تل د هغو کارونو د ترسره کولو په هڅه کې شئ کوم، چې ستاسو د خوښۍ لامل ګرځي. (ريښتینی ژوند د زړه له خوښې سره سم ژوند کول دي).

له ځانه مو وپوښتۍ، چې د کوم کار په ترسره کولو سره د ريښتیني ژوندي انسان احساس خپلوئ. (هر کله مو چې اړوندې کړنې وپېژندې، نو هڅه وکړئ ترڅو ترسره یې کړئ).

له ځان سره مو فکر وکړئ کله، چې پرته له بوختیا او بې کاره وئ، نو کوم فکرونه مو ذهن ته درځي. (که منفي فکرونه مو ذهن ته درځي نو له منځه یې یوسئ او که مثبت وي، نو پوه شئ چې په سمه لار روان یاست؛ هڅه وکړئ ترڅو همدا مثبت فکرونه مو لا پیاوړي کړئ.

تر ټولو لویه وېره مو ومومئ: تل په دې هڅه کې اوسئ ترڅو هغه سترې وېرې مو وپېژنئ کومې چې ستاسو د پرمختګ او ودې اصلي خنډ ګرځي او په دې هڅه کې شئ چې همدا وېرې مو له منځه یوسئ او ځان مو د ريښتینې بریا تر پولې ورسوئ!

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *