اکسفورډ- ۲۰جون ۱۷
دا پوهنيز- فرهنگي يونليک
د خپل اندوژوند هغو گردو مينه والو ته ډالۍ کوم
چې بېسارو مينو او لورېينو يې اتيايم
زېږپسرلی را گلورين کړ…
ما هم د دې لپاره چې د لنډاندو سيمه پالو او د ژيپوهنې پېښاووانو پر وړاندې مې د دغو مينه والو ستر گې لا پسې ورهسکې کړې، او د اتيايمې يادغونډې د هڅې هوډ مې لا ښه ترا پر شرعه ور برابرکړی وي ، د چا خبره، ورته کم راغلي نه اوسي، د پښتو سيالۍ او سرڅڼې د نيم پېړۍ څانگپوهيز غورځنگ په شمله کې مې څو نارنج گلونه نورهم پسې ور وټومبل.
دوه غبرگ څانگپوهيز نښيرونه (سبکپوهنه او ماناپوهنه) او ټپيزغورچاڼ مې د يادغونډې تر ټولگې پورې ړو مبۍ پلا، ( پښتواو پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې دويم ، او د وييپوهنې درېيم غځولی کرولی دا مې په کابل او ننگرهار کې چاپ ته وسپا رل. هممهاله مې ورسره د کا بل، ښوونې روزنې، ننگرهار، لغمان اوکو نړ او په ۵ گونو پوهنتونوکې د نومهالي ژبني ساينس يو لړ لکچرونه استادانو او شا گردا نو ته واورول، او چاپ کتابونه مې په نيمايې بيه له بېلابېلو ليکنو او لښتيليکو نو (چارتونو) سره ور ووېشل.
د شهيداستاد مجروح او ملامحمد افغاني نويس له څېړنغونډو را نيولې، د ننگر هار تر نارنجگل او د کونړ ((تنوير)) پوهنتون تر يادغونډو او مشاعرو پورې دپو هې او فرهنگ په ناستو، غو نډو او بنډارو کې کارنده گډونونه خو لا پرځای پر ېږده، چې د ورځليکۍ (ډا يرۍ) له مخې به يې په نېټه ليکه (کرونولوجيکه) بڼه تر وسې سې له ټول و ټوک (جزء و کُل) سره پر خپل خپل وار وړاندې کړم!
_________________
اکسفورډ- څلنۍ ۲۲مارچ ۱۷(چارشنبه- ۲وری۹۶):
د هېواد د يانه په تکل مې له پوره۶ساته خوب سره پر۵ نيمو ورځ راپيل کړه. تر کړاو او سهارنۍ راروسته مې تر غرمنۍ پورې د نوي لمريز کال تبريکيه بر ېښليکونه دوستانو او په سر سرکې د نويکلن پښتو- پارسي الماني آريانپوه منفرېد لورنڅ هغه مې په درو ژبو ورغبرگ کړ.
مېرمنې تر چمدان (سوټ کېسه) راسره درست اړتياوړ ټول و ټوک رابرابرکړل، خو داوږې کڅوړې په بدلولو رابدلولو او بېځايه بېړني اورتور يې تر الوت مهاله (۱۶-۳۰) دوه نيم ساته مخکې د هيترو هوايي ډگرته راولېږلم. تردې چې د نورو اړينو څيزونو په لړکې يې د څوکتابونو او گڼو لمېسو (فايلونو) ماستر فلش را ځنې پاتې کړ. که څه هم منځپانگه يې کابل ته رابرېښليک کړه او پخپله فلش يې بيا را پسې دا سې مهال ننگر هار ته راولېږه چې کار تر کاره تېر وو او مټې مې سهي سمت له ځان سره بيرته راوړ.
پېنځنۍ-۲۳ مارچ ۱۷ :
تورکي بوينگ روڼ گهيځ په نومهالي ارت وبيرت اتاتورک ډگرکې راکښته کړم، هغه هم د تېرو کلو په توپير يې له کم ځنډ سره داسې ناهوسا دېسي الوتکې ته وسپارلم چې ترکابله مې سترگې سره سمې ور نرغلې؛ ترڅو د هېواد د دنگو غر ونو لمرينو وړانگو را روڼې کړې او پر ۹-۳۵ بجو يې پرکابل ورکښته کړم. له تر مينله تر رو ستي پاټکه له ارابه يي بکسو سره شېبه نيمه پلی راغلم او هله بيا د دوستانو له تاوده هرکلي سره مخ شوم. د سرحدونو کالخوای وزير، څېړنوال لېوال پازوالو او منلي سيدمنتظرشاه هاشمي تر بېمارو رابدرگه کړم او نور يې پر خپل کورني مېلمه پال (غرزي) وسپارلم او هغه هم لنډ پر لنډ پر اسمايي کوتل راوخېژولم او شېرشاه مېنې ته يې ور سيخ کړم.
ادينه- ۲۴ مارچ ۱۷:
په دې اسره چې د کابل هغه دويمه چوټي ورځ مې يو څه گوډه کړې وي، نو د ليک لوست په ترڅ ترڅ کې مې د دوستانو غږملونه (موبايلونه) هم وروټنگول، خو مټې اتنيمې بجې مې د نيم خوبولي اجرالدين اقبال غږ ترغوږه شو، هغه هم له ډاکتر زوی (آصف اقبال) سره د مخامخۍ په تمه تمه کرۍ ورځ غوږ پراوازاو ستر گې پرلار پرېښووم. په دې توگه نور راته هم همداسې خوبولي وبرېښېدل او له را ويښولو يې گړسره لاس پر سر شوم، له دې سره مې له دوه مياشتني يانه دويمه ورځ هم د کابل پر وچ سيند لاهو شوه!
پيلنۍ-۲۵ مارچ ۱۷:
مټې مې سر له همدې ورځې د کار نوکه ولگېده. غرزي پر سخي غاښي سالنگ واټ ته رواړولم او پر دانش خپرندويې ټولنې يې وسپارلم. د گران فرهنگيال اسد دانش ډېرکاري مرستيال قاري عمرخېل (سپين سهار) د وييپوهنې او نورو کتا بونو او ليکنو لمېسې (فايلونه) له رارسېدلو برېښليکونو راترلاسه کړل. څه يې راچاپ (پرېنټ) کړل، څه يې ځانته وساتل او څه يې نورو ته وربرېښليک کړل.
تر غرمنۍ روسته د پارلماني چارو وزير پوهنمل نبي فراهي راپسې گاډی راوا ستاوه او په هغه دويمه ناسته کې مې ورسره برخه واخېسته چې زما د اتيايمې زېږکاليزې په اړه يې رابللې وه. په ناسته کې هم د ده تر مشرۍ لاندې دغو درنو سټو برخه درلوده: د سرحدونو کالخوای وزير څېړنوال غفور لېوال، داطلاعاتو او فر هنگ وزارت سلاکار او د کالخوای وزير پوهنوال رسول باوري استازي ډا کتر طارق رشاد، د ملي تلويزيون مشر زرين انځور… او د ولسي جرگې يو نيم استازي .
د تېرې اوونۍ ترگوزارش روسته درې غوره پرېکړې وشوې: (۱) يادغونډه دې د بل جگپوړي شاگرد، سلاکار وزير او د ننگرهار والي له سلا او وړانديز سره سم د کابل پرځای زما په تلسمسور ټاټوبي او بيا په اړوند پوهنتون کې، هغه هم د ټا کلې زېږورځې پر سبا جوړه شي؛ (۲) د گډونوالو شمېر به تر ۴۰۰ تنو پورې لوړ ېدای شي او (۳) د کونړ سيد جمال الدين پوهنتون استاد پو هنيار سيداصغر هاشمي به د راتلونکې څلنۍ په پايناسته کې د اړوندو ليکنو او پيغا مونو رو ستی گوزارش مخامخ ړ، ياد برېښليک له لارې وړاندې کړي.
له دې ناخبره چې په پايناسته او بيا زماناسوبتيا کې لومړی توک (ماده) څه ناڅه بدله کړشوې: د ياد غونډې تالار د ننگرهار پوهنتون پرځای ښاروالي هغه غوره بلل شوی او نېټه هم يوه ورځ رامخته کړشوې ده؛ هرگوره، دې نېټه ونج د کابل، ننگرهار…استادانو شاگردانو او نورو مينه والو ته داپلمه وربرابره کړه چې په يادغونډه کې ډېره ناڅيزه برخه واخلي، او يو نيم يې بيا د خپلې ليکنې او يا پيغام پر راستونه بسنه وکړي!
يونۍ- ۲۶ مارچ ۱۷ د ننگرهار پرلور:
غرزي گهيځ پېنځنيمې له خوبه راويښ کړم. گړۍ پس د ميوندواټ په خوله کې پر يوه کرولا برابر شو چې د وزگار سړک له لامله يې په څه له پاسه دوو ساتو کې ترخپلو موخو ورسولو، په خورا ناڅيز توپير يې غرزی ترلغمان او زه ترجلال ابا ده ورسولم
د ورېرې څښتن قاري رازق راته د ښوونې روزنې پوهنځي مخه څارله او لنډه پر لنډه يې د خپل کار دوترته ورسولم . په سهارنۍ پسې مې سم له سمونې اصغر پا چاراوغوښت، د يادغونډې د اوډلو ليکنو پروفونه يې د سمون لپاره راوسپارل، هغه خپل خپرنځي او زه خپل قاري د وراره ډاکتر جاراحمد تر کوره بدرگه کړم په ترڅ کې مې د منځومي ورور حاجي محمددرود په ليدو هم سترگې رڼې شوې چې وارله مخه د درو درملو په پلمه له کلي راغلي وو.
دونۍ-۲۷ مارچ ۱۷
د وييپوهنې د درېيم سمکړي او کره کوټلي چاپ په هڅه له مومند خپرندوی ټو لنې سره اوونۍ دوې سر پر سر هسې بېځايه تنسته جارېسته. کله به اوډگر را ځنې ځان درغل کړاوکله د ټولنې چلوونکی. ترهغې روسته چې د استاد صميم زهر پرې هم ونه چلېدل، نور پرې خامباوره لاڅه چې يومخيز لاس پرسر شوم. هماغه لومړۍ دوه سوه مخيزه لمېسه چې دانش ((سپين سهار)) ور سمه کړې وه، بيرته ځنې را خپله کړه. دغې کابل مېشتې خپرندويې ټولنې تر ماناپوهنې او نو رو لو يو وړو نښير ونوروسته په پاتې څوورځو کې درست کتاب له ښکلې او کېښکلې بڼې سره د چاپ په پساله راوپسوله او له دې سره يې له مومندانو سره زما څلورکلنو ښکېلتياوو او ستړياوو ته پايټکی کېښووه.
درنۍ-۲۸ مارچ ۱۷
پر دغه ورځ مې ارامه ساواخېسته، فرهنگي او ورسره ورسره څانگپوهيزو بو ختياوو ته وزگار شوم. د نارنجگل مشاعرې په هاندوهڅو کې هله ورگډشوم ، چې د ډولکي والا بابا تر څنگ د اطلاعاتواوفرهنگ اورنگ ته ور غلم. ليدل مې چې د مشاعرې لپاره يې له ځان سره گڼ کارمندان او خوښمندان (رضاکاران) د شاتو مچيو غوندې پرکار اچولي ول. يوې ډلې بلنليکونه برابرول او بلې شعارونه او بېنرونه. زه يې په تشو شاباسيو دومره ستړی ستومانه او دېته اړېستم چې تر پرمايښتي غرمنۍ رو سته ترې چېرې سترگه نيمه پټې کړم.
يوڅه کړپ کړوپ خوب راوتښتاوه او بې له دې چې له ماسپښين لمانځه څخه د دوتر پازوال راوزگار شي او ترې وپوښتم چې څه کانه راوشوه، سروهلی بر وهلی ورچنې ته راووتم. له څوکيوال سره په اښتنه پوښتنه بوخت وم چې د اورنگ صميم صاحب گاډی تر دروازې راننوت او چلوونکي راته د ورختو بولۍ راکړه. هغه هم ورته پونده ورکړه او په يوه شېبه کې يې د شاهي بڼ د سولې تر تالاره ورسولم.
بياهم، تر څو چې والي صاحب راننوته، د گډونوالو له خبرو اترو راته جوته شوه چې داهم د مشاعرې په تړاو له هغه جگپو ړي چارواک سره د يوشمېر رابللو شا عرانو يوه پرېکړونې ناسته ده او تر ټولو غوره پرېکړه پکې داچې سږنۍ سندر بو له به د تېرو کلونو پرخلاف له مخني او روستني سانسوره ازاده وي او هرڅوک پوه شه او د اخلاقي، ديني او ټولنيزو ارزښتونو پامنه او پاملرنه!
د هغې ناستې په څنډوکې ما دا کابو هم ترلاسه کړه چې د خپلې يادغونډې په اړ او تړاو له فرهنگپال والي او سلاکار وزير سره مخکې له مخکې وغږېږم؛ په پای کې هم گران او منلي داود وفا لنډ پر لنډه تر خپل استوگنځي ورسولم.
څلنۍ-۲۹ مارچ ۱۷:
تر هغې روسته چې پوهنيار اصغر هاشمي له مومند کتابتونه تورې تېښتې ته اړېستم او د خپل دوتر په تکل يې له ځان سره پلی روان کړم. ماهم د ملنگ جان څلي مخامخ، د خوريي رستوران پاس پوړته له ځان سره وخېژاوه او يوه خوندوره
غرمنۍ مو ورسره تېره کړه. هاشمي هم پر خپل وار گاډو، رېکشو، زرنجو، لاس گاډو، لاړيسو (بايسکلو) او د تېرېدونکو راتېرېدونکو پليو ،گوډو شلو له گڼې گوڼې له منځ منځه د سړک اغاړې ته لاسنيولي سانيولی پور ېستم، د درمسال کيڼ سړک يې راباندې گزوپل کړ او په پای کې يې کيڼ لاسته د گرځېدلې پسکو څه گۍ په خوله کې پوړۍ دوه جگ خپرنځي ته وروخېژولم.
د سبکپوهنې يادښت مې چې رازنه (ډيزاين) او چاپ يې خوښمندانه پر غاړه اخېستي ول، ور وکېښ. له کابله راغلي څېړندوی سيدمحی الدين هاشمي مې
د افغانستان د اکادېمۍ او بيا يې د پښتو برخليک په اړه سر راخلاص کړ، کوربه هاشمي خپل (کاندی) شاگرد وفي الـه راسره کړ او له درزي څخه مې خپل کالي را وړل. د مازيگر و ماښام ترمنځ مې استاد آصف صميم د عبدالمجيد مومند په کتابپلور کې پيداکړ او بيا سره د انجنير اباسين بهير ماښامنۍ ته د ولا يت له لارې د ښوونيز روغتون څېرمه کورته پلي ورغلو.
په مېلمستياکې ښايسته گڼو فرهنگيالو او فرهنگپالو برخه اخېستې وه. په دې توگه ماته داکابو پر لاس راغله، په يو ځايي ډول له نويو دوستانو سره وپېژنم او له پخوانو سره تېريادونه راتاند کړم. ښاغلي داود عر بزي راته د ارواښاد ژبپوه دولت محمد لودين هغه کتابونه راکړل چې تېرکال يې د هغه ارواښاد د نولسم تلين په نمانځنه کې د ختيځ خپرندويې ټولنې په مرسته له خپلو سريزو سره د چاپ په پساله پسوللي دي. مايې هم د ((جوگيانو)) په اړه سر ورخلاص کړ چې هغه له گڼو تاجېکانو سره له اکتوبرانقلابه راتښتېدلي گرځنده تورکتمي تاتار دي.
پېنځنۍ-۳۰ مارچ ۱۷- نارنجگل مشاعره:
رېکشااتنيمې د کېرکېټ نوي لوبغالي ته ورسولم چې د شېرزي لوبغالي تر څنگ يې پکې ترسيندغاړې شاړه جبه رانغښتې ده. سندربوله گړۍ پس د ډېربوختي مشر چارواکي(والي) له رارسېدا سره پيل شوه، د ټولو کورودان چې زما د سپينږ يري نوم يې هم په مشرانو مېلمنو کې ياد کړ. هماغسې چې دوې ورځې وړاندې پر ېکړه شوې وه، شاعرانو په خپلو بې سانسوره پنځونو د زړونو بړاسونه وکښل، خو تر ډېره د لاس پر لستو ڼي بد ورده ختيز گاو نډي پر ترهگرانه لاسوهنو راټول ول او تر وسې وسې يې د خپلو واکمنو له سکونډارو ډډه کړې وه!
د يوه گڼ شمېر نوښتگرو سندريزو او ننداريزو پنځونو، سندربوله نوره هم زړه راکښونې کړه، په تېره د نوميالو کوندزيو جوړه ملگرو شاهکاريو چې د ډېرو مينه والو پر ټپي زړونو يې پټۍ کېښووې. ترڅو چې بېرنگواو بېخوندو نظمونو وار رارسېده، د هېواد مشر پيغام وړاندې کوونکي پوهندوی ازمون او آصف شينواری په ملتيا مې ترې پښې راسپکې کړې؛ هغه هم ددې پرځای چې تر خپلې موخې ورسره سپور ولاړشم، په سره لمر او تورو خاورو دوړو کې يې يو يونيم کېلو متر پلی را بدرگه کړم.
ادينه-۳۱ مارچ ۱۷-
د منځنې ورېرې څښتن (مامورحيات اله) ليدو سترگې راروڼې کړې چې تور مخوداعشي برماڼوگانو د شپولې له مدرسې نه دسپين سپين غر له واکه وتې سيمې مامند ته تروښلی او له يوشمېر نورو بېگنا هو کليو الوسره يې څلوېښت شپې او ورځې په بوږنوړو سمڅوکې اچولی وو. غرمنۍ ته يې له سانډو قاري سره تر استوگنځي زر يونيم زر متره راپورته د گران انجنير صفی الله شگيوال مېلمه شوم. دی هم ترما څه مهال وړاندې داړوند دوتر له خوا پر يوه ازمايښتي يانه له لندنه راغلی وو او په ترڅ کې يې د کوژدنې گو ړې په زړه کې ماتولې!
پيلنۍ- ۱اپرېل ۱۷:
د ننگرهار له لومړنی يو اوونيز يانه روسته کابل ته د راستنېدا په تکل سهار ۶ په کرولاکې راسپور شوم اواته شاوخوا يې مېکرويانو ته له رسېدو سره تر څلا رۍ پورې راباندې سل يو نيم سل مترو تر نيم ساته زيات وخت راولوټه. ترې کېو تم او پاتې څوگامه د سړک پر نرۍ چکړه لاره له ارابه يې بکس سره پلی ولاړم او ټکسي هم مټې ۹ تر دانشه ورسولم. تر غرمې مې ځنې د ماناپوهنې او ټپيز غور چاڼ ترڅنگ د وييپوهنې درېيم چاپ ژمنه هم ترلاسه کړه او هله د گران فرا هي په راستولي گاډي کې، لومړي د هغه او بيا د لېوال صاحب تر دوتره ولاړم چې د ياد غونډې په اړاو تړاو راسره روستۍ پرېکړې شريکې کړې .
يونۍ- ۲اپرېل ۱۷– د تقاعد ربړه:
نن مې دخپل جېب خرڅ لپاره د کورناستۍ (راسره تقاعد) په کالني خيرات پسې پښې رالوڅې کړې. خيرات په دې چې دلومړنيو ښوونځيو ښوونکيو هغه تر يوه لکه رسي او زما د پوهنتوني استاد دايې نيمايې هومره کېږي. د تېرکال په څېر په شازاده سرای کې د ميوند بانک څانگې په موخه له کنډو کپر سړکه تېرشوم او هلته راته تر ډېرو اښتنو پوښتنو روسته د آر ميوندبا نک پته راکړ شوه. پر سبا مې مټې په زرغونه ميدان کې وموند او تر وړم کال يې تش دوه زره زياتې (۵۸) افغانۍ راکړې.
دونۍ- ۳اپرېل ۱۷
پردغه ورځ مې له کوره راوتو سره د غرزي غږ تر غوږه شو چې ليدل مې په نا ستخونه کې راته نازکخيال شاعر، عبدالله پيکار زما له ناسکه اوښي احمدزي سره ناست دی. تر چايو روسته ورسره يوځای راووتم، هغوی مې روسخت کړل او پخپله له غرزي سره لومړی غزنوي مېنې او بيا دانش ته ولاړم او د اړوندو کتا بونو پروفونه مې وروسپارل او تر مازيگره هملته بوخت پاتې شوم. په ترڅ کې مې د سبکپوهنې په تړاو له ننگرهارمېشتي پوهنيار هاشمي نه تېلېفوني گوزا رش ترلاسه کړ.
درنۍ- ۴اپرېل ۱۷– د افغاني پاسپورت ربړه:
د پېښور خيالي تکل دېته راوڅکولم چې د نورو غوندې زه هم افغاني پاسپورت او ويزه په جېب کې تيار ولرم، خو له دې څه باگه چې درې ورځې سر پر سر باران ووري او د اړوندې څانگې تاوې راتاوې چکړې لارې رَودې او د ((کربلاييانو)) گڼه گوڼې او ټېل ماټېل راته د سر په کاسه کې اوبه راکوي. د پخواني سپينږيري شاگرد او د پوليس اکادېمۍ اوسني مرستيال جنرال عالم څپاند کشر ورور، ادا ري پازوال ډگروال سردارگل ليدل راته هم د پېښور هومره ستونزمن پرېوتل.
چې تر درو ورځو منډو ترنډو روسته مې چې پاسپورت له کشر څپانده ترگوتو کړ، د وېزې لپاره مې هرگوره، د پاکستاني کونسلگرۍ نوم هومره هم و نه شو زغملا ی!
هغه وه چې لنډ پرلنډه د ((هپ)) رادېو-تلويزيون درې پوړيزې ودانۍ ته ورغلم او له ډاکتر غلام سرور ظهير او گران عنايت الحق اڅکزي سره يوې پيالې قهوې دومره دمه کړم چې خپلې ((اسرې)) ته د شپاړسمې زېږورځې په وياړ يو انځوريزه ډالۍ وربر ېښليک کړم. غمشريک صاحب هم هلته، لکه خرېړی رازرغون شو، زما د اتيايمې کاليزې بو لـله يې وار له مخه راواوروله او هله يې بيا په خپل گا ډي کې د ورور نمسي په چلونه له سره پله راتېرکړم او د اسمايي غاښي له نوې
يې لارې يې تر دانشه راو ستم. خو د پروامېنې په کورکې مې ورسره ماښامنۍ مېلمستياو نه شوه منلای او بښنه مې ځنې وغوښته!
څلنۍ- ۵اپرېل ۱۷– اتيايمه يادغونډه:
د استاد بختاني خبره پر کابل لا د ږليو موسم وو او پر تلسمسوره سيمه د الوچو او نارنجو سپينو غوټيو گلونه سپړل. همدا لامل وو چې دوستانو زمايادغونډه له ساړه کابله تاوده ننگرهار ته ولېږدوله.
تر هغې روسته چې پر هوايي ډگر راخپرو تورو وريځو جلالکوټ ته د چورلکې الوتنه راخرخشنه کړه، ۶بجې گاډو ته وختو. ۹ ورسېدو او شل دېرش پېله (مېنټه)
هم بېړندويې سهارنۍ راولوټل. په داسې اکرکې چې ډېری برخوال د بلنليکونو له مخې يوه نيمه گړۍ وړاندې ښاروالي تالار ته راغلي ول، او مټې زموږ د کوربنو او مېلمنو له ورننوتو سره غونډه پيل شوه.
تر تلاوت، ملي سرود او د ښاغلي اورنگ صميم تر پرانېستې وينا روسته، مشر کوربه، د ننگرهار والي او سلاکار وزير د منډې له مخې سر راښکاره کړ او بيرته خپلو رسمي جرگو مرکو ته ستون شو او ترڅو چې بيا راغبرگېده، پيغامونه پايته رسېدلي ول او د ويناوو په لړ کې ده هم خپله کېښکلې ليکلې ويناراواوروله. له مخه ترې په پارلماني چارو کې د دولت وزير پوهنيار نبي فراهي، د سرحدي چارو کالخوای څېړنوال غفور لېوال، پوهنيار اصغر هاشمي…خپل وار تېرکړی ی وو.
وړاندې شوي پيغامونه داول:
د هېواد مشر اشرف غني پيغام د علمي سلاکار پوهنوال ازمون، د افغانستان اسلامي جمهوريت د اجرائيه رئيس ډاکتر عبداله پيغام د اړوند استازي (۰۰۰)، د افغانستان د پوهنو اکادېمۍ د کالخوايې اغلې ثرياپوپل پيغام د څېړنوال ظا هر شکېب، د پېښورپوهنتون د پښتواکېډېمۍ مشر ډاکتر نصرالله جان وزير نوی را رارسېدلی پيغام هم د پوهنيار هاشمي له خوا ولوستل شو.
د ليکنو څېړنو، يادونو، ژوند ليکونو په تړاو دې اړوندې ټولگې ته مخه وشي چې ليکوالو پخپله او يايې هم په ناسوبتياکې نورو ليکوالو واورول. په دې ترڅ کې به د درو اروپامېشتو پارسي اديبانو او پوهانو ورته ليکنې چې د انټرنېټي ستو نزو له لامله مټې اکسفورډ ته له راستنېدو سره لاسته راغلې، د ټو لگې په دويم چاپ کې راخوندي شي، لکه: له ناروې د پوهندوی محمدعابد حيدری ( فر ار سيدن هشتادمين بهار زنده گی استاد زيار مبارک باد)، له المانه د نومَوړي ليکوال رهپو طرزي دويمه ليکنه (زادروز پوهاند داکتر زيار) او د داکتر لطيف ناظمی (مردی از تبار معرفت).
