هر که او بیدار تر، پُر درد تر

هــر او آگـاه تــر، رُخ زرد تر

*****

ماهـی از سر گنده گردد، نی ز دُم

فـتـنه از عمامه خــيزد، نی زخُــم

(مولانا)

د ۲۰۱۷ کال د می د میاشتې په پنځه لسمه نیټه، له خپلو دریو ملگرو(محمد همایون بهادر، اسماعیل سعادت او محمد بشیر) سره، د ترکیې اناتولیه ښار ته د یوه تفریحي ــ علمي سفر په موخه ورسیدم.

په دې اته ورځني سفر کې موږ وتوانیدو چې د خپل یو ملگري (همایون بهادر) په لارښونه له وخت او پروگرام نه ډیر تاریخي ــ تفریحي ځایونه وگورو. موږ وکولای شول چې د ترکیې انتالیا، الانیه، محمود لر، قونیه ښارونه،  دوه موزیمونه او په الانیا ښار کې «آبشار» نومی تاریخي ځای او د «دیم چای» په نامه ښکلې او تاریخي دره وګورو، خو په دې ترڅ کې زما یوه هیله دا هم وه چې باید د مولانا دربار ته یو ځل ورشو.

همداسې هم وشول. د می په ۱۷ نیټه موږ څلور واړه د مولانا د دربار پر لور و خوځیدو، خو لومړی دا چې: زه څنگه د پوهنتوني زدکړو په پیل کې له مولانا سره معرفي شوم او د مولانا د مثنوي لوستل مې څنگه پیل کړل؟  

له مولانا او «مثنوي معنوي» سره زما آشنايي:

د مولانا مثنوي د نړۍ د ادبیاتو په تاریخ کې د تر ټولو ښو آثارو په ډله کې یو دی. د مثنوي د شپږو(۶) دفترونو په ترڅ کې، د شپږویشت زرو (۲۶ زره) بیتونو په لمن کې، څلورسوه  څلیرویښت (۴۲۴) داستانه په «رمل مسدس مقصور یا محذوف» [فاعلاتن/ عاعلاتن/ فاعلن] بحر کې ویل شوې ده.

سم مې په یاد نه دي چې ۱۳۵۵ هـ ش کال و که ۱۳۵۶ هـ ش کال، چې زموږ د یوه کورني بنډار په ترڅ کې مې پلار پر ډیرې مطالعې ټینگار کاوه، مور به مې یوازې ښوونځی یاداوه او… په همداسې یو مجلس کې ما لطیف لالا(ډوکتور لطیف بهاند) ولید چې مخامخ را ته ناست و. زما په لاس کې د رحمان بابا د دیوان یوه زړه دود وهلې چاپي نسخه وه او له لطیف لالا سره د مولانا د«مثنوي معنوي» یوه کاپي په لاس کې وه چې د کابل پوهنتون د عمومي کتابخانې مهر ور باندې لگیدلی و.

لطیف لالا په هغه مجلس کې زه مخاطب کړم،«مثنوي معنوي» یې په لاس کې راکړه او راته وې ویل:

«کله، کله دې دنیا ته هم سر ښکاره کوه.»

له هماغه وخت نه ما د «مثنوي معنوي» لوستل پیل کړل. د مولانا د شعر رواني او سلاست ښه خوند را کاوه، خو په ډیرو ځایونو مې سر نه خلاصیده. بیا چې کله د شپیتم کال په ژمي کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د علمي کدر په غړیتوب ومنل شوم، نو کله، کله به مې په یوه آرامه فضا کې «مثنوي معنوي» ورو را واخیسته او په لوستلو به مې پیل وکړ. دې کار ډیر کلونه دوام وکړ.

داسې هم وشول چې د سرو، شنو او سپینو بادونو چلیدلو زور پسې واخیست، له بادونو نه په منډه شوو او د بادونو له چړو نه د خلاصیدو په موخه، له هیواده وتلو ته اړ شوم. څه موده مې د روسیې په ماسکو کې په سر گردانۍ او بې سر نوشتۍ تیره کړه، خو په همغه حالت کې مې هم یو ځل د مولانا د نوم او مثنوي څرک تر سترگو شو.

په روسیه کې یو لیکوال و «رادی فش» نومیده، هغه د مولانا په باب لوی کتاب لیکلی و او ښاغلي عالم دانشور دري ژبې ته ژباړلی و. هغه کتاب چاپ شو او موږ یې د مخکاته په محفل کې گډون وکړ، هلته له یاد کتاب نه یو ټوک راکړل شو، یو څه مې ولوست، خو بیا مې له لاسه و وت.

وروسته له هغه مې د بې سر نوشتۍ او وطني اور نه د خلاصون په موخه ایله ځان تر ډنمارک پورې را ورساوه. د ډنمارک د نوي ژوند، نوي چاپیریال او نويو کارونو په دایره کې نه کیدل چې د مثنوي بحر ته ننوزم.

په ۲۰۰۷ کال کې وتوانیدم چې بیا وطن ته لاړشم، نو مې تر هر څه د مخه هغه کتابونه تر لاسه کړل چې هره ورځ به مې اړتیا ورته درلوده چې یو په کې «مثنوي معنوي» و. ما د مثنوي هغه چاپ پیدا کړ چې غوښته مې.

چې بیرته ډنمارک ته را ورسیدم، بیا مې د «مثنوي معنوي» لوستل پیل کړل، خو له لوستلو نه مې مخکې د همدې چاپ مقدمه، د مثنوي شپږ واړه دفتره، بیا په همدې چاپ کې د «کشف الابیات» تر سر لیک لاندې د بیتونو لارښود او په پای کې د دفترونو فهرستونه، د ځانگړو کاغذونو په وسیله په نښه کړل، څو د اړتیا په وخت کې ژر تر ژره پته پیدا کړای شم.

د مقدمې په لوستلو مې پیل وکړ. په مقدمه کې د مولانا او مثنوي په باب کومه نوې خبره نه وه، هماغه پخوانی مالومات د نویو جملو په چوکاټ کې، خو هماغه پخوانی مالومات هم د ایرانیانو د فرهنگي تجاوز او لاس اچونو دې کلماتو را ته زهر کړل:«… شیدا ترین شاعر و عارف ایران، حضرت مولانا…» (مولانا جلال الدین محمد بلخي، مثنوي معنوي، ۱۳۸۴، مقدمه، ص ۳)        

اوس هم «مثنوي معنوي» هر کله زما مخې ته یا څنگ ته، پر میز راته ایښې وي او په ښه آرام وخت کې یې پاڼې اړوم.

اوس د مولانا ښار ته، قونیې ته:

د ترکیې اناتولیه ښار ته په رسیدو سره، مازدیگر مهال په خپل ټاکلي استوگنځي کې ځای پر ځای شوو. سبا ورځ مو هم د اناتولیه ښار په لیدلو تیره کړه او ماښام مهال مو د خپل استوگنځي په اړخ کې له یوه توریستي شرکت نه قونیې ښار ته د سفر له پاره یو موټر کرایه کړ.

زموږ په ملگرو کې یو تن چې همایون بهادر نومیده، له موږ نه مخکې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره دوه ځلې د مولانا دربار ته ورغلی و او لاره ښه ورته مالومه وه. د ده په لارښوونه، سبا سهار د ۲۰۱۷ کال د می په اوه لسمه نیټه، سهار اته بجې د قونیې پر لور وخوځیدو. د مولانا دربار ته د رسیدو له پاره، موږ باید  شاو خوا دوه سوه څلویښت کیلومتره لار وهلې واي.

لار ډیره ښکلې وه، یو خوا یې لکه زموږ د وطن په څیر طبعي ښکلا درلوده، بله خوا دومره کار شوی و چې زما له اټکل نه لرې و. په داسې جگو غرو باید اوښتي وای، لکه سالنگ، خو توپیر یې دا و چې دا غرونه شنه او آرامه وو، د سالنگ غرونه نا شنه او نا آرامه.

کله مو چې د استوگنې سیمې شا ته پاتې شوې، موږ پوه شوو چې نور مخ په بره یو، د واټ په څنگونو کې هر څو کیلومتره وروسته د مسافرینو د دمه کولو له پاره واړه، واړه رستورانونه هم جوړ شوي وو. د غرونو سر ته چې و رسیدو، همایون بهادر ملگري مو و ویل:

«دا د غرونو سر دی، دلته یو وړوکی رستوران دی، یوه پیاله ترکي چای ته به دمه شو.»

له ما سره درې واړه ملگري غږیدل، خو زه غلی وم، زه د خپل وطن او خلکو د نستلژي د باد په چړو غوڅیدم او له ځان سره مې ویل:

ــ دا پر موږ افغانانو څه شوي دي چې زموږ ویاړونه له موږ نه تل لرې پاتې وي، دا پر موږ څه شوي دي چې بیا په خپلو ویاړونو پسې په سوونه، لا زرگونه کیلو متره لارې وهو چې د زیارت لیدلو ویاړ یې را په برخه شي، بیا چې ور شو زیړ مخ یې مزار ته دریږو:

ــ دا مې زړه کې تیریدل چې دا مولانا او کورنۍ یې څنگه او کومو سیاسي او ټولنیزو ستونزو دې ته اړ ایستل چې وطن پریږدي او بیا تر قونیې پورې راشي، د ژوند او فکر په بټۍ کې ښه پوخ شي او وروسته د پلار له مرگه، د پلار ځای ناستی شي، د شمس لیدل او د هغه د لیدلو په پایله کې یې په ژوند او فکر کې د داسې بدلون راتلل، چې تحلیل یې تر نن پورې ځینو ته مبهم دی او لسهاوې نورې پوښتنې، خو په پای کې مې په دې تورو ځان ته قناعت ورکړ چې:

دا به خدای ورته لیکلي وو چې مولانا دې د ترکیې په قونیه نومي ښار کې داسې دایمي دربار کوي چې بیا به د دنیا له نږدې او لرې هیوادونو نه خلک ور ته را روان وي او…

دا کار وشو، مولانا په قونیه کې دربار وکړ، دایمي دربار یې وکړ او دا دی د هغه دربار ورځ تر بلې لا مجلله کیږي او پرتم یې لا زیاتیږي، داسې یې پرتم زیاتیږي چې چینایان له چین نه ورته را روان وي او اروپایان له اروپا نه.

د غره له سره مخ پر ځوړ ور روان شوو، یوازې همایون بهادر د واټ تور زړه ته ځکه کتل چې موټر له لارې مرور نه شي. موږ درې تنه بیا هم د شا و خوا غرونو په ننداره بوخت و، چې لاربلدي غږ وکړ:

«دا لاندې ښار قونیه نومیږي، دا د مولانا ښار دی.»

زه له ډریور سره په مخکیني سیټ کې ناست وم، ښه ننداره مې کولای شوه، تقریباً ټول ښار مې لیده او ځان مې د مولانا د تاندې ځوانۍ، زلمیتوب، ځوانۍ او عاشقۍ دوران ته ورساوه او له ځانه سره مې چُرت واهه او ښار ته مې ویلې چې: زوی دې لوی شه ښاره! د مولانا قدمونه به پر تا ایښودل شوي وي، ته به د هغه د خنداگانو، ژړاګانو، خبرو عاشقۍ ، خوارۍ او… شاهد وې، چې ته به پوهیدې که به نه پوهیدې…

زه لا د خیالونو په ټال کې زنګیدم او د مولانا په باب مې له تورو سره لوبې کولې چې بهادر غږ وکړ:

«دا هم قونیه او دا هم د مولانا دربار!»   

نه پوهیږم له اروپا نه و وایم که د مولانا له خپل وطن نه، د ورځې دولس بجې شا وخوا، لکه د نورې دنیا بې وزرو مرغان، موږ هم د مولانا د دربار انگړ ته ور ننوتو. همایون بهادر ته هر څه مالوم وو، لکه زموږ لارښود، یو په یو یې هر څه را ښودل. له معمول سره سم موږ د زیارت کولو دود پر ځای کړ.

د مولانا په دربار کې د سلگونو خلکو داسې گڼه گوڼه وه چې هیڅ چا له بل چا سره کار نه لاره، هر چا یو بل ته درناوی کاوه.

د مولانا د دربار په څنگ کې، تر هماغې یوې گُنبدې لاندې، د مولانا موزیم هم و. ټول هغه څه چې مولانا ته منسوب و، هلته په ځانگړو ځایونو کې د علمي اصولو له مخې ایښودل شوي وو، خو زما له پاره ډیره په زړه پورې د «مثنوی معنوی» تر ټولو معتبره نسخه وه، چې د قونیې د نسخې په نامه مشهوره ده، او د پوهنتون د تحصیل او تدریس په دورو کې مې په ځلونو له خپلو استادانو نه (علامه پوهاند رشاد نه نیولې، تر پوهاند عبدالرزاق زهیر او فاروق فلاح پورې) د دې نسخې په باب اوریدلي و.

د مثنوي معنوی کومه چاپي نسخه چې زه اوس په واک کې لرم، د همدې قونیې نسخې له مخې چې په ۶۷۷ ق کې لیکل شوې ده، برابره، مقابله، تصحح او چاپ یې په لوی مولانا پیژندونکي نیکلسون پورې اړه لري. (مولانا جلال الدین محمد بلخي، مثنوي معنوي، ۱۳۸۴)        

هماغه  شیبه ما د خپل یو ملگري په مرسته دا عکس د مثنوی معنوي د قونیې له خطي نسخې څخه واخیست:

د مثنوی معنوي دا خطي نسخه چې تر ټولو پخوانۍ او اصیله نسخه بلل شوې ده، د مولانا له مړینې پنځه کاله وروسته په ۶۷۷ ق کې لیکل شوې ده او ښیگڼه یې دا ده چې دا نسخه  د ننه په هغې ودانۍ کې د مولانا له مړستون څخه تقریباً لس متره لرې په یوه ځانگړي شیشه صندوق کې ساتل کیږي.

موږ تقریباً دوه ساعته د مولانا په دربار کې وو، د دې دوو ساعتونو په اوږدو کې د مولانا دربار ته د خلکو تگ راتگ، د زیارت کولو مراسم، د ځینو ژړاگانې دعا گانې او په تیره د مولانا د مړستون په څنگ کې د دومره لوی او ښکلي جومات جوړول چې د عادي خلکو پام یې ډیر ژر ور اړاوه؛ ما چې دا ټول ولیدل، را ته ښکاره شول چې د مولانا میراث ته دومره د چا ور پام نه دی. هغه فکر او لید لوری (طرز فکر) چې مولانا درلود، هغه څه چې مولانا غوښتل او هغه میراث چې له مولانا نه د ده په اشعارو کې پاتې دی؛ دا هر څه پر ځای پاتې دي، د مراسمو ډیره سلنه مذهبي بڼه درلوده او لیدل کیدل چې خلک داسې دعا کوي چې د مولانا په روی له خدای نه کوم څه غواړي.

د مولانا د دربار په څنګ کې چې کوم لوی جومات ودان کړای شوی و، خپله ودانۍ کیسه کوله چې ډیره پخوانۍ نه ده، د جومات په مخ کې یو لوی میدان و، خلک به هلته ولاړ او د مولانا د زیارت او جومات ننداره به یې کوله.

همایون بهادر نه مې د سماع د گډا په باب پوښتنه وکړه چې د دې گډا ځای خو ما د مولانا د دربار په منځ یا شاو خوا کې و نه لید، څنگه داسې کوم ځای شته که نه؟ هغه را ته و ویل چې: «و شته، موږ ورغلي وو، خو سماع  یوازې د جمعې په شپو تر سره کیږي او…»

دا یې هم و ویل چې دلته د مولانا په نامه یو لوی فرهنگي مرکز هم جوړ شوی دی، خو نن یې د کار ورځ نه ده، د بیرته ستنیدو په وخت کې یې د لارې په اړخ کې راوښود، ما هم د لارې له اړخ نه دا عکس ورنه واخیست:

مثنوي معنوي» د مولانا د افکارو زیږنده ده، خو د میلیونونو انسانانو د افکارو هنداره یې گڼلای شو او دغه ننداریز توب یې دی چې سړی ویلای شي چې:

مولانا اوس هم خبرې کوي، که څوک غواړي له مولانا سره وغږیږي، د مثنوي بحر ته دې ور ننوزي.

دا یې هم ټول بشریت ته د کلام او سلام یو څو بیتونه:

اﺯ ﭘـﺪﺭ ﭘـﺮﺳﯿـﺪ ﺭﻭﺯﻯ یـک ﭘﺴـﺮ

ﺑﻬﺘﺮﯾﻦ ﺩﯾﻨﻬﺎ ﻛﺪﺍﻡ ﺍﺳﺖ ﺍﻯ ﭘــﺪﺭ؟

ﮔـﻔﺖ ﻣﻦ ﺑﺎ ﺩﯾﻦ ﻧﺪﺍﺭﻡ ﻫـﯿـﭻ ﻛــﺎﺭ

ﭘـﯿﺶ ﻣـﻦ ﺩﯾـﻨﻬﺎ ﻧـﺪﺍﺭﻧـﺪ ﺍﻋـﺘـﺒــﺎﺭ

ﭼــﻮﻧـﻜـﻪ آوردیـم ﻫـﺮ ﺩﯾـﻦ ﺟﺪﯾـﺪ

ﺍﺧــﺘــﻼﻑ ﺑـﯿـﺸـﺘـﺮ ﺁﻣــﺪ ﭘــﺪﯾـــﺪ

ﻛـﯿـﻨﻪ ﻫــﺎ ﻭ ﺩﺷـﻤـﻨﻰ ﺑـﺴﯿـﺎﺭ ﺷﺪ

ﺟـﻨـﮕـﻬـﺎﻯ ﻣـﺬﻫـﺒـﻰ ﺗـﻜــﺮﺍﺭ ﺷﺪ

ﺧﻮﻥ ﻣﺮﺩﻡ ﺭﯾﺨﺖ ﺑﺮ ﺭﻭﻯ ﺯﻣﯿﻦ

ﺑـــارﻫـﺎ ﻭ ﺑـــﺎﺭﻫــﺎ ﺑــﺎ ﻧـــﺎﻡ ﺩﯾﻦ

ﻧــﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧـﻢ ﻧﻪ ﺗــﺮﺳﺎ ﻧـــﻪ ﺟﻬﻮﺩ

ﺳﺮ ﺑﻪ ﺣﻜـﻢ ﻋـﻘـﻞ ﻣـﻰ ﺁﺭﻡ ﻓـﺮﻭﺩ

ﻋـﻘـﻞ ﻣﯿﮕـﻮﯾﺪ ﻛﻪ ﻋـﯿﺶ ﺑـﯿـﻜﺮﺍﻥ

ﻫﺴﺖ ﺩﺭ ﻫـﻤـﺰﯾﺴﺘﻰ ﺑﺎ ﺩﯾﮕــﺮﺍﻥ

ﺩﯾـﻦ ﻭﻟﻰ ﮔـﻮﯾﺪ ﻛـﻪ ﺧﻮﻥ ﻛﺎﻓﺮﺍﻥ

ﮔـﺮ ﺑﺮﯾﺰﻯ ﺍﺟـﺮ ﺩﺍﺭﻯ ﺑـﯿﻜــﺮﺍﻥ

ﺩﯾـﮕــﺮ ﺍﻧﺪﯾﺸﺎﻥ ﻫــﻢ ﺁﺧــﺮ ﺁﺩﻣـﻨﺪ

ﺩﯾﻦ ﭼـﺮﺍ ﮔﻮﯾﺪ ﻛﻪ ﻣﻬﺪﻭﺭ ﺍﻟﺪﻡ ﺍﻧﺪ

ﻣﻦ ﺑﺪﯾﻦ ﻋﻠﺖ ﻧﺪﺍﺭﻡ ﺩﯾﻦ ﻭ ﻛـﯿﺶ

ﺗﺎ ﻧـﺮﯾـﺰﻡ ﺧﻮﻥ ﻫﻤﻨﻮﻋﺎﻥ ﺧﻮﯾﺶ

ﺗـﻮ ﻫـﻢ ﺍﻯ ﻓـﺮﺯﻧﺪ ﺗﻨﻬﺎ ﺍﺯ”ﺧـﺮﺩ”

ﭘﯿـﺮﻭﻯ ﻛـﻦ ﺗﺎ ﺑﻪ ﻣـﯿﻨـﻮﯾـﺖ ﺑــﺮﺩ

ﺑـــﺎ ﺗــﻤــﺎﻡ ﻣــﺮﺩﻡ ﺭﻭﻯ ﺯﻣـﯿـــﻦ

ﺩﻭﺳﺘﻰ ﻛﻦ ﺑﻬﺘﺮﯾﻦ ﺩﯾﻦ ﺍﺳﺖ ﺍیـن

(مولانا)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *