اختر د انسانانو لپاره د لوی خدای ج له لوري د خوشالی ډالۍ ده په ټوله اسلامي نړۍ کې اخترونه نمانځل کیږي ، په افغانستان کې بیا په تیره د پښتنو په یو شمېر سیمو کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو ترڅنګ ځینې خلک دودونه هم پکې پالي .
هره ټولنه ځان ته دودونه او نمانځنې لري ، غواړم دلته د خوست په اخترونو یو څه ولیکم د سپین ږیرو په خبره په خوست کې د پخوانيو اخترونو او اوسنیو اخترونو نمانځلو لږ توپیر کړی دی ، پخوا به چې کله اختر رانږدې شو د کلیو ژڼکیو ( ځوانانو ) به ورته میاشت وړاندې تیاری نیوه .
د دوی به لومړی کار دا و چې د اختر د شپې یا د نکریزې د شپې لپاره له غرونو او سحراګانو څخه لرګي راټول کړي دوی به ډیره اندازه لرګي یو ځای انبار کړل تر څو د اختر په شپه ورته اور ورکړي او ځوانان ورته اتڼې وکړي لاسونه سره کړي او بنډارونه وکړي ، خو اوس دا دود تر ډیره ښار ته په نږدې سیمو کې له منځه تللی ممکن په لرو پرتو سیمو کې اوس دا دود په کمه اندازه لمانځل کیږي .
همدا ډول به چې اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې شوې ځوانانو به د کلي بنډار ځای یا جمه ځای تیاروه تر څو پکې اتڼونه وکړي هر چاه به چې ښې څڼې ویښتان درلودل د اختر په ورځو کې به یې د شړشمو په تیلو غوړول د څڼو اچولو سیالی به کیدې او سیمه ایزو سندرغاړو پکې کنسرټونه کول په هیواد کې د شته بدبختیو له امله دا ډول بنډارونه او د ځوانانو مجلسونه په نشت حساب دي .

د یو سپین ږیري قومي مشر په خبره پخوا به اختر تر اوو ورځو پورې داسې نمانځل کیده لکه د اختر لومړی ورځ چې وي خو اوس په هغه ډول نه نمانځل کیږي ، د نوموړي په خبره پخوا به د ځوانانو لخوا په کلي قوم کې هغه خلک ناغه کیدل چې د اختر په دې اوو ورځو کې به یې کار کوه .
څو کاله وړاندې به کلیوالو د اختر ډوډۍ داسې خوړله چې ټول کلی به په ډلیز ډول د ډوډۍ پر وخت هر کور ته ورتلل څو ګولۍ ډوډۍ به یې وخوړله بیا به بل کور ته تلل ، د هر کور په حجره کې به د خوست مشهور او دودیز خوراک ډنډکۍ یا مۍ وریژې او د غوا غوړي ایښي و ، خو اوس که ډیر کم دا دود نمانځل کیږي له منځه تلونکی دی .
همدا ډول به هګۍ جنګول د اخترونو خاص اړخ و هر چاه به په سرو شنو دسمالونو کې هګۍ تړلي وې ټاکلي ځای ته به راغونډیدل خو اوس دا دود هم په ډلیز ډول نه ترسره کیږي خو له منځه نه دی تللی بلکې کم شوی دی .
اوسنیو اخترونو کې د ټکنالوجۍ په راتګ سره اخترونو او یو شمیر نورو دودونو بدلون کړی ، ځوانان په موټرو کې تر لرې ځایونو ځي هلته خوارکونه تیاروي او موسیقي اوري اتڼونه کوي .
کوژده شویو نجونو ته د هلک د کورنۍ لخوا ډالۍ ورلیږل کیږي ، کوژده شوی زوم یا واده شوی هلک د نجلۍ کور ته ورځي چې خوستوال ورته زوم ګیري وایي له زوم څخه د جنۍ د پلار کلیوال نږدې دوستان څه اندازه پیسې اخلي او په غوړیو لړل شوی جام په یو لاس پورته کوي چې دا ډیر ستونزمن کار دی همدا ډول دوستان او ملګري د یو بل کورونو ته ورځي مبارکی کوي .
بدبختانه اوسنیو اخترونو کې د هر ځوان په څیره کې یو پټ درد لیدل کیږي لامل یې په هیواد کې شته بدبختی د سولې نشتوالی روان جنګونه دي په دې هیله چې پښتون ولس یو ځل بیا د پلارونو او نیکونو له منځه تلونکي د اختر دودونه راوژندي کړي او د خوشالیو له ورځو په ارامه او سوکاله ډول خوند واخلي.