تور کاڼى د خوست ولايت د لکڼو په سيمه کې د ټول خوست سيندونود اوبو هغه کاسه ده چې د خوست تقریباً ټولې اوبه  د همدغې ځاى څخه تيريږي، له دې اوبو څخه د پاکستان د بنو په سيمه کې د برښنا د تولید لپاره بند (ډېم) جوړ شوى، خو په له بده مرغه په دا شپاړس کلونو کې نه دولت او نه غيرې دولتي ادارې دې سيمې ته توجه کړئ ده،.

 په غالب ګمان د ظاهرشاه په وخت کې جرمنيانو د لکڼو د اوبو د کاسې  مقدماتي سروى کړې وه، که چيرې دلته د اوبو بند جوړ شي، لاندې ګټې به يې خوست ولايت ته ورسيږي:

خوست ولايت به د متحرک برق څخه برخمن شي لکڼو دډنډو صحرا به، چې تقريباً 14000 جريبه ځمکه ده، خړوبه شي د نوموړي ډيم څخه به د کبانو د فارم او تفريحي ساحې په شکل هم استفاده کولى شي د افغانستان په اقتصاد باندې مستقيم مثبت تاثير لري، بلا نورې ګټې هم لري،،،، موږ خو د ارګ سره چندان خوړل و چخل نلرو تاسو کې کوم داسې سترګور او ژبور نشته چې دغه مفته مشوره د ارګ په غوږ کې پو کړي دا کرښې همدلته مه دفن کوى، دا افغان شموله او خوست شموله ګټه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *