تاند- د غزني په مُقر ولسوالۍ کې د یوه بس په لاره کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.
پولیس وايي چې د بس چلوونکي ځان له ماینه بچ کاوه خو پر بل وربرابر شو.
د پولیسو یوه چارواکي اسد الله انصافي وویل، په دې چاودنه کې، چې نن سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې وشوه، د ماشومانو په شمول اووه تنه وژل شوي او اوولس ژوبل دي.
د وروستي راپور له مخې په وژل شویو کې ۳ ماشومان او یوه ښځه شامل دي.
د غزني د مرکزي روغتون رييس باز محمد همت وویل چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او احتمالاً به د تلفاتو شمېر زیات شي.
انصافي وویل، د بس چلوونکي، په هغه ځای کې چې ډېر ځلي د دولت وسله وال مخالفان ماینونه ږدي، موټر له اصلي سړکه دښتې ته وګرځاوه چې له ماینه وژغورل شي.
له بلې خوا نن د لوګرولایت په خوښي ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د امنیتي پوستې مخته د موټر په وسیله یوه ځانوژونکې حمله وشوه.
د پولیسو د امر په وینا په دې چاودنه کې د افغانستان د ملي اردو څلور سرتېري ژوبل شول.
دادوطن ددښمنانوکاردی چه نن ورځ دغه خلک وژل کیږی اودا فقط په پښتنوسیموکی کیږی دادپاکستان غلامان دی چه نه غواړی په افغانستان کی امن راشی او په افغانستان کی امن راشی الله دی دوی دالله په عذاب اخته کړی
دافغانستان دسرلوړی او کامیابی په هیله