پوهنمل مومنه دارنۍ

لیکوال:امام غزالي

ژباړه: پوهنمل مومنه درانۍ

کله چې د دغو مطالبو چې موږ يې مخکې ذکر تر سره کړ، غور او دقت رامنځته شي، د دغو امراضو اسباب، مرضونه او ادويه يا دوايي د انسان په فکر او نظر کې کشفېږي او ورباندې پوهېږي او که چېرته بيا هم انسان د هغه په کشفولو کې پاتې راشي، نو د دې هڅه وکړي، چې لږ – لږ د نورو اشخاصو له اعمالو څخه داسې تقليد وکړي، چې هغه خلک د ده د نظرياتو پر وړاندې يا د ده د نظر پر وړاندې ده ته منل شوې وي له هغو څخه دې بايد پيروي وکړي او د تقليدي ايمان له لارې دې ځان معالجه کړي، ځکه ايمان د علم په شان د درجو درلودونکی دی او علم وروسته له ايمان څخه ترلاسه کېږي.

په اړه يې الله تعالی فرمايي:

[يَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَالَّذِيْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ]

ژباړه:

هغه څوک چې دا تصديق کوي او پر دې باوري وي، چې يوازينۍ لار الله تعالی ته د رسېدلو لپاره د شهواتو ترک کول او له هغو سره مخالفت لرل او د دنيوي لذتونو څخه ځان ساتل دي، ولې د دغو د ترلاسه کېدو په عواملو، واجباتو، رازونو او اسرارو باندې ځان نه پوهوي، دا ډول اشخاص مؤمنين دي او هغه څوک چې پرته له ايمان څخه پر اسرارو او رازونو پوه وي، دا هغه ډول کسان دي، چې د علم او پوهې درلودونکي دي، الله تعالی دغه دوه طبقي يا دوه ډوله کسانو ته د نېکۍ وعده ورکړې ده، دغه ډول مطالب چې يادونه يې وشوه او انسان د هغو پر ترسره کولو مجوروي په قرآن کريم، مبارکو احاديثو او د پوهانو په اقوالو کې په زياته اندازه ليدل کېږي او الله تعالی په دې اړه فرمايي:

[وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰىO فَاِنَّ الْجَنَّةَ ھِيَ الْمَاْوٰىO]

ژباړه:

پيغمبر صلی الله  عليه وسلم فرمايي: مسلمانان په پنځه لويو ستونزو کې راګېر دي، هغه مسلمان چې له هغه سره حسد ترسره کوي، منافق چې له هغه سره بغض او کينه لري، کافر چې له هغه سره جنګېږي، شيطان چې هغه ګرماه کوي او نفس چې له هغه سره مجادله کوي.

دغه مبارک  حديث د دې څرګندونه کوي، چې نفس د انسان دښمن دی او بايد له هغه سره مجادله وشي.

ويل کېږي، چې الله تعالی حضرت داود عليه السلام ته وويل: ای داوده! خپل ياران د نفسي خواهشاتو له پيروۍ څخه لرې کړه او هغوی ووېروه، ځکه هغه زړونه چې د دنيوي لذايذو علاقمند وي، عقل له هغوی څخه معجوب او خود خواه کېږي.

د عيسی عليه السلام له اقوالو څخه يو دا دی: د هغه چا په حال دې خوښي وي، چې ننني لذتونه د هغه غيبي نعمتونو لپاره پرېږدي، چې تراوسه يې هم لا نه وي ليدلي.

پيغمبر صلی الله عليه وسلم د هغو خلکو پر وړاندې چې د يوې ډلې په توګه له جهاد څخه راګرځېدلي وو، وفرمايل: تاسو له کوچني جهاد څخه راستانه او ستر جهاد ته چمتو شئ، هغوی وويل: ستر جهاد يعنې څه؟ ويې فرمايل: جهاد له نفس سره.

په يو بل بحث کې حضرت محمد صلی ا لله عليه وسلم وفرمايل: مجاهد هغه څوک دی، چې د خپل نفس په ذريعه د الله تعالی د اطاعت په لاره کې جهاد وکړي او هم يې وفرمايل: خپل نفس ته زيان مه رسوه، هغه  ته آزار او اذيت مه ورکوه، يوازې د هغه د غوښتنو او خواهشاتو پر وړاندې چې د الله تعالی نافرماني وکړي پيروي مه کوه، ځکه د قيامت په ورځ به له تا سره دعوا کوي او يو پر بل به لعنت وايئ، ترڅو بېرته همدا الله تعالی تاسو وبښي او ستاسو له ګناهونو تېر شي.

سفيان توري وايي: ماته هيڅ ډول کار ستونزمن زما د نفس د کار څخه نه و، ځکه کله زما په ګټه او کله هم زما په زيان او نقص باندې تمامېده.

ابو العباس موصلي د خپل نفس پر وړاندې داسې ويل:

ای نفسه نه ددنيا په چارو کې د زشت ويل له ارباب سره دې خوند او لذت اخلي او نه د آخرت د ترلاسه کولو لپاره د عبادت له لارې رياضت ترسره کوي، آيا شرم نه لرې.

حسن به ويل: يو سرکشه حيوان هم ګامونو ته دومره احتياجه نه دی، لکه ستا نفس چې غواړي په تېزۍ سره عمل وکړي.

د يحيی بن معاذ قول دی، چې وايي: دا يو ډول راز دی، چې بايد له خپل نفس سره د رياضت د تورې په وسيله رياضت او هڅه وکړې، رياضت په څلور ډوله دی:

له ډېرو خوړلو څخه پرهېز، د خوب کموالی، له ډېرو خبرو کولو څخه اجتناب او لرېوالی او د خلکو د ځورولو پر وړاندې صبر او حوصلې نه کار اخېستل.

د کم خوړلو تسکين د شهوت په مرسته ترسره کېږي، له لږ خوب کولو څخه د انسان اراده پاکوالی مومي، له لږو خبرو کولو څخه له انسان څخه آفت لرې کېږي او د آفتونو پر وړاندې انسان سلامت پاتې کېږي او د انسان تحمل د نورو د ځورولو پر وړاندې انسان خپل مقصد او هدف سره وصلوي، دا هم بايد په ګوته شي، چې هيڅ شی د انسان پر وړاندې ستونزمن نه دی، مګر دا چې سړی د نورو انسانانو له خوا وځورول شي.

څرنګه چې د انسان اراده د ښو او بدو کارونو د ترسره کولو لپاره د نفس په مرسته په حرکت راځي، چې له هغو څخه بې معنی کلامونه او بې ګټې ويل توليدېږي، بايد د هغو پر وړاندې بايد مقابله وشي او د شپې د ويښ پاتې کېدلو توره دې له غلافه راويستل شي او پر هغه  دې حمله وشي، ترڅو د ظلم او تباهۍ جلو له هغه څخه واخېستل شي او له بديو څخه وژغورل شي، دلته دی چې نفس د شهوت له تيارو څخه بېرون راوځي، صفايۍ، پاکۍ او نورانيت يې په نصيب کېږي او لکه د يو تېز منډه وهونکي آس په څېر د خير او نېکو کارۍ اطاعت او پرهېزګارۍ په ميدان کې وځغلي.

دغه پوه په يو بل ځای کې داسې څرګندوي: انسان درې دښمنان لري، دنيا، شيطان او نفس.

په دنيا کې د زهد او پرهېزګارۍ لپاره له بې ميلۍ او بې رغبتۍ له لارې، له شيطان څخه د مخالفت له لارې او له نفس څخه د لذايذ د پرېښودلو له لارې ځانونه وژغورئ.

د حکما له جملې څخه يو حکيم وايي: هغه څوک چې پر هغه يې نفس غالب او مسلط شو، د خودخواهۍ او شهوت په زندان کې په محبوس شي او انسان هغه وخت د خپل نفس په منګولو کې وي، هرې خواته يې چې زړه وي هغه کشوي او بيايي، زړه بيا هغه له حقيقي ګټو او منافعو څخه منع کوي.

جعفر بن محمد ويلي دی: پوهانو او حکيمانو دا پرېکړه کړې او پر دې خبرې په اتفاق رسېدلي دي، چې د معنوي نعمتونو د ترلاسه کولو لپاره بايد مادي نعمتونو څخه لاس واخېستل شي.

ابو يحيی وراق ويلي: هغه څوک چې د خپل د بدن ځېنې غړي لکه لاسونه د خپل  شهوت تابع ګرځوي او يو عمل ترسره کوی، په دې معنا دی چې په خپل زړه کې د پښېمانۍ ونه شنه کوي.

وهب بن الورد وايي: هغه څه چې زيات قوت په اثر ونيول شي، يا واخېستل عبارت له هوا او هوس څخه دي، دغه پوه په يو بل بحث کې داسې ويلې دي: هغه څوک چې دنيوي غوښتنې خوښوي، بايد د ذلت او خوارۍ لپاره چمتووالی ولري.

ويل کېږي، کله چې يوسف عليه السلام د مصر د خزاينو مالک شو، زلېخا د مصر د عزيز مېرمن وويل: ای يوسفه دا حرص او شهوت دي، چې پاچا يې غلام جوړ کړ او صبر او تقوا ده چې د دې موجب او سبب شو، ترڅو غلام پاچا شي، حضرت يوسف عليه السلام وويل: الله تعالی فرمايلي دي: هر هغه څوک چې تقوا او پرهېزګاري کوي او صبر کوي، الله تعالی د نېکو کارو مدد او زحمت نه ضايع کوي.

جنيد وايي: يوه شپه ويښ پاتې شوم، ومې غوښتل چې پخوا په شان په خپله وظيفه چې د درود ويل و ترسره کړم، کله مې چې ترسره کړل، هغه ډول حلاوت او خوږوالی چې پخوا وه احساس مې نه کړل، ومې غوښتل چې ويده شم، خوب يو نه وړم، کېناستم ولې د کېناستلو توان مې هم نه و، نو ځکه د باندې ولاړم، يو کس مې چې په يو څادر کې تاو شوی او په لاره کې پروت وه وليد، کله چې ماته ځير شو ويې ويل: يوه شېبه ودرېږه، هغه ته ورنژدې شوم، ويې ويل: له الله تعالی نه مې وغوښتل ترڅو ستا زړه زما په وړاندې په حرکت راوړي، ورته ومې ويل: ته څه غواړې، آيا څه دې ويل: ويې ويل: څه وخت د زړه د ناروغۍ علاج پيدا کوي؟ ورته ومې ويل: کله چې انسان له خپلو غوښتنو سره مخالفت وکړي، وروسته خپل نفس ته ځير شي او ګوري چې ورته وايي: اووه ځلې مې درته ونه ويل، مګر تا بيا هم ترڅو پورې چې له جنيد څخه پوښتنه ونه کړه، زما خبره دې ونه منله او باور دې نه کړه تر څو دې چې له جنيد څخه هم واورېدل، وروسته دغه سړی په ډېر مرموز ډول له هغه ځای څخه ولاړ او ما ونه شوای کړای چې ويې پېژنم.

د يزيد رقاشي وينا ده، چې وايي: يخې او سړې اوبه له ما څخه لرې وساتئ، ترڅو په آخرت کې له څخه محروم نه شم.

يو شخص عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته وويل: څه وخت خبرې وکړم، ويې ويل: هغه وخت چې زړه دې غوښتل آرامه اووسې، ورته ومې ويل: څه وخت غلی او آرامه واوسم، ويې ويل: هغه وخت چې زړه دې خبرو کولو ته ميل درلود.

علي رضي الله عنه فرمايلي دي: هغه څوک چې د جنت شوق او اشتياق لري، زړه يې د دنيا له لذايذو او خوندونو څخه صبر وي.

مالک بن دينار رحمه الله په بازار کې ګرځېده، هغه څه ته به يې کتل، چې د هغه زړه به هغه ته ميل درلود، خپل نفس ته يې ويل صبر وکړه، په خدای قسم چې تا له هيڅ شي څخه نه منع کوم، دا د دې په خاطر چې ته پر ما ډېر ګران يې.

د پورته مطالبو له ذکر څخه دا څرګنده شوه، پر دې ټول پوهان او حکيمان يو نظر لري او ټول په دې توافق لري، چې اخروي نېکمرغي او سعادت پرته د نفس له مخنيوي څخه بل څه نه دی، نفس بايد له هوا پرستۍ څخه وژغورل شي او د شهواتو په مقابل کې بايد مخالفت څرګند شي، د دې حقايقو قبلول پر ټولو واجب دي.

په پايله کې ويل کېږي، چې رياضت دا دی: چې د انسان نفس د دنيا له خوندونو څخه د ضروت پر اساس ګټه واخلي، خوراک او څښاک د قوت په اندازه وشي، نکاح، جامې او داسې نور دې د ضرورت پر اساس وکارول شي.

انسان که په دنيا کې د دنيا پر لذايذو عادت وکړي، وروسته له مرګ څخه هم د دې دنيا د لذايذو او خوندونو پر وړاندې د دې دنيا غوښتنه کوي، ترڅو يو ځل بيا هم له هغو  خوندونو څخه خوند واخلي، داکار به هغه څوک  ترسره کوي، چې د اخروي دنيا لذايذ يې په نصيب نه وي.

د دې ډول ستونزې څخه د خلاصون چاره همدا ده، چې د انسان د زړه سلامتي د الله تعالی د معرفت او پېژندنې په وسيله، له الله تعالی سره مينه او محبت، د الله تعالی پر قدرتونو فکر او تفکر کول او د انسان په بدن کې يې د قدرتونو په اړه فکر کول دی، هيڅوک پرته له الله تعالی څخه پر دې بريالی کېدای نه شي، چې انسان ته د دغو کارونو د ترسره کېدو قدرت توفيق او برياليتوب ورکړي، د دنيا په لذايذ او خوندونو کې بايد هغه ډول لذايذ وټاکل شي، چې د هغو په ذريعه وکولای شي، د الله تعالی عبادت وکړي او د دغو عباداتو او کارونو چې پورته يې ذکر وشو، کومه مانع رامنځته نه شي، چې د هغې په ذريعه د انسان ذکر او فکر له منځه ولاړ شي، که چېرته څوک په بشپړ ډول نه شي کولای هغه ترسره کړي، لږ تر لږه بايد هغه ته ځان نژدې کړي.

په دغه ډول بحث کې انسان پر څلورو برخو وېشل شوی دی:

لومړی: هغه ډول کسان دي، چې د هغوی زړونه په بشپړ ډول د الله تعالی په  ذکر کې ډوب او غرق شوې دي، دنيا ته د ضرورت پر اساس ګوري، دا ډول انسانان د صادقينو په کتار کې شمېرل کېږي او دې مرحلې ته د رسېدلو لپاره پرته له اوږد رياضت څخه ناممکن دی  او د اوږد او زيات رياضت ترڅنګ له شهواتو څخه مخنيوی يې هم ضرور دی.

دويم: هغه ډول کسان دي، چې په دنيا کې پر دنيوي کارونو داسې غرق او سرګرم دي، چې اصلا د الله تعالی لپاره يې په زړونو کې ځای نه شته، که چېرته د الله تعالی ذکر او عبادت هم وکړي، يوازې د ژبې په مرسته به وي، نه د زړه له تل څخه، دا ډله خلک به ضرور له تباهۍ او هلاکت سره مخامخ کېږي.

درېيم: هغه ډله اشخاص دي، چې هم له دنيا او هم له دين سره سرو کار لري، ولې د دوی پاملرنه نسبت دنيا نه د زړه پر لور زياته ده، دا ډول اشخاص هم دوزخ ته ور وړل کېږي، مګر ډېر ژر بيا را ايستل کېږي او ژغورل کېږي، د دوی د عذاب په تناسب د ذکر او محبت چې له الله تعالی سره يې لري نسبت نورو ته کم وي.

څلورم: هغه اشخاص دي، چې هم دنيا او هم  آخرت ته پاملرنه لري، ولې پاملرنه يې دنيا ته ډېره وي، دغه ډول اشخاص د درېيمې ډلې په نسبت زيات وخت په دوزخ کې تېروي، مګر د هغه تمايل او علاقمندۍ له وجې چې د الله تعالی له ذکر سره يې لري، له عذاب څخه ژغورل کېږي.

دلته پوښتنه د ا رامنځته کېږي، چې پر حلالو لذايذو بهره لرل،  يا بهره مند کېدل جايز دي؟ آيا دا د دې سبب ګرځي، چې له الله تعالی څخه لرېوالی وکړو، که څه هم دغه ډول پوښتنه بې اساسه ده، ځکه که چېرته انسان خپل ټول محبت له دنيا سره وکړي، دا ډول دنيا پرستي د ګناهونو په لوموړي کتار کې حسابېږي، ځکه د دې باعث ګرځي، چې نېک اعمال په دنيا کې باطل کړي او هر هغه څه چې مباح دي، مګر د دنيا د ضرورت پر اساس ترسره کېږي، هغه هم په دنيوي چارو کې حسابېږي.

ابراهيم الخواص ويلي دي: يو وخت د لطام په غره کې وم، هلته مې يو انار وليد، زړه مې ورته وشو، هغه مې راواخېست او مات مې کړ، کله مې چې وليد ترش و، بېرته مې پر خپل خای کېښود، له يو بل کس سره مخامخ شوم، چې پر ځمکه لوېدلی وه او مچيو ورباندې وار نه و، ورته مې وويل، سلام پر تا، ويې ويل وعليکم، ای ابراهيمه، ورته مې وويل، زه دې څنګه وپېژندلم، آيا ما پېژنې، ويې ويل: هغه څوک چې خپل الله تعالی پېژني له هغه څخه هېڅ شی پټ نه پاتې کېږي، ورته مې وويل، وينم يې چې خپل خدای ته د منزلت خاوند يې، نو ولې له خپل الله تعالی څخه نه غواړې، چې د دغو مچيو رالېږدوونکي ته امر وکړي، چې دا مچۍ له تا څخه لرې کړي، هغه وويل: زه هم پوهېږم، چې خپل الله تعالی ته د منزلت خاوند يې ولې له هغه څخه نه غواړې، چې د ترش انار اشتها يا مزه ستا له خولې څخه لرې کړي، ځکه د انار د مزې کتل او د هغه ماتول په آخرت کې تاثيرات لري او د مچيو د درد تاثيرات په دې دنيا کې وي.

ابراهيم وويل: هغه مې پرېښود او ولاړم.

سړي وويل: څلور کاله کېږي، چې زما نفس دا امر کوي، چې يوه ټوټه ډوډۍ په خپلو خوړو کې لمده کړم او ويې خورم، مګر تر اوسه پورې مې دا کار نه دی ترسره کړی.

نو دا څرګنده شوه، چې د آخرت لپاره د اعمالو او سلوک له لارې د زړه اصلاح هغه وخت ممکن وي، چې د دنيا د زشتو لذايذو څخه پرهېز وشي، ځکه که چېرته نفس له بدو او زشتو اعمالو څخه پرهېز ونه کړي، د حرامو خواته تمايل ښيي.

هغه څوک چې غواړي ژبه يې له غيبت څخه وساتل شي، بايد غلی والی او آرامتيا ولري، يوازې د الله تعالی په ذکر او د ژوندانه پر ضروري مسايلو خپلې شونډې وښوروي، تر د کلام شهوت په هغه کې له منځه ولاړ شي، يوازې د حق په لاره کې خبرې وکړي، چې دا ډول غلی والی او خاموشي د ده په عبادت کې حسابېږي، په همدې ډول د انسان سترګې هم د ښکلو په کتلو سره که څه هم حلال وي، عادت پيدا کوي، بيا وروسته د حرامو په ليدلو سره هم همدا عادت تکراروي، ځکه عادت يې ګرځېدلی وي، په همدې ډول ټول انساني خواهشات په همدې ډول حکم لري، ځکه که چېرې په هماغه قوه چې د يو احساس له مخې حلالو ته ګوري، په هماغه قوه د حرامو خواته هم تمايل لرلای شي، نو پر دې اساس دا قوه په خپل ذات کې يوه قوه ده او انسان ته دا واجب شوې دي، چې هغه له حرامو څخه وساتي، که چېرته خپلو خواهشاتو ته لږه هم توجه ونه کړي، د دې احتمال شته چې دغه ډول غوښتنې پر ده غالب شي او دا هغه ډول آفات دي، چې حلال شيان يې په انسان راولي، چې بيا ورو ورو دغه ډول آفات پر ډېرو غټو آفاتو بدلېږي او د انسان نفس د دنيا له نعمتونو څخه لذت ترلاسه کوي او هغو ته تمايل پيدا کوي او دغه تمايل له زياتې خوښۍ او ښادۍ سره وي، لکه يو شخص چې مست وي او هيڅکله په حال را نه شي.

له دنيا او دنيوي چارو سره افراطي علاقه د هغو زهرو پر ډول ده، چې د انسان د هلاکت سبب ګرځي، کوم چې د انسان په وريدونو، رګونو او شريانونو کې جريان پيدا کوي او د انسان له فکر څخه (د مرګ فکر) د آخرت د ورځې احوال اخلي، له زړه څخه يې وباسي او مرګ عبارت له همدغه حالت څخه دی، چې الله تعالی فرمايلي دي:

[وَفَرِحُوْا بِالْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَاطْمَاَنُّوْا بِهَا]

ژباړه:

هغه اشخاص چې د روڼ بصيرت خاوندان دي، هغوی خپل زړونه په خپل تصرف کې لري، داسې چې د خوښۍ په وخت کې او هم د دنيوي نعمتونو د له  لاسه ورکولو په وخت کې يې خپل ځانونه تجربه کړې دي، د الله تعالی د ذکر او آخرت د ورځې د ياد ساتلو له لارې ډېر سخت موندلي او تجربه کړي يې دي.

او هم يې د غم او اندوه په حالت کې خپل زړونه تجربه کړې دي، چې ډېر نرم او پاک يې موندلې دي، ځکه د الله تعالی لپاره د ذکر اغېزې ورباندې شوې دي، په همدې ډول دوی داسې نتيجه ترلاسه کړې ده، چې د انسان ژغورېدل په دايمي اندوه او دنيوي چارو د عيش او عشرت له اسبابو څخه په لرېوالي کې دی، نو ځکه دوی خپل شتون په ټولنه کې له لذايذو څخه لرې ساتلی دی او د حرامو او حلالو څخه يې د صبر له لارې پر عادت کولو ساتلی دی او پر دې پوه شوې دي، چې حلال هم په خپله وروستۍ برخه کې د حساب کول غواړي، چې په خپل وار سره يو ډول عذاب دی او هر هغه څوک چې په خپل دغه ډول محاسبه کې د مناقشې وړ وګرځي، دا هغه ډول شکنجه ده، چې د آخرت په ورځ به يې په نصيب وي، نو ځکه دوی ځان له دغه ډول شکنجې څخه خلاص کړې دي او د الله تعالی د ذکر او اطاعت له لارې يې خپل ځان د شهوت له بند څخه خلاص کړې دي او خپل ځان ته يې آزادي او واقعي سعادت برابر کړی دی او له خپل ځان سره يې هغه ډول کار ترسره کړی دی، چې له باز او شاهين سره ترسره کېږي، مثلا که څوک وغواړي چې باز اهلي کړي او له هغه څخه په ښکار کولو کې ګټه واخلي، لومړی هغه په يوه تياره کوټه کې اچوي او سترګې يې ورباندې تړي، پر دې اساس د هغه علاقمندي او تمايل له الوتلو څخه قطع کوي، داسې چې آزادي يې کاملا هېره شي، وروسته له هغه سره ملګرتيا او دوستي په نرمۍ سره لږ لږ خواړه ورکوي، له خپل مالک سره دومره الفت نيسي، چې کله وغواړي هغه ته نژدې کېدلای شي، نفس هم پر همدې ډول دی، تر هغه وخته له الله تعالی سره الفت نه پيدا کوي، ترڅو پورې چې د دنيا له لذايذو څخه ځان ونه ژغوري، بايد سترګې او غوږونه يې له هغو شيانو څخه لرې وساتل شي، چې له هغو سره يې الفت او مينه درلوده، په خلوت او ګوښې ناستې سره د دعا او ذکر ويلو عادت وکړي، دا کار بايد هغه سرحد ته ورسېږي، چې د دنيا د لذايذو پرځای د الله تعالی لپاره د دعا او ذکر کولو لذت ورته په زړه پورې وي.

البته دغه کار په لومړۍ مرحله کې پر انسان ډېر ستونزمن وي، ولې ورو ورو هغه څه د لذت وړ ګرځي، لکه يوماشوم چې د مور له شيدو څخه بېلېږي، په لومړيو وختونو کې داکار ورته ډېر ستونزمن وي، هره لحظه ورباندې سخته تېرېږي، ژاړي، کله چې نور خواړه د شيدو پرځای ورته راوړي له هغه سره تمايل نه څرګندوي، بلاخره داسې وخت راځي، چې دی له ډېرې لوږې او نارامۍ نه هماغه خوړو ته غاړه ږدي، وروسته بيا له هغه سره عادت کېږي او هماغه خواړه خوري، که چېرته بيا ځلې د مور تی ورته برابر شي، هغه ته علاقمندي نه څرګندوي او له هغه څخه نفرت کوي.

په همدې ډول چارپايان هم د خولې تړلو، زين او سورليدلو په لومړيو وختونو کې بد وړي او عکس العمل څرګندوي، ځکه دا کار پر هغوی په زور سره تحميلېږي، بالاخره داسې وخت راځي، چې له زين، زنځير او لجام يا د خولې تناوونو د بندېدلو له تناوونو سره عادت پيدا کوي او لذت وړي، که چېرته نوموړي لوازم ورځنې لرې هم شي، بيا هم نارامۍ احساس کوي.

نفس هم په همدې ډول ښوونه موندلی شي او نفس ښوونه په دې ډول ده، چې په ډېرې خوښۍ او شادمانۍ سره د دنيا نعمتونو ته وړل کېږی، وروسته بيا تلقين کېږي او دا ورته په ګوته کېږي، چې يوه ورځ به دا لذايذ هم له ده څخه اخېستل کېږي او جلا کېږي، کله چې پوه شو چې دغه جدايي يوه ورځ ورباندې راتلونکې ده د جدايۍ په وخت کې دغم او اندوه احساس کوي، نو ځکه غواړي له داسې يو شي سره تمايل پيدا کړي، چې هيڅ وخت له هغه څخه جدا نه شي او هغه عبارت له ذکر څخه دی، د الله تعالی په لاره کې او دا عمل يې په قبر کې هم ورسره دی او هيڅکله له هغه څخه نه جلا کېږي او دغه عمليه د صبر په  مرسته ترسره کېدای شي.

کله چې انسان فکر وکړی، چې دنيوي ورځې نسبت اخروي ته ډېرې کمې دي، په دغه وخت کې ضد ورته معلومېږي او تحميلېږي.

انسان په سفر کې ډول ډول مشقت او خوارۍ د يوې اونۍ يا يوې مياشتې کې ځانته تحميلوي، ترڅو د هغه له نتيجې څخه څو کاله ګټه واخلي، البته د انسان دنیوي عمر نسبت اخروي عمر ته د يوې مياشتې په اندازه د دنيوي عمر نه دی، نو ځکه بايد هيڅکله له جبر او مجاهدت او کوښښ څخه ځان ګوښه کړل شي، لکه څنګه چې علي رضي الله عنه ويلي دي: کله چې ورځ شي د شپې تياره او خوب دروندوالی له انسان څخه هېر شي.

د رياضت او مجاهدت روش د انسان د احوالو مطابق، د ترسره کېدو له پلوه سره توپير لري، اصلي بحث يې دا دی، چې انسان بايد هغه دنيوي لذايذ پرېږدي، چې له هغو سره تمايل او علاقمندي لري.

مثلا، ځېنې خلک له مال سره، ځېنې له قدرت او چوکۍ سره، ځېنې له علم او ادب او ځېنې له شهرت سره، ځېنې د شاګردانو او پيروانو په ډېروالي سره علاقمندي لري، بايد وکتل شي، چې څوک له څه شي سره تمايل لري، هغه دې پرېښودل شي، که چېرته وليدل شول چې انسانان له دغو کارونو څخه سترګې پټوي، په دې معنی چې د هغو په ترسره کولو سره اخروي ثواب له منځه ځي، هغه ته دا سخته تمامېږي، دا واضحه ده چې دا ډول کسان د هغو کسانو له جملې څخه دي، چې له دنيا سره علاقمندي څرګندوي او له هغو سره هوساينه ترلاسه کوي، چې دا کار د هغه د هلاکت سبب ګرځي.

کله چې انسان هغه شيان چې ده د تمايل وړ دي پرېښودل، بايد له خلکو څخه ګوښه ناسته غوره کړي او خپل زړه په خپله ولکه کې ولري، ترڅو پرته د الله تعالی له ذکر څخه پر بل څه بوخت نه شي او د هغو وسوسو پر وړاندې چې زړه ته يې لوېږي، هڅه وکړي ترڅو د هغو پر اصلي او اساسي منشاء پوه شي، ترڅو دغه منشاء قطع نه شي، وسوسې هم له منځه نه تلای.

هر هغه څوک چې پر مجاهدت او رياضت بوخت وي، هڅه دې وکړي، چې د عمر تر پايه پورې دغه کار ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *