تاند- د ناټو اروپايي متحدانو د دې تړون د دفاع وزیرانو په پرونۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به نور پوځیان ولېږي خو د شمېر په اړه پرېکړه یې د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر بشپړېدو پورې پرېښوده.
رویټرز خبري اژانس وايي، سره له دې چې د اروپايي هیوادونو ولسونه لېواله نه دي چې پیسې یې د افغانستان په جګړه کې ضایع شي یا یې ځوانان قرباني شي، خو د بروکسل په غونډه کې د اروپايي هیوادونو دا ژمنه د طالبانو د ماتولو په وړاندې د دوی د ارادې کلکوالی ښيي.
اژانس همداراز وايي، د اروپایانو پرېکړه دا حقیقت هم ثابتوي چې د امریکا متحدو ایالتونو او متحدانو یې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار واخیست.
دا خبره د امریکا دفاع وزیر جنرال جېمز ماتیس هم د ناټو د بروکسل په غونډه کې وکړه، ویې ویل چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستانه د ټولو جنګي ځواکونو د ایستلو پرېکړه سمه نه وه او ټولو له بیړې کار واخیست.
د ناټو د بروکسل په غونډه کې ماتیس د دغه تړون له غړیو او نورو متحدانو وغوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.
رویټرز وايي، د ناټو قوماندانان تر راتلونکي کال پورې د شواخوا ۱۲۰۰ نورو پوځیانو پر لېږلو کار کوي، خو ماتیس د لېږل کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه څه ونه ویل.
ده وویل، تراوسه پورې د ناټو غړیو د ۷۰ سلنې خلا د ډکولو ژمنه کړې ده.
«موږ لا هم تشه لرو خو هیله ده چې د ناټو غړي به یې ډکه کړي.»
بریتانیا، ناروې او لیتوانیا هغه هیوادونه دي چې په زغرده یې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو اعلان کړی دی.
د ناټو غړیو د افغان هوايي ځواک او د خاصو ځواکونو د پیاوړتیا ژمنه هم کړې ده.
دا دوې د افغانستان د حکومت ځانګړې غوښتنې دي.
ولسمشر غني په وروستیو کې وویل چې د خاصو افغان ځواکونو شمېر به، چې اوس ویل کېږي، ۱۷ زره دی، دوه برابره کړي.
دفاع وزارت هم تاییدوي چې د خاصو ځواکونو قطعه به قول اردو ته لوړه شي ځکه چې دغو ځواکونو په جګړه کې لوی پېټی په غاړه اخیستی او عملیاتو یې زیاته نتیجه لرلې ده.