د سپين غر په لمونو کې د اوبو ذخيره وي بندونو جوړولو پنځه کلن پلان تائيد شو.
د ولايت پرمختيايي کمېټې غونډه کې په يو شمېر موضوعاتو د بحث ترڅنګ د اوبو سينديزې حوزې له لوري د سپين غر ولسوالۍ په لمونو کې د اوبو ذخيره وي بندونو جوړولو پنځه کلن پلان تايد شو.
د PDC غونډه، چې د غبرګولي په ۳۱مه ولايت مقام کې د ننګرهار والي په مشرۍ تر سره شوه په کې د ولايت سکتوري ادارو رئیسانو، د موسساتو مسئولينو او ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد ګډون کړی و.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغې غونډې پر مهال لومړی د دې ولايت پر امنيتي او اقتصادي حالاتو خبرې وکړې او د امنيت او اقتصاد پر پياوړتيا يې ټينګار وکړ.
نوموړي د اوبو ذخيروي بندونو د پنځه کلن پلان په منظورۍ خوښي څرګنده کړه او مسئولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د دغه پلان په تطبق کې لازم اجرات تر سره کړي.
ده د موسساتو او سکتوري ادارو مسئولينو څخه وغوښتل، چې د کوټ، اچين او په ځانګړي ډول د پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې او سليمانخيلو سيمې، چې له داعش څخه پاکې شوي رغنيزې پروژې او بې ځايه شويو کورنيو سره بيړنۍ مرستې ژر تر ژره تر سره کړي.
د پي ډي سي سکرتر او اقتصاد رئيس حمدالله افغانيار د تير مجلس پرېکړې او تر سره شوي کارونو په اړه معلومات شريک کړل.
د سينديزې حوزې رئیس وويل، چې د دوی ادارې د سپين غره په لمونو کې د اوبو ذخيره وي بندونو او سربندونو پنځه کلن پلان جوړ کړی.
ده وويل، چې دغه بندونه د حصارک، شیرزادو، خوږياڼو، پچیراګام، هسکې مېنې، اچين، سپین غر او نازیانو ولسواليو کې جوړیږی، چې په جوړولو سره به يې د بزګرانو للميزې ځمکه خړوبه او برېښنا کوټونه به پرې جوړ شي.
په همدې حال کې د پوهنې، روغتيا، کار ټولنيزو چارو، ټولګټو، او اطلاعاتو کلتور ادارو رئیسانو د خپلو تر سره کړيو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه مسئولينو د مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه او د لا نورو مرستو هيله يې وکړه.
د اقتصاد رئیس د ولايت ټولو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د روان کال انکشافي بوديجې لګښت په اړه بشپړ راپور اقتصاد رياست ته وسپاري.
د غني خيلو ولسوالۍ د وروستۍ پېښې شهيدانو کورنۍ غړو ته د تسليت او فاتحې مراسم تر سره شول
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غبرګولي په ۳۱مه په ولایت مقام کې د غني خيلو ولسوالۍ د سياه چوب سيمې وروستۍ پېښې شهيدانو کورنيو غړو ته د تسليت او فاتحې مراسم تر سره کړل.
د غني خيلو ولسوالۍ د سياه چوب په سيمه کې دوه ورځې وړاندې د شپې لخوا د صفر ۲ قطعي ځواکونو په عملياتو کې د يادې سيمې پنځه تنه، چې درې يې د چرګانو فارم لرونکي او دوه يې د ښوونځي زده کوونکي و په شهادت رسولي او پنځه تنه یې له ځان سره ژوندي بیولي دي.
د فاتحې په دغه مراسمو کې د ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت، د شورا غړي عبيدالله شينواري او اسرار الله مراد، د غنې خيلو او سپين غر ولسواليو مخورو او د شهيدانو کورنيو غړو ګډون در لود.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په شوې پېښه خواشيني څرګنده کړه.
نوموړي او د فاتحې برخوالو د شهيدانو کورنۍ غړو ته د فاتحې او تسليت مراتب وړاندې کړل، شهيدانو ته يې د الله پاک له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
ننګرهار والي ډاډ ورکړ، چې د شهيدانو کورنيو غړو سره به د سرپناه او د ژوند نورو برخو کې لازمې مرستې وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې د يو تن نيول شوي په خلاصولو کې به د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.
نوموړي په ولسونو غږ وکړ، چې سره يو شي او په خپلو سیمو او کورونو کې مخالفينو ته د فعاليت او اوسيدو اجازه ور نه کړي، ترڅو په راتلونکې کې زمونږ ولسونه د دا ډول پېښو څخه وژغورل شي او په امن کې ژوند وکړي.
د غني خيلو ولسوالۍ د سياه چوب کلي قومي مشرانو وويل، چې د روژې مبارکې مياشتې په ۲۴مه د شپې يوه نيمه بجه د دوی په کلی عمليات تر سره شول او ټول خلک يې په وير کينول.
نوموړو وويل، چې په دغه پېښه کې د پيوه خان د دري زامنو په ګډون پنځه تنه په شهادت ورسیدل، چې زده کوونکي او د چرګانو فارم کې کار کوونکي و.
دوی وويل، چې پنځه تنه يې له ځآن سره وړي چې څلور يې ازاد شوي او يو تن لا هم بندي دی.
قومي مشرانو غوښتنه وکړه، چې دولت دې د بې ګناه وګړو له وژلو ډډه وکړي او په هر ځای کې چې عمليات کوي د ولسي وګړو ژوند ته دې پاملرنه وکړي.
دوی غوښتنه وکړه، چې د دغه پېښه دې وڅيړل شي او د دوی نيول شوی تن دې ژر تر ژره ازاد شي.
په توره بوړه کې د امنیتي قواو د عملیاتو ستاینه وشوه .
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دې ولایت د امنیت په شورا په ځآنګړې غونډه کې چې د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر او ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت هم په کې ګډون کړی وو د پچیراګام ولسوالۍ په تورې بوړې سیمه کې د امنیتي قواو د ترسره شوو عملیاتو څخه ستاینه وشوه .
د دې غونډې پر مهال سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،تېره ورځ یې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د داعش ځپلو په موخه په توره بوړې سیمه کې پیل شوي عملیات له ټولو مسؤلینو سره یو ځآی ولیدل .
هغه په یاده سیمه کې له لسیزو کلونو ځنډ وروسته د هېواد د وسله وال ځواک تر ټولو ستر او بریالي عملیات وبلل او ډاډ یې وښود،چې قواوې به په یاده سیمه کې نورې لاسته راوړنې هم تر لاسه کړي .
د دې غونډې پر مهال مسؤلینو د ولسي جرګې غړي او د پلاوي مشر حاجي عبدالظاهر قدیر او ولایتي شورا رئیس سره یو ځای په پچیراګام په ځآنګړي تورې بوړې سیمه کې د پآکوو شوو سیمو د ساتنې په اړه هم بحثونه او پرېکړې وکړې .
د ننګرهار والي په مشرۍ د امنیت شورا په دې ځآنګړې غونډه کې په ګڼ شمیر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو هم خبرې اترې او بحثونه وشول .
د ننګرهار استيناف محکمې مشرتابه او کارکوونکو له لوري د شهيد قاضي شېرالرحمن دکورنۍ د غړو په شتون کې د ارواښاد فاتحه د استيناف محکمې په انګړ کې واخيستل شوه.
دفاتحې په دغه مراسمو کې د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس خالد اوريا سربېره داستيناف محکمې قضاتو او کارکوونکو ګډون کړی و.
دفاتحې په مراسمو ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده د ارواښاد قاضي شېرالرحمن کړي خدمتونه وستايل او ځان يې دمرحوم له کورنۍ سره په غم کې شريک ياد کړ .
قاضي زادده وويل، شهيد شير الرحمن يو دينداره، صادق او نيک انسان و او خپله دنده يې په صداقت او ايماندارۍ مخته وړله.
دفاتحې ګډون والو ارواښاد ته دالله ج له درباره دفردوس جنت، ټپيانو ته دبېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو او خواخوږو ته د جميل صبر هيله وکړه.
قاضي شېرالرحمن د سيف الرحمن زوی د چپرهار ولسوالۍ په شولانې کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې او په ديارلس سوه دوه اتيا کال يې د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي څخه د فراغت سند تر لاسه کړی و.
مرحوم شېرالرحمن په هلمند ولايت کې د جزا دېوان درئيس په توګه د دندې د ترسره کولو سربېره دقضا په بېلابېلو برخو کې نږدې يولس کاله دخپلو هېوادوالو خدمت وکړ.
ارواښاد شېرالرحمن دروان کال جوزا مياشتې په دېرشمه نېټه سهار له کور څخه د مقدسې دندې (قضا) په لور روان و ، چې موټر پورې يې د نښلول شوي ماين د چاودنې له امله په شهادت ورسید.
د ننګرهار حج او اوقافو رياست له لوري ۴۳۷ تنو ديني عالمانو څخه د خطابت او امامت په موخه ازموينه واخيستل شوه.
د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني د ازموينې پرمهال وويل، چې تردې وړاندې د مساجدو ملا امامانو د اجيرانو په توګه امتياز ترلاسه کولو؛ خو پدې وروستيو کې د دولت د ځانګړې پاملرنې له مخې به د دې ازموينې وروسته څلور شپيته ديني عالمان د ازادې سيالۍ له لارې چې په مساجدو کې به د خطابت او امامت چارې مخې ته وړي د درېيم او او څلورم بست امتياز به ورکول کيږي .
د حقاني په خبره د ۴۳۷ تنو څخه ازموينه اخستل کيږي ، چې له مخې به يې يو تن په دريم بست کې د خطابت او دري شپيته تنه په څلورم بست کې ملاامان غوره شي .
نوموړي داهم وويل، چې په ننګرهار کې پنځه نيم زره مساجد دي ، چې د ياد رقم څخه يوسل يو اويا مساجد د حج او اوقافو رياست سره په رسمي بڼه ثبت دي .
د يادونې ده ، چې تردې وړاندې هم يو شمېر ديني عالمان د ازادې سيالۍ له لارې د خطابت او امامت لپاره غوره شوي دي.
ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلوځلو يوسل پنځه اتيا راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کډوالو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رياست د بيړنيو حالاتو امر محمد جاويد ستانکزی وويل، چې له ياد رقم څخه سل کورنۍ له ګاونډي هيواد پاکستان څخه خپل هيواد ته راستنې شويدې ، چې د دوی په هڅو او د شانتي رضاکاره ټولنې په مالي همکارۍ هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه ، شل کيلو وريجي ، شل ليتره غوړي ، بوره ، چای او د نور د اړتيا وړ توکي ورکړل شول .
نوموړی زياتوي پنځه اتيا داخلي بې ځايه شوې کورنۍ ، چې پدې وروستيو کې له چپرهارولسوالۍ څخه راکډه شوي ، د ډبليو ايف پي ادارې له لوري ورسره د يو اندازه خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ستانکزي په خبره د نورو راستنو شوو کورنيو سروې روانه ده ، چې پدې نږدې راتلونکي کې به ورسره نغدي او د خوراکي توکو مرستې ترسره شي .
د کډوالو چارو رياست مسئولين وايي د تير يوکال په اوږدو کې يې پنځه څلويښت زره داخلي بې ځايه شوو او راستنيدونکو کډوالو کورنيو سره د يو شمير خيريه ادارو په مالي همکارۍ نغدي اود اړتيا وړ توکو مرستې ترسره کړي چې په وينا يې دا لړۍ اوسمهال هم روانه ده .
د ګمبيري ګارنيزيون په جامع مسجد کې د تراويحو په لمانځه کې دقرآن عظيم الشان ختم ترسره شو.
د ګمبيري ګارنيزيون په جامع مسجد کې د قرآن عظيم الشان ختم چې څو ورځې وړاندې د تراويح په لمونځ کې تلاوت کېده تېره شپه پای ته ورسيد.
د قران عظيم الشان د ختم په موخه جوړو شويو مراسمو کې د۲۰۱سيلاب قول اردو دعقيدتي او فرهنګي چارو آمر بريد جنرال قاري محب الرحمن، دقول اردو د عقيدتي او فرهنګي چارو مرستيال ډګرمن مولوي عجب خان ساپي، د ګمبيري او چپه دريا کليو يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو ، د قول اردو د قرارګاه او جزوتامونو يوشميرآمرينو، افسرانو ، بريدملانو اوسرتيرو ګډون کړی و.
مولوي معراج الدين او دقول اردو د عقيدتي او فرهنګي چارو مرستيال د روژې د مبارکې مياشتې او په ياده مياشت کې د تراويح لمونځ ، نوافلو او د قرآن عظيم الشان د ختم د ترسره کولو د فضيلت په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.
دوی وويل، چې د روژې مبارکه مياشت د رحمتونو او نيکمرغيو مياشت ده چی د يادې مياشتې په رارسيدو سره الله ج په خپلو بندګانو رحمتونه نازلوي او همدا راز خپلو بنده ګانو ته د رحمتونو اوبخښنې د روازې پرانيزي.
د قران عظيم الشان د ختم ګډونوالو په ګران هېواد افغانستان کې د تل پاتې سولې په موخه د الله ج دربار ته لاسونه لپه کړل.
د کار او ټولنيزو چارو رياست په هلوځلو پنځه اويا کورنيو ته دکار زمينه برابره شوه.
د د ې ادارې رئيس عبدالحکيم شېرزاد وايي، چې د ماشوم ساتنې مرستندويه ادارې په همکارۍ يې هغو پنځه اويا کورنيو سره د کارکولو په موخه داجناسو مرسته وکړه، چې ماشومان يې دسرک پر سر په درنو کارونو اخته وو.
شېرزاد وويل، چې دې کورنيو ته د اوولسو وړو کاروبارونو زمينه برابره شوه، چې موخه يې له شاقه کارونو د ماشومانو ژغورل ، د هغوی دکورنيو اقتصادي ملاتړ، له څوارلس کالو کم عمره ماشومانو ته د زده کړې او له څوارلس کالو زيات عمر لرونکو ته دکسبونو دزده کړې زمينې برابرول دي.
دکار او ټولنيزو چارو رئيس په وينا دهمدې پنځه اويا کورنيو سل ماشومان اوس په زده کړو بوخت دي.
ديادونې ده چې تېرکال د همدې رياست په هڅو د بېلابېلو مرستندويه ادارو په مالي همکارۍ يوولس سوه څلور اتيا کورنيو ته دغه ډول د وړو کاروبارونو زمينه برابره شوې وه.