افغانستان هره ورځ تورو خاورو ته د لسګونه ځوانانو د لېږد شاهدي اداء کوي. له بده مرغه زموږ وطن له يوې داسي پردۍ او نارواه جګړې سره لاس و ګرېوان دی چي نه يې د بریا څرک ولګېد، نه يې لوری څرګند سو. له پنجابه راغلې فتوا مو هره ورځ د ځانمرګو، ماينونو او مخامخ جګړې له امله د ګڼشمېر ځوانانو ژوند اخلي.
د جګړې دا وروستی ۱۴ کلن بدبخته مزل چي د هېواد په ټولو ولايتونو کي يې پيل کړی، زموږ د ټولني راتلونکی پښت يو په بل پسې ابدي ژوند ته ورستنوي. د ۲۰۱۷ کال د جون ۲۰ چي د سېشنبې له ورځي سره برابره وه هلمند ۷ کسه د پولیسو ځوان افسران له لاسه ورکړل. په دې ډله کي يو جمعه خان دوستيار و چي له نيژدې لسو کلونو راهيسي يې د پوليسۍ قمربند د وطن د خدمت لپاره تر ملا کړی و. دوستيار په ټولنه کي د عادي انسانانو په څېر نه و. هغه يو داسي سپېڅلی وطنپاله افسر و چي هېواد به يې تل يادوي. هغه پرون د طالبانو له لوري پر سړک د ښخ سوي ماين ښکار سو.
شهيد جمعه خان يو له داسي افسرانو و چي نه يې له وطن سره خيانت کاوه، نه يې له خلکو سره ظلم کاوه، نه يې رشوت اخيست، نه يې غلا کړې وه نه يې چور. د هغه په معصومه، او ښکلې څېره کي د وطنپرستۍ نښانې د لمر په څېر له ورايه ځلېدې. خدای بخښلي دوستيار په حکومتي دستګاه کي د فاسدينو، چورواکو او زورواکو سخت مخالف و. هغه نه يواخي دا چي عملاً يې د ټوپک پر مټ وطن ته چوپړ کاوه، بلکي، پر ټولنيزه رسنۍ فېسبوک يې هم مبارزه کوله، او مينه يې د خلکو زړونو ته ورننوتې وه.
دوستيار د یوې قوي مقکورې څښتن و. هغه دا جګړه پردۍ بللې وه او اقرار يې کاوه چي دواړو خواوو ته يې افغانان وژل کېږي. هغه پر فېسبوک په خپلو ورستيو پوسټونو کي ليکلي ول:”دا پردۍ جګړه ده دواړو خواوو ته يې د غريب زامن وژل کېږي”. بل ځای يې ليکلي ول:” خپل دوستيار ته بخښه وکړئ، شايد داسي ورځ راسي چي ستاسو په منځ کي نه وي” شهيد دوستيارد هلمند په سختو جګړو کي ماموريت ترسره کړی و.
هغه تقريباً په ټولو ولسواليو کي دنده اجراء کړې وه او د هېواد د دفاع په ډېرو جګړو کي يې لاسونه تڼاکي سوي ول. دوستيار يو متحرک، ځېرک او ويښ ځوان و. هغه د فېسبوک له لاري د خلکو او پوليسو ترمنځ د يوه سالم ارتباط په توګه کار کاوه. خپلي شمېرې يې پر فېسبوک خپرولې، او په واور- وارو يې ولسونو ته خبر ورکړی و چي د ستونزو د حل لپاره اړيکه ورسره ونيسي. دوستيار د فېسبوک پر نړۍ يو وطنپرسته، د نظم څښتن او د رښتني لاري څراغ و. هغه پر خپل فېسبوک طالبانو ته په خطاب کي دا پوسټ کړی و” بلا دي واخلم خاموشۍ باندی دي نه وژنمه
زما قاتل يې خو له زړه درته بخښنه کوم” د حکومت د اصلاحاتو په اړه يې دا پوسټ خپور کړی و: نا اهل، فاسد، و خاين سړی که پر دنده وګومارل سي، د موقف ساتلو لپاره به د دې بې چاره ولس سره څه څه ونکړي”. بيا يې ليکلي: دا ملک اول کمېشنکارانو، او دويم خرڅ کړو جاسوسانو خراب کړی، لعنت دي وي باندي”
هغه دا ډول په سلګونه ليکني، او نظريات خپاره کړي ول چي دا د يوه رښتني سرتېري څرګندويي کوي. دوستيار له يوې غريبي کورنۍ څخه و. هغه د دې لسو کلونو په جريان کي نه رتبه واخیسته، نه يې لوړ موقف ترلاسه کړ. شخصاً ما هغه له نيژدې پېژانده، څومره هېوادپالنه، او رښتينولي چي ما په ده کي ليدلې وه په ډېرو کمو خلکو کي ليدل کېږي. د دا ډول سرتېرو له لاسه ورکول د هېواد لپاره اساسي زيان دی. هر سړی، عسکر کېدلی سي، خو وطنپال او رښتنی نه سي کېدلی.
د رب تعالی له درباره لوړ جنتونه ورته غواړم. په اخر کي د افغانستان حکومت ته وړانديز کوم چي د دغه سرتېري له کورنۍ سره مرسته وکړي، او يواځي يې پرېنږي.