پاړه چنار

تاند- په کوټه او پاړه چنار کې درو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

وروستي راپورونه وايي چې د پاړه چنار په یوه مارکیټ کې نن /جمعه/ دوو چاودنو لږترلږه ۱۵ تنه وژلي او تر ۷۰ ډېر نور ژوبل کړي دي.

ډاکتران وايي چې لږترلږه د ۲۰ ټپیانو حال نازک دی.

چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه په توري مارکیټ کې په داسې کې وشوه چې خلکو د روژه ماتې لپاره سودا اخیسته.

د پاړه چنار چاودنې

تر دې وړاندې په کوټه کې د پولیسو پر یوه مرکز په موټربمي برید کې لږترلږه ۱۳ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.

جماعت الاحرار سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

ترهګرې ډلې، چې د اسلام په نوم وژنې کوي، تر بل هر چا مسلمانان په ځانګړي ډول پښتانه په خورا بې رحمۍ وژني.

پرون د هلمند په مرکز لشکرګاه کې یوې تروریستي حملې چې د طالبانو د هیبة الله ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، ۳۷ تنه ووژل او تر ۶۰ ډېر نور ژوبل کړل.

ویل کېږي چې لږترلږه ۱۰ تنه بې درکه دي.

2 thoughts on “په پاړه چنار او کوټه کې ۳ چاودنو په لسګونو کسانو مړه او ژوبل کړل”
  1. داټوله ترورستي حملې که په آفغانستان کي او که په محکوم آفغانستان کي دآئ ايس آئ تر مستقيمي اداري لاندي او دخارجي ارتجاعي،وهابي او مظخرپ تش په نوم آسلامي هيوادو په حمايه يوازي او يوازي دپښتون دنابودولو لپاره دي.
    تر څو پښتانه دترقي،آذادۍ او آذاد ژوند کولو څخه ليري وساتي او دامنطقه دترورستانو دټريننګ دمرکز حيثيت ولري تر څو دامنطقه ديوې ستراتيژيکي نقطې په حيث دنور آقتصادي حريفانو دمخ نيوي سبب سي.
    نابود دي وي پنجاب او دهغه حاميان او تمويلکونکي.

  2. پنجاب هم دا کوي ، همدا،
    په افغانستان کې یې ټالیب او داعش قصابانو ته دنده ورکړې ده چې پښتان او مسلمانان ووژني، په محکومه پښتونخوا کې یې جماعت الاحرار ، لشکر کثیفه لعنتي ډلې ته وظیفه ورکړې چې پښتانه او مسلمانان ووژني، مذهبي تاوتریخوالې ته لمن ووهي او د هغوي له وژلو دا سادیستي تروریستان او آی اس آی خوند واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *