تاند- یو امریکايي بندي، چې ۳۲ کاله پخوا له محبس څخه تښتېدلی و، ونیول شو.
د راپورونو له مخې سټیون دیشمن د ۱۹۸۵ م کال په مې میاشت کې د ارکانساس له بنده وتښتېد. ده په محبس کې ۷ میاشتې تېرې کړې وې.
که ده د قید موده پوره کړې وای نو د ۱۹۸۷ کال په دسمبر کې به خوشي شوی وای.
اوس چې دیشمن ۶۰ کلن دی د ارکنساس په سپرینګدیل ښار کې نیول شوی دی.
د ارکنساس ایالت د محبسونو د ادارې چارواکي وايي چې ستیون دیشمن باید د قید پاتې موده په محبس کې تېره کړي.
دا هم ممکنه ده چې له محبس څخه د تېښتې په خاطر د ده د قید دوره نوره هم اوږده شي.
د ارکنساس ایالت له محبسونو څخه ۴ تنه نور هم تښتېدلي او امنیتي ځواکونه یې د موندلو په لټه کې دي.