د ام ټي ان مخابراتي شرکت د خپل ۲۱ ورځني کلني کمپاین په ترڅ کې له اسرا دارالایتام سره، چې د کابل ولایت احمد شاه بابا په مېنه کې موقعیت لري، د یو مجهز کتابتون مرسته وکړه. نوموړی کتابتون د بیلا بیلو مضامینو د کتابونو درلودونکی دی، چې په مختلفو کچو چمتو شوي دي، ځینې کتابونه یې د ام ټي ان له لورې ورته له ځایي بازارڅخه پیروودل شوي او نور هغه یې ورته د ام ټي ان د کارکوونکو لخوا په وړیا توګه ډالۍ شوي دي. سربیره پر کتابونو د ام ټي ان شرکت نوموړي کتابتون ته کمپیوټر، میز او چوکۍ او د انټرنټ بې سیمه وسایل هم چمتو کړي دي تر څو لوستونکي وکولای شي د انټرنټ له لارې د کتاب لوستنې او مطالعې او علمي موضوعګانو د پلټنې په برخه کې له بهرنۍ نړۍ سره ونښلیږي.
د ام ټي ان دغه نوښت د نوموړي شرکت د یلو پاملرنې ۲۱ ورځني کلني کمپاین په وروستي پړاو کې ترسره شو چې له دې مخکی يې په مسلسله توګه د بي بي مهرو ښوونځي د ښوونکو لپاره د کمپیوټر وړیا زده کړې کورس او یو مجهز کمپیوټر لب مرسته کړې ده، همداراز يې د سید نور محمد شاه مېنې د نجونو عالي ښوونځي لپاره د قرطاسیې مرسته او د عبدالحی حبیبي عالي ښوونځي چې په کابل ښار کې موقعیت لري د ټولګیو لپاره د خیمو مرسته کړې ده، همدا راز يې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي لپاره د انټرنټ کارونې ښوونیزه تګلاره او د نوموړي ښوونځي لپاره د انټرنټ وسایلو، او د معلوماتي ټکنالوجۍ وسایلو، د بیلګي په توګه هارډسکونو، یو اس بی، او درسي سی ډی ګانو مرسته کړې ده.
د ام ټي ان مخابراتي شرکت د مؤسسه یئ خدمتونو د څانګې مشر ښاغلي هدایت الله زاهد د غونډې په پیل کې څو مهمو ټکو ته پدې ډول اشاره وکړه:
د ام ټي ان افغانستان رهبري هئیت د ښوونې او روزنې او د ښوونځیو ارزښت ته په کتو او د ټولنې په پرمختګ کې د ښوونې او روزنې د ونډې په درلودلو سره دې برخې ته په خپلو مرستو کې لومړیتوب ورکړی، هغه زیاته کړه چې مونږ ژمنه کوو چې په خپل ټول توان او شته امکاناتو به ښوونځیو او د ښوونځیو له ادارو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو. هغه وویل، څرنګه چې تاسو بهتره پوهیږئ چې د یو ښوونځي لپاره د ټولو اړینو کتابونو پېرودل یو ستونزمن کار دی، نو له دې امله مونږ د بريښنایي کتابتون جوړول اړین وګاڼه او باور لرو چې دا کتابتون به د ښوونځي له زده کوونکو او ښوونکو سره په نړیوال معیارد کتابونو په پیدا کولو او مطالعې کې لازمه مرسته وکړي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عبدالغفور لېوال وویل:
زه ډیر خوښ یم چې په یوه داسې غونډه کې ګډون کوم چې د افغانستان د ښوونځیو او د پوهنې سکتور د پرمختګ لپاره جوړه شوې ده، لکه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ غوره لامل د پوهنې په سکتور او زده کوونکو باندې پانګونه ده او په حقیقت کې د افغانستان حکومت له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ په تیره یوه لسیزه کې د پوهنې په برخه کې د پام وړ کارونه او پرمختګ تر سره کړي دی چې په هغې کې د پوهنې کیفیت لوړول، ښوونځیو لپاره سرپناه جوړول، د ښوونکو د ظرفیتونو لوړول او په عصری میتود سمبال درسي کتابونه چاپول ګډون لري، خو باید یادونه وکړم چې لاهم ډير څه کولو ته اړتیا ده چې مرستندویه ادارې او خصوصي سکتور یې باید له افغان دولت سره یو ځای د پوهنې په برخه کې ترسره کړي، زه د ام ټي ان مخابراتي شرکت له دې ګام څخه د زړه له کومې مننه کوم او له نورو مخابراتي شرکتونو څخه مې هم دا غوښتنه ده چې د ام ټي ان مخابراتي شرکت دا لاره تعقیب او د ځوان نسل په پرمختګ کې ونډه واخلي.
د پوهنې وزارت معین ښاغلي ډاکټر ابراهیم شینواري وویل: دا زما لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې په داسې یو پروګرام کې ګډون کوم، چې د هیواد له یوې معصومې طبقې سره د مرستې او همکارۍ پروګرام یعنې د ښوونځیو زده کوونکو سره د مرستې پروګرام دی او دا زده کوونکي د ټولنې له نورو ټولو طبقو څخه د مرستو لپاره زیات مستحق او وړ کسان دي چې د دوي د ودې او پرمختګ لپاره ګټور بلل کیږي.
همدا راز د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاذ لال پاچا ازمون او تکړه لیکوال ښاغلي نجیب منلي هم غونډې ته پخپله وینا کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت او د اسرا دارالایتام له بنسټ ایښودونکي څخه د دغه نوښت لامله د ستاینې تر څنګ مننه وکړه او دا یې هېوادوالو ته د خدمت په ډګر کې یو مهم ګام وباله.
د (یلو پاملرنې ۲۱ ورځني) کمپاین په اړه:
د (یلو پاملرنې ۲۱ ورځنی) کمپاین د ام ټي ان مخابراتي شرکت له لورې په هغو ۲۱ هیوادونو کې ترسره کیږي چېرته چې نومو ړی شرکت خپل فعالیت لري او ددې کمپاین له لارې د ام ټي ان شرکت رضاکاران په وړیا ډول د ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو، تدریسي وسایلو او قرطاسیې په چمتو کولو او د ښوونځیو او جوماتونو په رنګولو کې ونډه اخلي تر څو د زده کونکو لپاره یو مناسب چاپیریال چمتو شي، ددې ترڅنګ د ام ټي ان مخابراتي شرکت یوه خیریه اداره د ام ټي ان خیریه بنسټ تر عنوان لاندې په هغه ۲۱ هیوادونو کې تأسیس شوی ده چیرته چې نوموړی شرکت خپل فعالیت لري ترڅو په دې هیوادونو کې له خلکو سره مرسته وکړي چې دا مرستې داخلي بیځایه شوو، غریبو او بیچاره خلکو ته د سرپناه برابرول، مریضانو ته د وینی ډالۍ کول، د کمپلو ویشل او د زلزلې او طبعي ناورین په وخت کې له دوي سره د نغدو پیسو او دارو درملو مرستي کول دی.