خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۴-۳
کندهار، افغانستان- د افغانستان-هند هوايي سوداګريز دهلېز په لړ کي نن سهار له کندهاره هندوستان ته د کارګو له لاري ۵ ټنه تازه مېوه او ۳۵ ټنه طبي نباتات صادر سول.
د کارګو د ننني لومړي پرواز په افتتاحيه مراسمو کي د کندهار والي زلمي ويسا تر څنګ د افغانستان-هند هوايي سوداګريز دهلېز د پروژې مسئول صديق الله مجددي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند، د اريانا افغان هوايي شرکت عمومي رئيس نادر عمر، په کندهار کي د هند کونسل اين پي سينګ او لسګونه سوداګرو ګډون کړی وو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند د ياد دهلېز پرانيستل د افغانستان د اقتصاد او له هند سره د سوداګريزو اړيکو لپاره مهم او ګټور وباله او له ولايتي چارواکو څخه يې د همکارۍ او اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه. نوموړي وويل چي د تازه مېوې په موسم کي به له کندهاره په اوونۍ کي د کارګو پروازونه کيږي، ځکه د کندهار تازه مېوه تر ټولو ولاياتو زياته ده.
د ياد دهلېز د پروژې مسئول صديق الله مجددي وويل چي هند د افغاني محصولاتو لپاره يو ښه بازار دی او اوس افغان سوداګر کولای سي خپل سوداګريز توکي په ټيټ قيمت تر هندي بازارونو پوري ورسوي. هغه ژمنه وکړه چي د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره به مرسته ونه درېغوي.
د هندوستان کونسل اين پي سينګ د دواړو هيوادو تر منځ د هوايي سوداګريز دهلېز پرانيستل ګټور وبلل او ويې ويل چي له دې لاري به د دواړو هيوادونو تر منځ سوداګريزي اړيکي لا پياوړي او پرمختګ ته لار هواره سي. نوموړي وويل چي هند د افغانستان اقتصادي غوړېدو ته ژمن دی.
کندهار والي زلمي ويسا وويل چي د دې دهلېز له پرانيستل کېدو سره به د افغان سوداګرو محصولات د مځکنيو لارو د بندېدو له امله نه خرابيږي، بلکي د هوا له لاري به نورو هيوادو ته لېږل کيږي چي دا د افغانانو لپاره يو ښه زېری دی. نوموړي د تازه مېوې پر کيفيت او د پېکينګ پر معياري کېدو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چي هيڅ ډول مرسته به ونه درېغوي.