تاند- د لشکرګاه د پرونۍ تروریستي حملې د شهیدانو شمېر ۳۷ او د ټپیانو ۶۰ ته رسېدلی دی.
په لشکرګاه کې چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې لا هم د یو شمېر کسانو مړ- ژوندي ورک دي.
د ولایتي شورا غړي وايي، لږترلږه د ۱۰ تنو مړي او ژوندي نه دي معلوم. دوی وايي، د دې لپاره چې اکثره کسان د هلمند سین په غاړه سیوري ته په کتار ولاړ ول، د موټر بمي حملې په نتیجه کې ځینې کسان سین ته لوېدلي دي.
وسله والو طالبانو د دې تروریستي او وحشیانه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د هلمند چارواکي او د پېښې شاهدان وايي چې په ټپیانو او شهیدانو کې ماشومان هم شامل دي.
ایران او پاکستان، چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ملاتړ تورن دي، دا برید په کلکه غندلی دی.
د ايران أو پاكستان په تولورهبرانو حور أو مور دي اول عالم …. الله دي دوي په شرمو وشرموي
الله ج د شهیدانو ته د فردوس جنت په نصیب ، ټپیانو ته عاجل صحت ، خپلوانو او د افغانستان مظلوم ملت ته د جمیل صبر ورکړي.
پاکستان ، آی اس آی ، لعنتی ټالبانو ته د ابدي جهنم ورکړي.
خو د افغانستان دولت ته یوه مشوره : مهربانی وکړی دا د کابل بانک یا په بل عبارت د افغانستان د مظلومو خلکو مسلخ چې ټالیبی او داعشی قصابان هلته هره ورځ انسانان وژني ، ډېر ژر بند کړي او د معاشونو د توزیع لپاره بله لار پیدا کړي.