ياد غونډه د مازيگر ماښام پرځای د(( مدني ټولنې)) د برنامې له لامله يوه بجه د ښاغلي غمشريک پر بولـله، پرېکړه ليک، دخوږغږي سندرغاړي… له خوا، زما د څو غزلوپر وړاندېينه او خوندوره غرمنۍ پايته ورسېده.
ډېری برخوالو ځای پرځای په هماغه تالارکې وخوړه، زما اونورومشرانو مېلمنو له مشر مېلمه پال ښاغلي او منلي محمدگلاب منگل سره په شاهي ماڼۍ کې.
داوه، په ننگرها ر همېش بهار کې د لوړپوړو شاگردانو او د پوهې او فرهنگ نورو پليونيانو او مينه والو له خوا زما د اتيايم زېږپسرلي تلياده يادغونډه!
پېنځنۍ- ۶اپرېل ۱۷-او ادينه – ۶اپرېل ۱۷:
دا دواړې ورځې مې تر ډېره له ډېرکاري پوهنيار هاشمي سره د يادغونډې د اړو ندې ټولگې او پښتوسبکپوهنې چاپ چمتووالي ته ځانگړې کړې. کلي ته د تگ سلا چا را نه کړه، د ورور ښځمنو او ماشومانو همدومره وکړای شول، له خپلې اکادېمۍ راته يو شمېر شعري ټولگې راولېږدوي او په ترڅ کې يې له باغچې نه په راوړو (لوکاټو)، تازه گلانو او شنوسبو د خپل زړه سوده وکړم!
د مړو او شهيدانو د خواخوږيو په لړ کې مې د ارواښاد ستانه دوست سيد عزيز (جليلي) ښارمېشتي مشر زوی ته د تازه وفات شوې مشرې خور بي بي، هغه مې تېلېفوني ورڅرگنده کړای شوه؛ جنازه يې هم زما خوريي حاجي بلال تر مزينې بدر گه کړې او خاورو ته سپارلې وه،که نه د تورمخو دوزخيانو له لاسه يې دخپل کوم کورني غړي له توغ و توانه پوره نه وه.
پيلنۍ- ۸اپرېل ۱۷– مخ پر کابل:
سهار له فرهنگيال دوست ډاکتر يونس بارگامي سره په کرولا کې مخ پر کابل را وخوځېدم، خو له دې مې هېڅ باگه نه وه چې تر شپولې بابا راپورته، ان تر برېښنا بنده د تنگي غارو (ماهيپر) په کږلېچونو او پېچومو کې پوره دوه ساته ډپ پاتې کېږو. ډا کتر سرور ظهير راپسې د مخني جوړجاړي له مخې، شېرشاه مېنې ته گا ډی راواستاوه پياله قهوه مې لا تر ستوني نه وه تېره کړې چې ډاکتر زلال يې را پر گوته کړ او هغه هم را سره د سبانۍ وياړغونډې د دېرشو مېلمنو نوملړ هوکې کړ.
يونۍ – ۹اپرېل ۱۷-وياړ غونډه:
پرونۍ ستړيا راڅخه له کورنۍ، په تېره اسره لوړې نمسۍ سره غږېدا او ۶ ساته خوب هېره کړه او په ارامه مې ورځ راپيل کړه. له دانش او هاشمي مې د کتابونو له بهيره ځان ډاډه کړ. غرزي له سره پله ورواړولم، خو له پلي کېدا سره رانه د پرو ني رسنيز دوتر ((هپ)) پته درغل شوه او تر يو څه لټون رو سته پر درې پوړه کرا يي ودا نۍ ور برابر شوم.
د ننگرهار داتيايمې ياد غونډې په وياړ يوه درنه غرمنۍ د هپ مشرتابه له خواپه څېرمه هوټل وزمه ودانۍ کې سازمان شوې وه، له گډواو بيا د دوه غبرگو پوهنتو نو په استازۍ زما يېکي يو ځا نگړی مېلمه پوهنيار جبارڅپاند برخه اخېستې وه. داکادېمۍ استازي پوهنوال شکېب بيا لږ تر لږه ډاکتر بارگامی هم له ځان سره را ملگری کړی وو. د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په استازۍ دوه غبرگ سلاکاره، استاد آصف صميم او استاد رحمت اندړ ، او له جمهوري ارگه راته يو روښاندی ديني سلاکار، حليمي صاحب بس وو.
په ويناوو کې د نورو پوهيالو او فرهنگيالو مېلمنو تر څنگ د سرحدي چارو کالخوای وزير څېړنوال لېوال، پوهاند يون ، د ولسي جرگې مخور استازي نادرخان کټوازي… او له کوربنو څخه گران او منلي حق اڅکزي برخه واخېسته.
د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد ممنون مقصودي بيا له هغو مېلمنو اوکوربنو څخه وو چې زما د دوه شعرونو په ننداريزه دېکلېمه مېلمانه او کوربانه ټول ولاړ سئ ته را وهڅول. غونډه تر غرمنۍ روسته د يوه جشني کېک په غوڅونه او ددوو اغلو خويندو، ملالۍ شينوارې او… له خوا دگلو گېډ يو په راډالۍ کولو پای ته ورسېده.
دونۍ-۱۰ اپرېل– درنۍ-۱۱ اپرېل ۱۷ :
له دغو دوو ورځو څخه مې لومړۍ دا تر دانش روسته د درېيمو مېکرويانو فر هنگيانو او دوستانو خپلوانو ليدوکتو ته ځانگړې کړه او پر دويمه مې په ښوونې روزنې پو هنتون کې د پښتو څانگې مشر پوهاند پښتون شېرزاد په ملتيا دوو (الف-ب) څلو رمو ټولگيوته د تيوريکي او پښتو ژبپوهنې لکچرونه وړاندې کړل. په پای کې مې نوي کتابونه په نيمه بيه پر شاگردانو او استادانو وپلورل او چارتو نه مې پرې وړيا ووېشل. تر غرمنۍ روسته مې له پوهنيار بيت الرحمان رودوال سره په څلو رم-ج کې د پښتو ادب تاريخ په تړاو مرسته وکړه او د ښاغلو او اغلو زدکړ يانو پوښتنې مې ورځواب کړې.
څلنۍ-۱۲ اپرېل ۱۷ :
غرزي د کابل پوهنتون د ختيزې (انجنيري پوهنځي څېرمې) دروازې ته ورسولم، خو پو ليسو دننه ورپرې نښووم ، د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانگې ته د لو ست (لکچر) لپاره ورشم، اولدار يې بخت مير وزيری هم لا له کوره نه وو راغلی چې له پاټکه مې ورتېرکاندې!
غرزي هم هماغسې په لنډو پر اسمايي ږوي سالنگ واټ ته ورواړولم او پر دانش خپرنځي يې وسپارلم. هغه د پښتوڅانگې لپاره رابارکړي کتابونه هماغسې بير ته کورته يوړل.
ما د دې لپاره چې بياهم پوهنتون ته ځان نژدې کړی اوسي، له گران اسد دانش اونورو همکارانو سره د کتاب نندارتون په پلمه بيرته سيمې ته راستون شوم . دغه نندارتون له آره دايراني سفارت له خوا د شېرشاه سوري لېسې وربوی دننه، لکه زموږ دلويې جرگې تجير غوندې رغېدلی وو، هغه هم يوازې د پارسي کتابو لپاره ، خو دانش اواکسوس پلورنځيو او خپرنځيو پرې د پښتو دوې کړکۍ هم په وچ زور منلې وې. د منډې له مخې ورسره يوځای تر يو دوه الکترونيکي پا ټکو ورننوتم، خو سم له لاسه مې پر هماغه لنډه کتنه بس راوړ او لنډ پر لنډ تر هماغې پوهنتوني شغالوره پلی ولاړم. دا پلا د يوه پوهيالي په مرسته پښتو څا نگې ته ورغلم.
تر يوه لنډ لکچر روسته له ټولو سره د څو ماسترانو د دفاع په پار د چيني ژبې ارت وبيرت تالار ته ولاړم. د بلخ پوهنتون نوماند د ماناپوهنې سکالو رامخته کړه چې يو شمېر تخنيکي او ناتخنيکي پوښتنو ته، نه نوماند ځواب وويلای شو او نه يې لارښود پوهاند. د پکتياپوهنتون نوماند د ((پسرلي غزلبڼ)) په دفاع کې بيا له داسې بې سروبوله پوښتنواو نيوکو سره هم راښکېل شو چې د نوې تيوريکي ادبپوهنې يو بوی هو مره هم ترې نه راته. زه ترې نور له استاد ښکلي سره راووتم او د ښکلو هنرونو پوهنځي په تالار کې موږ دواړو ته د ننداريزهنر وتلي ځوان استاد ممنون مقصودي نمانځغونډه ډېره درنه او زړه راکښونکې وا ېسده!
پېنځنۍ-۱۳-ادينه اپرېل ۱۷ :
پر دغه ورځ مې د خپلو کتابونو د اوډنې پايبڼې او رازنې په اسره ځان دانش ته ورساوه، خو چې پوه شوم، له مشره تر کشره درسته شپه له بېگا ماښامه تر سپين سهاره د کرېکېټ د سياليو لپاره د تراډو (بېنرونو) په رغاونه تېره کړې او لا ها غسې پرې بوخت دي، د ماناپوهنې سريزه اويوڅو برېښليکونه مې د ازادۍ راد ېو د ځارو زهير خبريال ذبيح شفق په مرسته تر ننگرهاره ولېږدول؛ دی په تېره يوه ميا شت يوه نيمه کې له هغو دوه غبرگو ټولوژلو ناورينونو نه، له دوو ټپي پښو سره ژوندی راوتی ، يوځل د سترې محکمې او بيا د داود خان روغتون له هغه.
نوره خو بې هغې هم جمرات وو او ماهم د رودوالو دوستانو په پرلپسې ټينگار له شمس الرحمان سره نورمحمدشاه مېنې ته ولاړم. له هغه او دوو نورو ورونو سره مې د وروړي نوي چاپ ((پښتواوپښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)) مخکتنه تر نيمې شپې ورواړوله. پر سبا يې ډاکتر رودوال څرخي ته په څېرمه پوځي مېنه کې سيد منتظرشاه ها شمي د وراره د کوژدې تر بنډاره ورسولم او هغه هم بيا لوړمازيگر له ډېر پوښتونکي کشر (سهيل) زوی سره شېرشاه مېنې ته راستون کړم.
پيلنۍ –۱۵اپرېل۱۷:
له سپين گهيځ سره وېښتيا الرجي گولۍ ته اړېستم او مټې پاوکم ۶ راپاڅېدم.
نن مې کړاو، سهارنۍ او بيا ليک لوست تر اتنيمې وغځېدل. غرزی هم نور پر بام ته ختلی وو او د خپلو کناريانو او کوترو پرپاملونه بوخت وو، نو د لوړو زد کړ وزارت تر تمځي څوسوه متره پلی ولاړ م او تراوږدې تمې روسته د ښارمنځۍ پر لور څلور کسيز ټکسي ته وختم. خو چې تر وکيل نورستاني مناره يې يوه سپرلي هم و نه موندله، بيرته يې راستون کړم او د جمال مېنې- پوهنتون په گڼ مېشتي تمځي کې يې پر تيار روانېدونکي انډيوال وسپارلم.
له ښار منځۍ تر دانش هغې داسې ملي بس ته وختم چې تر پلي تگه يې هم ډېر وخت راولوټه. هلته مې ليکنه نيمه يوه اوډگر را واوډله او نورو کارونو لپاره مې له فراهي صاحبه گاډی راوغوښت، ورغلم او دوتر ته تر څلورم پوړه پلی ورو ختم. ترڅو په کتنخونه کې له پارلمانيانو را وزگارېده، په دوتر کې يې عد ليه وزير راسره د نادريې لېسې د پښتو ښوونکي په توگه زما د پوهنځي مين او مجذوب ټولگيوال ((عبداله)) نيم پېړييزه پخوانۍ کيسه راتانده کړه!
له موږ دواړو سره يې جوړ تازه وکړل، له هغه يې اجازه وغوښته چې ړومبی له ما سره پر کوچ کښېني. ماهم ورسره خپلې نارسمي خبرې رالنډې کړې او هماغه خد متي گاډي يې بيرته دانش ته راستون کړم. دغلته هم ډاکتر لطيف بهاند وار له مخه له بهرني وزارته راغلی وو، ماورته خپل نوی نښير ((پښتو او پښتانه)) ورکړ او هغه هم د خپلو گټورو ادبي ژباړو په لړ کې د تولستوی انا کارينينا ناول دوه غبرگ ټوکه راډالۍ کړل.
يونۍ –۱۶اپرېل۱۷- مخ پر ننگرهار :
پرون مې د کابل اړوند کارونه تر يوځايه ورسول او نن يوځل بيا د ختيځ پر لورې وخوځېدم، هغه هم تر هرڅه له مخه د ننگرهار او کونړ پوهنتونوته د لکچرونو په تکل. داپلا هم د تنگي غارو په کږلېچونو کې د لارۍ اوښتنې دوه نيم ساته لار را باندې تر درې نيمواوږده کړه. د ورېرې څښتن قاري رازق تر خپل دوتره ورسولم او پوهنيار سيداصغر هاشمي هم له يوه زنگ سره پر ډبډبي راورسېد. غرمنۍ مو سره تېره کړه، هغه خپل خپرنځي ته ستون شو او زه خپل استوگنځي ته. تر يوې دمې ارام روسته پسې ورغلم او ترمايگره مو د يادغونډې د ټولگې او سبکپو هنې پښتۍ د گران عبدالهادي اثر په مرسته ورازلې (ډيزاين کړې).
دونۍ۱۷– درنۍ ۱۸- اپرېل ۱۷:
پر دونۍ (دوشنبه) مې خپرنيز کار تر لکۍ ورساوه او په ترڅ کې مې له پېښور پو هنتون سره د پاتې يوه کال د لاسباړې (حق الزحمې) لانجه څېړنپوه محی الدين ها شمي پرغاړه واخېسته او ورسره يې د ويزې له لانجې هم و ژغورلم. پر سبا يې په ارام زړه ننگرهار پوهنتون ته ولاړم او د ادبياتو پوهنځي پر مشر مولانا مسعود نېکبخت واوښتم چې وار له مخه يې هم را ته د خپل توندلاري جهادي سرلښکر تره (مولوي خالص) له دريځه د انتي عربېزم تور د پزې پېزوان کړ. زه هم دېته اړوتم، ځان ورته داسې سېکولر مسلمان ور وپېژنم چې ساينس وسياست له گروهې سره نه گډوم او په دې لړکې ورسره ژبنی ساينس- هرگوره، لنډنوم يې د ابن سينا ښوونځي استاد ملا((نېکبخت)) پر زړه راووراوه!
ترڅويې استاد ناگار راسره کړ، هغه څلورسره ټولگي په يوه خونه کې را ځای کړل او ماهم ورته ژبنی تاريخ له لکونو کلونو راپيل کړ. په پای کې مې د زدکړيانو مولانا ورته اښتنې پو ښتنې په ساينتېفيکو دکونو دليلونو ورغبرگې کړې او دا خر خشه مې له زړونو ورواېسته چې د روسته پاتې پښتو د علمي- فرهنگي سر څڼې اوسيالۍ، او بيا يې د وييپانگې دودونه او پراخونه له دين سره کوم ټکر نه پېښوي او څه چې راژباړل يې روا نه اېسي، هغه (قرآن او حديث) دي او بس!
څلنۍ-۱۹اپرېل ۱۷ :
گهيځ ۶ نيمې د پوهنيار هاشمي له خبراوي سره سم د کونړ د نوي رامنځته شوي ((تنوير)) پوهنتون په بلنه رالېږلي گاډي ته وختم. په څوکۍ بازار کې د هغه ترکاڼ دوکان په څرک پسې شوم چې څلورکاله وړاندې مې د اکادېمۍ کتابتون لپاره د يو دوه المار يو د رغاونې په موخه د ((هلال)) نومي ليکوال په لاسليک څلور زره افغانۍ بيانه ورکړې وه، خو د يوه ترکاڼ په وينا هغه له دوه دروکلو راهيسې خو ست ته پټي پا لا تښتېدلی او ژمن ليکوال هم چېرې تری تم شوی دی!
بريځر (څاښت) مهال اسد اباد ته ورسېدم او د پوهنتون د مشر ريديگل سالارزي ((زاهد)) تاوده هرکلي او پنېروپېروي راکې دومره متره راتانده کړه چې د ژبپو هنې له استاد صديقمل او پوهنيار هاشمي سره سيد جمال الدين پوهنتون ته کېلومتر دوه بيرته راشاگرځ شم او تر غرمې پورې په يوه لوستخونه کې درو ټو لگيوته د ژبې او ژبپوهنې لکچر ورکړم. تر غرمنۍ روسته هم له له استاد و خبر يال، نعمت اله کرياب سره د پښتو (و) گړني يا فولکلوري ادب په لکچر کې ملتيا وکړه او بيرته تنوير ته را ستانه شو.
په مازيگري چکر کې د پوهنيار هاشمي او نورو ملگرو په ملتيا د استادانو تر اپارتمانو ولاړم او بيا سره په گاډي کې د ښار دويمې غځېدلې برخې کرهاړې ته ورپورېوتو. لومړی مو د ((اميني)) بوږنوړي ناتارځپلو او بلهاريانو ډله ييزو مړ ستونونو ته د درناوي سرونه ټيټ کړل او بيا مخ پر وټه پور دخپل پوهنځي پخوا ني استاد ((رسول امين)) ارامځای او کتابتون له نژدې وکتل چې د مېرمنې په مېړانه يې له يوه ښکلي بڼ سره يوځای رغول شوي دي.
زما يادغونډه او (د سولې!) مشاعره:
ماښامنۍ مو لا تر ستونيو نه وه تېره کړې چې يو شړکنده باران د سيمې هوا را جنتي کړه، خو د تنوير پوهنتون چمن يې له فرش کړي ستېج او څوکيو سره کنگال و نگال کړل. له درېدا سره يې چار ناچار د بنډار تابياونيول شوه او بې له دې چې نا ستدړې وچې شي، ټول کوربانه او مېلمانه تر جگپوړو چارواکو پورې پرې کېناستل. امنيتي پازوالو په هرډول له پېړو پتلنو سره څه چورت خټه نه کړ، خو د نورو له زړونو يوخدای خبر وو، بياهم تاوده موسم د ټولو پرده وکړه!
چې رښتيا خبره وي، زاهد صاحب او او نورو، ويناوالو، لکه استادکرياب، استاد هاشمي د بنډار لومړۍ برخه زما پراتيايمه کاليزه راوڅرخوله. هرگوره، په پای کې مې د مننې او د مشاعرې دارزونې په ترڅ کې له ټولو گډونوالونه غو ښتنه وکړه چې د استاد محمد آصف صميم د ارواښادې مور بي بي د درناوي په پار يوه شېبه چو په خوله ودرېږو، د مړينې خبر يې هم لږ مخکې ښاغلي وفاکو نړي له جلال اباده راوړی وو.
پېنځنۍ- ۲۰اپرېل۱۷ :
شاوخوا ۷ بجې له ملگرو سره مخ پر جلالکوټ وخوځېدم، زه له مخنۍ ژمنې سره سم د هاشمي په ملتيا د ننگرهار پوهنتون ښارمېشتي ښوونې روزنې پوهنځي ته نېغ ورغلم او نور(کرياب او عظيم) د استاد صميم د مور بي بي د لاسنيوې په موخه کامې ته ولاړل. له مشرې پوهاندې بابکرخېل (-ې) سره ترکتو روسته پښتو څانگې ته ورغلم او تر پياله چای روسته، لومړی د ژبپوهنې له استاد پوهندوی حسام او بيا د پوهنځي له مرستيال پوهنوال همکار سره ټولگي ته ولا ړم او تر دولسو پورې ورسره دادبپوهنې په لوست کې همکار شوم.
په هاشمي کتابتون کې تر يوڅه خوب روسته له ډاکترجاراحمد او قاري سره کا مې ته ولاړم او د استاد صميم او دواړو ورونو (بصيراله او عرفان اله) د مور بي بي په لاسنيوه کې مو برخه واخېسته او خواخوږۍ مو ورسره شريکې کړې. هغه
خدای بښلې د نوميالي دينپوهاند مولوي غلام نبي کاموي لور وه چې په هماغو ړومبيو کې يې د کابل رادېو ديني خپرونه را پښتو کړې وه او ورسره ورسره يې د جوما تونو خطبې هم په خپله مورنۍ ژبه چاپ او خپراوي ته سپارلې وې.
دواړو درنو کورنيو ته له ستر څښتنه اجرو وتسل او هغې ارواښادې ته جنتونه غواړم!
ادينه ۲۱ اپرېل ۱۷ :
د ختيځ يانه روستۍ ورځ تر مازيگره له پوهنيار هاشمي سره په خپرنځي او کتا بتون کې تېره کړه او پاتې خپرنۍ چارې مې ورسره تر پايبڼو ورسولې. همداراز مې ورسره د ورځې په اوږدو کې پر نورو دوستانو سربېره، د وطن گوند پازوال پوهنيار رشيد (ملکزي) او بيا استاد الهام ياسيني په ليدو هم سترگې روڼې شوې چې څلور کاله وړاندې يې په دوبۍکې له مشر پوهيال او فرهنگيال ورور هلال ياسيني سره زما پوره مېلمه پالنه کړې وه. ده هم پرخپل وار له جامع اظهره تازه دوکتورا ترلا سه کړې او په خپل کلي((دېتار)) کې يې د ((امان)) نومي کتابتون او زدکړ يز مرکز بنسټ اېښی دی.
پيلنۍ ۲۲اپرېل۱۷ – مخ پرکابل :
گهيځ ۵ د وراره ډاکتر جاراحمد له کور و کوڅې څخه راووتم او د لوی سړک له څېرمه پارکگوټي نه تر ښاروالۍ رېکشا راوستم. پاوکم ۶ډاکتر بارگامی هم له بهسودو راورسېد او په کرولا کې مخ پر کابل راوخوځېدو. اتنيمې د درېيمو او څلورمو مېکرويانو تر منځ سړک سره ترې کښته شو او يوه ټکسي دی تر درېيمو او زه تر دانش مرکزه ورسولم. له هغه ځايه د پروف او دوستانو تر کتنې روسته د کور په تکل راوخوځېدم. خو داپلا د ۱۵۰ټکسي پرځای پر يوه لس افغانيگي ميني بس برابر شوم چې (کوټه سنگي) نارې يې وهلې او له ميرويس ميدانه بيا تر شېر شاه مينې هم يو بل په ورته کرا راوستم. په دې ډول مې د وخت په بيه پيسې وسپمولې چې هغه هم له نمسوټو سره تېلېفوني خبرو راسکينده کړ.
يونۍ۲۳اپرېل ۱۷ :
د کابل دغې دويمې کارورځې له سپين سهاره تر تياره ماښامه دومره بوخت وسا تلم چې سر گرولو ته يې پرېنښووم. تر لسو په دانش خپرنځي کې اړينو کارونو را
وښکېللم او بياله مشر اسد دانش او مرستيال عمرخېل سره د استاد نجيب منلي په بلنه د ده افغانانو له هسکې لارې د پامير څوارلس پوړه ودانۍ په درېيم پوړ ((کتاب ښار)) کې پرتمينې غونډې ته پلی ولاړم. هلته تر ويناوو روسته پر يوگڼ شمېر شاعرانو، ليکوالو، ژباړنو او هنرمندانو د کتاب ښار کالنۍ جايزې ووېشل شوې او د دانش په پېرزوينه بيا ماخپل او د نورو څوکتابونه استاد منلي ته ور ډا لۍ کړل.
د بنډار په څنډه کې جايزه گټلي نومَوړي هنرمندحيدر جوانشېر مايک وکمرې ته ودرولم او د ارواښاد طنزليکوال جلال نوراني د لومړي تلين په درشل کې مې ور سره خپلې نمانځنې او خاطرې شريکې کړې. د مازيگرنۍ په ترڅ کې مې له ډېرو دو ستانو سره تېريادونه راتاند کړل. ډېرو پښتنو او پشه يانو ليکوالو او شاعرا نو، او بيا گوري ژبي نواز سنين په دې لاسونه راښکل کړل چې لنډنوم (( حقيقت)) مې ورباندې پر سوچه گوري ((سنين)) وراړولی وو.
په پای کې ډاکتر ظهير موږ درې پلي راغلي، تر دانشه سپاره ورسولو او بيا يې زه يوازې تر پېلبو رسنيز دوتره بوتلم. هلته راته ((حق اڅکزی)) له دوو زلميانو اڅکزو سره سترگې پرلار وو، چې عبدالباري مل يې راسره له کلو راهيسې انټر نېټي خوالگر وو. په زړه پورې دا چې د يوې ليکنۍ پښتو دواړه پليوني له امر يکايي انجوگانو سره د کار په پا س د ور لورو ليو سکا لر شېپو له مخې ورځ دوې روسته هغه هېواد ته تلونکي ول؛ نو له دواړو مې هيله وکړه چې که ځانته د لوړو زدکړو موخه ژبنی ساينس وټاکلای شي!
(دوام لري)