تاند- امریکا د حزب المجاهدین د تروریستي ډلې مشر محمد یوسف شاه، چې په صلاح الدن مشهور دی، د تروریستانو په نړیوال لیست کې شامل کړ.

د سید صلاح الدین تر مشرۍ لاندې حزب المجاهدین، چې د کشمیر د تروریستي ډلو په منځ کې تر ټولو ستره ده، د هند پر ضد جنګېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت صلاح الدین پرون /دوشنبه/ مخکې تر دې وکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره وویني.

ټرمپ او مودي له پاکستانه وغوښتل چې د تروریستي دلو له ملاتړه لاس واخلي.

حزب المجاهدین ډله له هند څخه د کشمیر د جلا کېدو او له پاکستان سره د کشمیر د یوځای کېدو غوښتنه لري.

په کشمیر کې نورې جنګېدونکي ډلې د خپلواک کشمیر غوښتونکې دي.

حزب المجاهدین د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هند د هوايي شرکت یوه الوتکه یرغمل او په کندهار کې کښته کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر کې صلاح الدین ژمنه وکړه چې د کشمیر د شخړې د هرې سوله ییزې حل لارې مخه نیسي او کشمیر به د هندي پوځیانو په هدیرې بدل کړي.

د امریکا د دې پرېکړې بر اساس د صلاح الدین شتمنۍ یوازې په امریکا کې ضبط کېږي.

One thought on “امریکا د حرکت المجاهدین مشرپه تور لیست کې شامل کړ”
  1. امریکا د نړۍ د بدو پلارونو په لست کی اول مقام لری چی خپل بچیان او لمسیان په تور لست کی شاملوی خو مګر په تور لست کی خط سپین وی هسی یی نوم تور لست دی هههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *