څه باندې لس ورځې کیږي، طالبانو د لغمان په یوشمېر سیمو کې روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه تړلي او ناروغانو ته اجازه نه ورکوي چې دې مرکزونو ته د درملنې لپاره ورشي. دې وضعیت سیمه ییز خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او خبرداری ورکوي، که هر څه ژر ورته حل لاره پیدا نشي او یاد مرکزونه بېرته فعال نشي؛ نو د سیمې خلک به له لویو روغتیايي ننګونو سره مخ شي.
د لغمان سیمه ییز چارواکي هم مني چې طالبانو یوشمېر روغتیايي مرکزونه تړلي خو وايي، چې د پرانستلو هڅې یې پيل کړي دي. د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالطیف قیومي وایي:” د عامې روغتیا د وزارت په منظورۍ مو وغوښتل چې د الینګار په ولسوالۍ کې د ښو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه سیمه یزو خلکو ته ولسوالۍ ته څیرمه یو روغتیایې مجهز مرکز جوړ کړو، خو طالبانو له موږ څخه وغوښتل چې د ولسوالۍ پر ځای دې نوموړی کلینیک د دوی تر واک لاندې سیمه کې جوړ شي.

د لغمان ولایتي ادارې دا خبره ونه منله، چې په بدل کې یې طالبانو په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې شته روغتیايي مرکزونه د خلکو پر مخ وتړل.” ښاغلي قیومي وویل، یوازې هغه کلینیکونه تړل شوي دي، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي او د حکومت تر ادارې لاندې ټولو سیمو کې کلینیکونه فعال دی. نوموړي زیاته کړه، چې د دې ستونزې د حل لپاره څو ځلې قومي سپینږیرو د روغتیايي مرکزونو د پرانستلو لپاره منځګړتوب او هلې ځلې وکړې، خو هیڅ پایله یې ورنه کړه.
خو د سیمې اوسیدونکي بیا د ښاغلي قیومي خبره ردوي او وايي، چې د الیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالۍ اړوند په ټولو سیمو کې کلینیکونه د طالبانو له خوا د ناروغانو پر مخ تړل شوي دي. د الیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ننني افغانستان اونیزې ته وویل:” د الیشنګ والسوالۍ کلینیک، چې د ولسوالۍ په بازار کې موقعیت لري او له والسوالۍ سره په نږدې فاصله کې دی، د دولت د مخالفو وسله والو په امر تړل شوی دی، چې په دې ورځو کې یې ناروغانو ته هیڅ ډول خدمات نه دي تر سره کړي.” له بلې خوا بیا د الیشنګ د لوی کلي سیمه ییز کلینیک له تړل کېدو وروسته د نامعلومو کسانو له خوا لوټ او په کې ټول شته وسایل غلا شوي دي. په نوموړي سیمه کې د یوه شخصي کلینیک څښتن ډاکټر فیصل حمزه خیل په دې اړه وویل: ” د څه باندې لسو ورځو را په دېخوا زموږ د سیمې کلینیک د وسله والو مخالفانو په امر تړل شوی و، خو له پرون را هیسې د قومي سپینږیرو په هلو ځلو سره د روژې د میاشتې تر پایه پورې د طالبانو له لوري بیرته خلاص شوی دی، چې له بده مرغه په تېرو څو ورځو کې د نامعلومو کسانو له خوا د کلینیک ټول سانونه هم غلا شوي دي، چې اوس مهال د سامان د نه شتون له وجې بیا هم هيڅ ډول خدمات په کې نشته.” د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکي هم له دغسې وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، چې د روغتیايي مرکزونو تړل کیدو له ستونزو سره مخ کړي دي. د سیمې اوسېدونکی معلم محمد انور وايي:” له دواړو خواوو هیله کوو، چې عام المنفعه ځایونه او تاسیسات دې د خپلو سیاسي موخو لپاره نه کاروي. له دې لارې دې خپل اهداف نه تعقیبوي، ځکه چې په دې سره به د عام او مظلوم ولس ستونزې لا پسې ډیرې شي.” ښاغلي محمد انور هیله من دی، چې دې ستونزې ته د دولتي لوړپوړو چارواکیو له خوا ژر تر ژره د حل یوه لار پیداشي. د لغمان د عامې روغتیا رئیس په دې اړه وايي، چې د دې موضوع د حل لپاره یې څو څو ځلي د قومي سپینږیرو له لارې له مخالفینو سره تماسونه نیولي دي، مګر تر دې دمه دغه خبرو اترو کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې. هغه یادونه وکړه، چې په دې اړه د سویډن له موسسې سره هم ناسته لري څو د دې ستونزې د حل لپاره یوه مناسبه لار پيدا کړي. تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
نوټ: دغه لیکنه د ننني افغانستان اونیزه کې هم خپره شوې ده