تاند- په هسپانیا کې د یوې ښځې د دعوې پر اساس د نامتو انځورګر سلوادور دالي مړی معاینه کېږي چې ایا دا یې لور ده او که نه ده.
په پلازمېنه مادرید کې یوه قاضي امر وکړ چې د سوریالیست انځورګر سلوادور دالي (Salvador Dali) قبر دې لوڅ شي او د مړي ډي این اې معاینه دې وشي چې د هغې ښځې ادعا معلومه شي چې وايي دی یې پلار دی.
ماریا پیلر ادیل، چې د هسپانیا په شمال کې اوسي، ادعا کړې چې سلوادور دالي یې پلار دی.
دالي په ۱۹۸۹ م کال په ۸۵ کلنۍ کې مړ شوی دی. دی پخپل زېږنځای فیګریس کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د ادیل له ادعا وروسته محکمې پرون /دوشنبه/ حکم وکړ چې د دالي د ډي این اې معاینه ضروري ده څو څرګنده شي چې ایا نوموړی په رښتیا د دې ښځې اصلي یا بیولوژیکي پلار دی او که نه دی.
ادیل، چې په ۱۹۵۶ م کال زېږېدلې، ادعا کوي چې د دې مور په نولس سوه پنځوسمه لسیزه کې هغه مهال له ادیل سره اړیکې لرلې چې د دالي په کورنۍ کې یې کار کاوه.
د هسپانیا الپاییس ورځپاڼه وايي چې ادیل له ۲۰۰۷ م کال راهیسې دعوې ته دوام ورکوي څو دا ثابته کړي چې دا د دالي لور ده.
د دالي هیڅ اولاد نشته.
دو ستا نو ددی دزیږدنی کا ل در ست ندی ځکه که دی په ۱۹۸۹ کا ل کی د ۸۵ کلو نو په عمر مړ شوی وی نو په ۱۹۰۴ کا ل کی به زیږید لی وي نو دا چی تا سو ۱۹۵۶زیږید نی کا ل ذکر کړی دی در ست ندی