نېټه: ١٣٩۶-۴-۱
کندهار، افغانستان- د IOM يا د کډوالۍ نړيوالي ادارې د عامه اطلاعاتو او حکومتي اړيکو مسئول نصير احمد حيدرزي او د دې ادارې د کندهار سرپرست مسئول اصف پتيالي نن له کندهار والي زلمي ويسا سره په ليدنه کي وويل چي په دې ولايت کي د بيا مېشتېدني ولايتي کمېټه جوړوي.
ښاغلي حيدرزي وويل چي د بيا مېشتېدني د ولايتي کمېټې له جوړېدو څخه يې هدف د کډوالو روزانه ارقام راغونډول، د کډوالو تشخيص او له کډوالو سره د مرستندويه منابعو همږغي کول دي. هغه زياته کړه چي له تېرو ۶ مياشتو راهيسي يې په بولدک کي څانګه خلاصه کړې چي له لاري يې له ګڼو کډوالو سره نغدي او د کورني سامان مرسته کړې ده. نوموړي وويل چي په روانه پروژه کي کډوالو ته د لومړنيو اسانتياوو برابرول، د بايومټريک سيسټم فعالول، ښوونځيو جوړول او په ښوراندام کي د کډوالو ټرانزيټي مرکز دولتي مځکي ته انتقالول شامل دي.
کندهار والي زلمي ويسا د کډوالو لپاره د ټاټوبي يا سرپناه د ځای، د کاري فرصتونو، د مهاجرينو د ښارګوټي لپاره د روغتون، ښوونځي، سپورټي ميدان او نورو اسانتياوو د برابرولو غوښتنه ځني وکړه. هغه زياته کړه کډوال حق لري چي خپل هيواد ته له راستنېدو سره يې د کور، کار او د ژوندانه د لومړنيو اسانتياوو د برابرولو لپاره هڅي وسي.
ښاغلي ويسا ټينګار وکړ چي دا خبري بايد د کاغذ پر مخ پاته نه سي، بلکي هره ژمنه بايد عملي بڼه ولري او خلکو ته يې عملي ګټه ورسيږي.