کېږي او ته يې هم غوښتنونکی يې، مګر د بل پر مرۍ دي بیا چاړه ور ايښې؟ ته پر ځينو اجتهادي او مبهمو مفاهيمو خلګ وژنې، نو مجاهد يې، او بل اسلام ته د سولي د دين په نوم ویلو د مرګ وړ دی!؟ له دې یادو او سلګونو نورو کږو اعمالو سره تاسو سوچه مسلمانان یاست او نور منحرف دي؟

اعلامیه کي دي ویلي چي د جهادونو په دې ویاړلي کور کي.

ښه، ستاسو جهادونو موږ ته کوم ویاړ راوړی؟ یوازي دي معنوي او مادي فقر ملت ته راوړی. د هیواد تخریب، د ملت د ويښو کسانو وژل، د لارو، پلونو، پلچکونو ورانول، د زده کړو مخ نیوی، د عالمانو، لیکوالو، ژورناليستانو، مشرانو، پولیسو، اردو او ډېرو نورو انسانانو وژل. ایا همدا ویاړ دی؟ تاسو شرم نه لرئ چي د هیواد تخریب، د زده کړو مخ نیوي، د انسانانو وژنې او د مادي و معنوي فقر راوړلو ته ویاړ وایاست؟. دا ویاړ دی چي په پاکستان کي هر ډول رسوايي او ذلت منئ خو خپل هیواد او ملت ته مو سوټی بند کړی؟ د هیرا منډۍ د څنګ په کور کي ژوند درته سخت نه دی، مګر په افغانستان کي د فحاشۍ په بې ځایه تور دي جنګ ته ملا تړلې، ایا دا سر ناخلاصي ویاړ دی؟ په دې یويشتمه پېړۍ کي لا هم تاسو فکر کوئ چي د افغان وژنې دا روان جنګ مو ویاړ دی. نن ازادي نړۍ وال په زده کړو او اقتصاد کي ويني. د نړۍ هر قوم چي له دې دوو ارزښتونو بې برخې سو، هغه به د ازادي له هر څومره شعارونو سره – سره پېړۍ – پېړۍ د بل په غلامي کي تېروي. لکه همدا نن چي تاسو له دې دواړو بې برخې یاست، نو د پاکستان بې قیده او شرطه غلامۍ ته مو سرونه ټيټ کړي او د هغوئ په غوښتنه خپل ملت او هیواد تخریبوئ.

سمې لاري ته ستاسو د راتلو په هیله!

۲۰۱۷/جون/۹

2 thoughts on “د مولانا پېروز په اړه د طالب ترهګرو د اعلاميې ځواب! / زبير افغان”
  1. په طالبانو او پاکستاني داعش کې داسې خلک نه بهرتي کیږي چې خط ولوستلای شي یا یې سر په خلاص شي . لیکنه دې ډیره ښه لیکنه ده خو خر په رباب څه خبر دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *