٢٠١٧ د جون ٢٧: د بي بي سي پښتو تلويزيون نړۍ دا وخت د هنري خبرونو او مسايلو لپاره اوونيزه خپرونه، هنري شېبې پيلوي. د ٢٠١٧ کال د جولاي له لومړۍ نېټې به اوونيزه خپرونه هنري شېبې د افغانستان، پاکستان او د نړۍ له لرو بره پر هنري او ادبي مسايلو رڼا اچوي.

د بي بي سي پښتو تلويزيون مسوول ايمل پسرلى وايي: ” زموږ سيمه ژوندۍ، کم سارې او رنگارنگه کلتوري برخه لري، په افغانستان او پاکستان کې  د تلويزيون داسې خپرونې ته اړتيا وه چې دا هر څه ياد کړي او د نړۍ هغه کلتوري خبرونه هم  زموږ ليدونکو ته وړاندې شي چې له دوى سره تړاو مومي. موږ هيله لرو چې هنري شېبې به  له افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ د فلم، موسيقۍ، کتاب ، تياتر، نندارتونونو او له هنر سره تړليو نورو مسايلو  وروستي خبرونه  تر مينه والو او ليدونکو ورسوي.”

هنري شېبې به هره شنبه\خالي  د بي بي سي پښتو تلويزيون نړۍ دا وخت په خپرونه کې خپرېږي. په دې خپرونه کې د پنجشنبې په ورځو ستاسو غږ او د جمعې په ورځ د لوبې اوونيزې ځانگړې برخې خپرېږي.

نړۍ دا وختت هره ورځ له لندنه د کابل پر وخت د ماښام په شپږ بجې د شمشاد پر تلويزون او په پاکستان کې به د ماښام په شپږ بجې او ٣٠ دقيقې د مشرق د تلويزيون له لارې خپرېږي. د شمشاد تلويزيون د نړۍ دا وخت خپرونه ماخوستن ١١ بجې او ٣٠ دقيقې تکرار هم خپروي. د بي بي سي پښتو تلويزيون نړۍ دا وخت د بي بي سي پښتو يوټيوب کانال او د بي بي سي پښتو وېبپاڼې  له لارې هم خپريږي.

د بي بي سي پښتو مطالب په افغانستان، پاکستان او نوره نړۍ کې هره اوونۍ نژدې ۷ ميليونو کسانو ته رسېږي. د بي بي سي پښتو فیسبوک پاڼه له ۲.۸ مېلیونو (جون ۲۰۱۷) زیات مینه وال لري چې پاڼه یې خوښه کړې. د بي بي سي پښتو فیسبوک پاڼه له ۲.۸ مېلیونو (جون ۲۰۱۷) زیات مینه وال لري چې پاڼه یې خوښه کړې. بي بي سي پښتو پر ټوېټر، ګوګل پلس، یوټیوب، انسټاګرام او ساونډ کلاوډ هم پاڼې لري.

سرچینه: د بي بي سي د نړیوالو مخاطبانو اندازه ۲۰۱۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *