پوهنیار سیداصغر هاشمي

ليکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي – 

حکیم الامت امام غزالي په ټولیز ډول د ټولې نړۍ او ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ وتلی اسلامي او فلسفي عالم دی، د ده فکر او نظر د نن ورځې انسانانو لپاره د لارې مشال دی. ده زښت ډېر اثار لیکلي دي چې ځینې اثارو ته یې شهکار ویلای شو لکه د مثال به ډول احیا العلوم الدین، کیمیای سعادت او داسې نور.

ای زویه د امام غزالي هغه اثر دې چې خپل یو شاګرد ته یې لیکلی دی، په دې اثر کې یې خپل شاګرد ته بېلا بېلې لارښوونې کړي دي چې د زده کړې په وخت کې کوم عادتونه پیدا کړي، دا اثر د نن ورځې ټولو زده کوونکیو که هغه د مکتب وي او که د لیسانس، ماسټرۍ، ډاکټرۍ او یا په روزمره ژوند کې که څوک غواړي چې د استاد نه کوم کسب زده کړي نو دا اثر ورته ښې لارښوونې لري.

امام صاحب خپل شاګرد باندې تاکید کوي چې د ښوونې لپاره روزنه ډيره مهمه ده او یا د علم لپاره عمل ډیر مهم دی، په ټولیز ډول د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه نه او په ځانګړي ډول د استادانو هیله کوم چې دا کتاب په هر محصل ولولي او دې ته یې متوجې کړي چې پرې عمل وکړي.

که چېرې دا کتاب متعلمین، محصلان او نورو برخو کې زده کړیلان ولولي نو زه یقین لرم چې زیات او کم توپير به یې په کړو وړو کې پیدا شي.

د کتاب بله برخه استادانو او لارښوونکیو ته ځانګړې شوې ده او استادان ځان پېژندلو ته متوجې کوي، لکه څرنګه چې ستونزې په شاګرانو کې شته دغه شان ستونزې په استادانو کې هم شته، چې امام غزالي خپل شاګراد ته د نصیحت په وخت کې د ښه استاد په ځانګړنو یې هم بحث کړی دی، کله چې دا کتاب ما ولوسته نو ډيرو نیمګړتیاوو ته مې متوجې شوم او کوښښ به وکړم چې د دې کتاب لارښوونې علمي کړم.

د دې کتاب د تدوین چارې په ښه شان سرته رسېدلي دي، تعلیقات، حاشیي، سریزه، د نسخو پرتلنه او ځینې نور مسایل پکې سم ځای ځای راوړل شوي دي.

کتاب درې برخې لري، لومړۍ برخه یې د امام غزالي پېژندنې ته ځانګړې شوې ده، دویمه برخه د احیا العلوم الدین نه د شاګردانو او استادانو د لارښوونې په اړه ځینې د کار خبرې لري او درېیمه برخه یې اصل رساله چې د امام صاحب په لاس لیکل شوې ده(ای زویه) ده.

په کتاب کې امام صاحب داسې لارښوونې کړي دي لکه یو پلار یې چې خپل زوی ته کوي نو ځکه یې خپل شاګرد(د زوی په نامه) مخاطب کړی دی، دا لارښوونې د ننیو کورنیو ډيرو ماشومانو ته هم مهمې دي.

انسان داسې یو موجود او هستي ده چې کله پيدا شي ټول بهرنی ساختمان یې د مور په رحم کې جوړ شوی وي، خو د انسان ذات او یا دننی جوړښت او روح په کتاب لوستلو او پرې عمل کولو باندې جوړیږي نو زما ټولو انسانانو ته توصیه ده چې بهرني جوړښت مو په کارخانه کې جوړ شو او که غواړۍ چې درون او روح مو جوړ شي نو کتابونه ولولی.

دا کتاب یو له هغو کتابونو ځینې دی چې انسان ته ښې لارښوونې لري او له ټولو دوستانو مې هیله ده چې دا اثر ولولي او عمل پرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *