تاند- د پاکستان صدراعظم پرون /جمعه/ وویل چې په کشمیر کې د بشري حقونو پر سرغړونو د امریکا چوپتیا نهیلی کړی دی.

نوازشریف دا خبره وروسته له دې وکړه چې د هند صدراعظم نریندر مودي د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ او امریکايي چارواکو یې تود هرکلی وکړ.

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او صدراعظم نریندر مودي د کتنې په پای کې د دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې له پاکستان څخه غوښتل شوي چې په خپله خاوره کې تروریستانو ته پناه ورکول او د ترهګرو پالنه پای ته ورسوي.

نوازشریف د مودي او ټرمپ په ګډه اعلامیه کې د هغه څه په وړاندې چوپتیا، چې نوازشریف په کشمیر کې د هندي ځواکونو ظلمونه بللي دي، غندلې ده.

نوازشریف پر امریکا د انتقاد ترڅنګ له چین او روسیې سره د خپل هیواد پر اړیکو رضایت څرګند کړ او چین یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د وروستیو هڅو په خاطر وستایه.

پاکستان په هندي کشمیر کې د یاغیانو پوځي، تسلیحاتي، لوژیستیکي او مالي ملاتړ کوي خو وايي چې د کشیمریانو یوازې اخلاقي او سیاسي ننګه کوي.

مخکې تر دې چې امریکايي پوځیان افغانستان ته راشي، پاکستان په سیمه کې د امریکا تر ټولو مهم او ستراتیژیک دوست هیواد و. امریکا ډېر کلونه په پاکستان (بډه بېره) کې اډه لرله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *