فضل الحق طاهرزی – 

. د تېرې چهارشنبې پر ورځ زموږ ملګرو چې د بېلابېلو رسنیو ژورنالېستان، لیکوال او د قلم خاوندان وو؛ د حزب اسلامي له امیر سره د کتنې لپاره زړه ښه کړ چې د ځینو مهمو او حیاتي موضوعاتو په اړه اندېښنې ورسره شریکې کړو.

وړاندې له دې چې زموږ د بحث د موضوع سپړلو ته ولاړ شم، غواړم د ښاغلي حکمتیار د هغه شخصیت په اړه څو خبرې وکړم چې له موږ سره د تعامل په پایله کې مې يې په تړاو پریکړه وکړه.

ډیری مخکښ سیاستوال او مطرح شخصیتونه له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې پر خپلو مخاطبینو یو ډول برلاسی ترلاسه کړي او هغه په کاذب ډول اغیزمن کړي. دغه سیاستوال کله کله د خپلو خبرو په پیل کې خپل غږ یا تر اندازې زیات زیر وبم کوي، یا داسې جملې کاروي چې خلکو ته لوړ او مهم ښکاره شي او یا په فزیکي لحاظ داسې کار کوي چې مخاطب یې د کمۍ احساس وکړي او په یو ډول د ده تر اغیز لاندې راشي. ښاغلی حکمتیار په بشپړ ډول متفاوت و، نه مې یې په خبرو کې د اقتدار او ځواکمنتیا لپاره زیروبمي ولیده، نه مې یې د بې ځایه غورو پرړو شور او زوږ ولید او نه مې یې هم داسې کړنه تر سترګو شوه چې ګویا ځان رهبر وښيي. له ټولو خلکو سره د ښاغلي حکمتیار ستړي مه شي او خبرې یو ډول وې، په خبرو او عمل کې یې تر اندازې زیات ادب نغښتی و، په خوله یې یو ډول مسکا خوره وه، دا جرئت یې نه کړ چې چا ته مستقیمې سترګې ونیسي او رډ رډ ور ته وګوري، هر چا ته یې په نرمه لحجه ځواب ورکاوه او حتی په دښمن پسې یې له تېزې خبرې ډډه کوله.  

له ښاغلي حکمتیار سره تر ستړي مه شي او ښه راغلاست وروسته مو بحث پیل کړ، لومړی مو د ټولو ملګرو معرفي وشوه او ورپسې اصلي بحث ته ننوتو. د بحث پیل ما وکړ، له ښاغلي حکمتیار مې داسې ملي داعیې ته له اوږې ورکولو مننه وکړه چې د افغانستان هر قشر، د هرې سیمې ویونکی او د هر سمت اوسېدونکی یې غواړي؛ دا داعیه سوله ده. له ښاغلي حکمتیار سره مې د سولې بېرونی اړخ و نه سپړلو، یوازې په کورني اړخ مو یې خبرې وکړې.

آته یا نهه کاله وړاندې کله چې زه په خپل کلي کې اوسېدم او دیني زده کړې مې کولې، زما ذهنیت تر یو برېده داسې راجوړ شوی و چې په کابل کې له مېشتو خپلوانو سره اړیکه و نه ساتم او هغوی ته د حقارت په سترګه وګورم، ما ته هغه وخت په ځلونو ځلونو ویل شوي وو چې د کابل اوسېدونکي له اسلام څخه منحرف شوي او مخه ښه یې ورسره کړې. کله چې زموږ کور کابل ته راغئ، را ته معلومه شوه چې ټول زموږ په څېر لمونځ کوي، روژه نیسي… هو ځینې داسې کارونه هم وو چې له اسلام سره په ټکر کې وو، خو دا کارونه عامو خلکو نه کول، بلکې ځینې ځانګړو ډلو له بېرونیو کړیو څخه د پیسو اخیستلو په مقابل کې کول.

حکمتیار صیب ته مې په ډاګه کړه چې له پورتنۍ کیسې څخه زه یوازې یوه نتیجه اخیستلی شم، هغه دا چې بهرنیو کړیو زموږ د عام ولس پر عامه ذهنیت تر اندازې زیات کار کړی. په کلیو او بانډو کې عام او بې سواده کلیوال پرته له دې چې له تفکر او تعقل څخه کار واخلي، د هر نیمچه او پوره ملا خبره ورته د تېږې کرښه ښکاري او له هغې څخه انحراف ورته کفر ښکاري.

ښاغلي حکمتیار ته مې وړاندیز وکړ، دا چې وکولای شو د خلکو عام ذهنیت جوړ کړو او پورتنۍ پوچې مفکورې له منځه یوسو، په کار ده چې ستاسو تر مستقیمې مشرۍ لاندې د د حج او اوقافو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډه په ټولو ولایتونو کې د دیني عالمانو ترمنځ په پرله پسې ډول مناظرې جوړې کړي، په هېواد کې د روانې ناولې جګړې ټول هغه دلایل خلکو ته په ډاګه کړي چې نارواوالی یې ثابتوي، همدارنګه د هغو دلایلو په اړه استدلال وکړي چې مخالف لوري یې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره کاروي. دغه مناظرې دې په ټول هېواد کې له مهمو ملي او ټولو سیمه ییزو راډیوګانې څخه په منظم ډول خپرېږي، همدارنګه دې ټول تلویزیونه مکلف کړي چې هره ورځ لږ تر لږه نیم ساعت خپرونې یې د سولې د خبرو اترو لپاره ځانګړی کړي او هره ورځپاڼه، اونیزه، مهالنۍ او مجله دې لږ تر لږ یو کالم د سولې لپاره ځانګړی کړي.

زما د خبرو په پای کې ښاغلي حکمتیار غوښتنه وکړه چې لومړی د همدې موضوع په اړه توضیح ورکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د عامه خلکو د ذهنیت او افکارو ترمنځ د توپیر یوازینی لامل په دیني مدرسو او ښوونځیو کې د واحد نصاب نه شتون دی. هغه ټینګار وکړ څو چې د مدرسې او مکتب نصاب یو نه شي، هېڅکله به د افغانانو ذهنیت یو ډول نه شي. ده زیاته کړه چې په هېواد کې څو د ګوتو په شمېر دیني عالمان دي چې د میراث په موضوع پوهېږي، اصلي لامل یې دا دی چې دوی په ریاضي کې حتی په جمع او تفریق نه پوهېږي؛ همدارنګه په زرګونو ډاکټران، انجینران… دي چې د اسلام له اساسي اصولو څخه چې باید هر مسلمان پرې وپوهېږي، ناخبره دي. هغه له ولسمشر مننه وکړه چې په دې برخه کې یې فوق العاده لېوالتیا ښودلې او ژر به اقدام وکړي.


نوموړي د روانې ناولې جګړې په اړه وویل چې په قرآن او حدیثو کې هېڅ داسې ایت او دلیل نشته چې دغې جګړې ته مشروعیت ورکړي. ده زیاته کړه چې اسلام وایي، که یو کافر یوازې سلام در باندې واچوي، ته یې د وژلو حق نه لرې، اسلام وایي که یهودیان، چې د اسلام او مسلمانانو سرسخته دښمنان دي، په خپل عبادتځای کې پر عبادت مصروف وي، ته د هغې د وژلو او یا یې پر معبد د برید حق نه لرې، نو د مسلمانانو پر عبادتځای د مسلمانانو په منځ کې انتحار او انفجار څه ډول د توجیج وړ دی؟؟…. دې ته ورته یې ټول هغه قراني ایتونه بیان کړل چې پر بنسټ یې روانه جګړه ناروا ده. ښاغلي حکمتیار د بحث په جمع بندۍ کې وویل چې هر څوک روانې جګړې ته مشروعیت ورکوي، هغه جاهل شوي او په غلطه لاره روان دي، دوی له هر څه څخه ناسم تعبیر کوي او د حضرت محمد ص د زمانې د جاهلانو په څېر خپله خبره ورته سمه ښکاري.

د سولې په تړاو تر بحث وروسته نورو ملګرو نجی الله سمون او رووف ځاځي د ځوانانو پر رول، د اداري فساد پر ختمولو، د رسنیو پر اصلاح او د رسنیو له لوري د مبتذلو او ناسمو خپرونو په نشرولو خبرې وکړې. ښاغلي حکمتیار د دوی خبرې پر ځای وبللې چې د یادو موضوعاتو لپاره منظم پروګرام لري او ټوله هڅه به یې دا وي چې د نظام، ټولنې او خلکو د اصلاح لپاره به شپه ورځ هلې ځلې وکړي.

ناسته مو تر څه کم یو ساعت تفصیلي خبرو اترو وروسته د خوشالۍ په فضا کې پای ته ورسېده.


د لیکوال له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *