ولسمشر غني د چین له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کوي

تاند- د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (Wang Yi) نن /شنبه/ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره له خبرو وروسته پاکستان ته لاړ.

ښاغلي (وانګ يي) اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره ولیدل.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دواړو خواوو پر خپل منځي اړیکو او د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د دوه ورځیني سفر په لړ کې د پاکستان د بهرني سیاست له اصلي ټاکوونکي او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وویني.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ښاغلی وانګ به بېرته کابل ته لاړ شي خو په دې اړه افغان چارواکو تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا سفر له دې کبله زیات مهم بلل کېږي چې چین پر پاکستان زیات اغېز لري او خبرې ته یې پاکستان په نسبي ډول زیاته توجه کوي.

ولسمشر غني په کابل کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې پاکستان به د تروریزم پر ضد عملي همکارۍ وکړي او په خپله خاوره کې به د تروریستانو ځالې ویجاړې کړي.

ولسمشر غني همداراز ښاغلي وانګ ته وویل چې د افغانستان او پاکستان له لوري د تروریستانو پر ضد اقدامات دې درېمګړی لوري وڅاري.

پاکستان وايي چې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو خلاف جنګېدونکي په افغانستان کې پناهځایوه لري خو ولسمشر غني وايي چې د دواړو هیوادونو په خاورو کې دې د ترهګرو د ځالو پر ضد اقدامات د یوه درېمګړي هیواد له لوري وڅارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *