د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- له تروریستي ډلو سره د پاکستان د ملاتړ په اړه سپینې ماڼۍ ته د پینتاګون د راپور له وړاندې کېدو وروسته پاکستان اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره له چین سره په ګډه کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا نن /پنجشنبه/ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د پخلاینې او سولې په بهیر کې د چین مخ په زیاتېدونکی رول د دغه جنګ ځپلي هیواد د سولې لپاره مهم دی.

ده په عین حال کې وویل چې پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره همکارۍ ته له وړاندې لېوالتیا ښکاره کړې ده.

زکریا وویل چې د تروریزم پر ضد جګړه د پاکستان په خپله ګټه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه هراړخیز راپوره وکړې چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د وضعیت په اړه سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړ.

په دغه راپور کې، چې د افغانستان د حالاتو په اړه د ولسمشر ټرمپ ادارې ته لومړنی راپور بلل شوی دی، په زغرده ویل شوي چې پاکستان د خپلو حیاتی ملي ګټو په خاطر د افغاني تروریستي ډلو لکه طالبانو او حقاني شبکې کلک ملاتړ کوي.

د ټرمپ د ادارې چارواکي وايي، یو علت چې د افغانستان په اړه یې نوې ستراتیژي ځنډولې دا دی چې دا ستراتیژي یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د افغانستان د جګړې د بهرني عنصر یعني پاکستان لپاره هم ده.

ګومان کېږي چې په نوې ستراتیژۍ کې به پاکستان ترفشار لاندې راوستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *