دونۍ۲۴- درنۍ ۲۵اپرېل ۱۷ :
دغه دوې ورځې مې هم پوره بوختې وې. لومړۍ مې يومخيزه له دانش سره د مانا پوهنې او وييپوهنې پر پايليزونه تېره کړه او په ترڅ کې مې د مېرمنې (( ټپيز غور چاڼ)) ومان نيازي ته د انځورگرۍ لپاره وربرېښليک کړ. هسې خو هره ورځ دانش خپرنځي او هممهاله پلورنځي او کتابتون ته دومره مينه وال رامات ول چې ډېري يې له ماسره هم اړاو تړاو پيداکاوه؛ که هغه پخواني ول ، که نوي، سره مو ليد لي کتلي ول او يا مو پشاله (پشي شا) سره پېژندل يېژندل ، خو زازو دېته اړوتم، څه وخت ورځانگړی کړم، يا لږ ترلږه خپل رانيولی او يا ورډالۍ کړی کتاب ورلا سليک کړم. پر دغه ورځ د خپل پوهنځي پر استراليا مېشتي پارسي شاگرد (اکبر عشق) واوښتم چې۴۰ کاله پخوا سره پېژندلي وو؛ (پښتواو پښتا نه) کتاب مې وروباښه، خو ترهغې يې راباندې نه لاسليکاوه، ترڅو يې بيه راپرې کړې نه وه!
هغه ورځ ناوخته د پښتو ماسترۍ نوماند شمس رودوال له درملتونه خپل کورته بوتلم او تر نيمې شپې ورسره د پښتو شعروادب په باره کې وغږېدم. گهيځ هم له بل مېلمه (بونېر) سره مانځه مهال پاڅېدم، خو تر سهارنۍ پورې يې د ((سعودي- پاکستا نې)) ځناورخويه ((داعشي)) ترهگرو له بخولو او ناخوالو خبرکړم چې پو رې شينواري او بيايې د ده دکورنۍ په گډون گرد مامند ټبر کډوالۍ ته راړېستی دی. روسته ډاکتر رودوال تر دا نشه راورسولم او د پخوا په څېر مې پروف سمو نواو ليدنو کتنو ورځ راگوډه کړه.
تر مازيگره مې د گڼوراغليو په لړکې مې له گران فرهنگيال ((تدبير)) سره له نژدې وپېژندل. هغه پر کتابونو سربېره له اړوند استازي ((سپين سهاره)) ما او ځانته د ((اورځلا)) د گلابو او نار نجگلو وطني عطرو تېل واخېستل. ماښام تياره را پسې د ښوونې روزنې پوهنتون استاد جبار څپاند راغی او په خوشال مېنه کې يې د ما ښامنۍ لپاره مېلمه کړم. له نژدې چم گاونډه يې ډاکتر نورحبيب نثار هم راسره ملگری کړ او دخپل ډاکتري تېزس سکالو يې له موږ دواړو مېلمنو سره تر څېړنې لاندې ونيوله.
څلنۍ۲۶- پېنځنۍ۲۷اپرېل ۱۷ :
تر هغې روسته چې د دانش ډېرکاري سپين سهار تر مازيگر ماښامه ماناناپوهنه له ښکلې رازنې (ډيزاين) سره د چاپ لپاره پېښور ته وربرېښليک کړه، د وييپو هنې رازنې اوپاليزونې ته مټې راونغښتلې.
پر دا بله ورځ مې دومره کابو ترلاسه کړه چې د راتلونکې اوونۍ لپاره له پوهنتو ني او نورو دوستانو سره د يو لړ علمي- فرهنگي ناستو او غونډو يوه پرلغښتې برنامه او مهالوېش و اوډم.
تر غرمې روسته د نورو دوستانو په لړ کې راپسې پوهنوال ازمون دانش ته راغی چې گوندې د چوپړ پوروړی مې دی او بېگاته به ورسره هرو مرو کورته ځم!
د درېيمو مېکرويانو په درېيم پوړ کې يې يو۵ خونيز اپارتمان په دوه سوه ډالره کرايي نيولی وو. په ترڅ کې يې دوه زدکړيال خپلوان هم له ځان سره اچولي ول، هغه هم، لکه د هوټل مېلمانه، چې لږ ترلږه يې ورسره د کور په سپېڅلتيا او سمبا لتياکې يوه لږکۍ برخه هم نه اخېسته. هرگوره، د لگښت له پلوه يې پرې ، په دې زړو نه سوځل چې ورځه د يوه ((غني)) هېوادمشر علمي سلاکار دي او لوړه تنخا لري!
ادينه– ۲۸ اپرېل ۱۷ :
نور نو د استاد ازمون پر لاس ورغلی وم او د وزگارې ورځې په پلمه يې د استاد بختاني د را ملگري کولو لپاره د درېيمې خيرخانې مېنې له لارې کرغې ته ور سو لم. هلته يې هم ډنډ پر هغه غاړه د گران زرين انځور پر هوساينځي ور ننه اېستم. چې داطلاعاتواو فرهنگ کالخوای وزير او د دفاع وزارت له ((غريب)) سلاکار سره پر گډه اخېستې ځمکه يې سره خوا پرخوا ابادي کړې او کلا يې ترې را چا پېرلې ده، د استاد حمزه په خبره!: ]وروځې لېمه اوهم باڼه پښتانه
څنگه يوځای شو سره درې پښتانه! [
خوندورې غرمنۍ يې خوب راوست او گړۍ پس استاد بختانی له کشراو نورو بختانيانو سره له پغمانه راستون او په مازيگرنۍ کې راسره همغاړي شو.
د ازمون صاحب خوا راباندې لا هم پوره سړه شوې نه وه او د ماښامنۍ لپاره يې تراحمدشاه بابا مېنې ، هغه هم دگډکليوال پاچا (سيد منتظرشاه هاشمي) ترکوره ستړی ستومانه کړم، چې خدای شته، زه ورسره بې له هغې هم څوځله بې ژمنې شوی غوندې وم . تياره ماښام يې د قمبر څلارۍ له گڼ مېشتې لارې د شېرشاه مېنې پر استوگنځي وربرابرکړم او درېشي مې د نورو ښاريانو، کارمندانو او چار واکو غوندې پرکليوالو کاليو بدله کړه. ورپسې يې له خپل مېکروياني کوره څا در ټټرۍ (وا سکټ) راواخېستل، خو چلوونکي ي ې له گاډي سره روسخت کړ.
پر هغه تېر ماسخوتن يې د مشر رودوال د سپرې ملگرتيا په تمه تمه په دوړو او تيارو کې تر وتخېلو سروهلی بر وهلی وځغلولم. ترڅو هغه له پغما نه راپسې را ورسېداو په ډېرو زنگونو، چغواو اشارو مو سره پيداکړل او پر کږو وږو لارو سړ کونو تر موخې ورسېدو. د پا چا تاوده هرکلي او خوندورې ماښامنۍ راڅخه هغه ټولې ستومانۍ هېرې کړې او همداچې دواړو راباندې شخړه جوړه کړه چې د شپې لپاره کوم يوه کره ولاړ شم، نو مادکوربه منځگړيتوب غوره وباله او هملته ورسره سره پاتې شوم. يو سات نيم سره د ازاد و سپين شعر پر تخنيک وغږېدو او نورې خبرې مو سباته پرېښووې.
پيلنۍ– ۲۹ اپرېل ۱۷ :
د کليوال پاچا کره لمرخاته مهال له ارام خوبه راويښ شوم. په تاوده تشناب کې تر ځان پرېولو او بيا کړاو (جمناستيک) روسته د دويم پوړ له کړکيو د ښايسته ښکلې کورباغچگۍ پر رومانتيکه ننداره سترگې ښخې شوې. سره له دې يې چې د رنگارنگو گلبو ټو اوگلونو غوټۍ يې لا نه وې مسېدلې، خو شنو زرغونو، سرو او بخملي پاڼو يې يوه ښه شېبه بوخت وساتلم. ترڅو پاچا سهارنۍ راوړه او پرهغه څانگپو هيزه (مسلکي) او بيا بڼوالي شاهکارۍ يې سر راخلاص کړ چې څنگه يې پر هغه دوه بسوه ځمکه ۱۵ مرسله سره په يوه گلونه کې پيوند کړي ؛ په يوه مڼه کې يې څو نورې مېوې او په يوه تاک کې يې څو ډوله انگور سره راغاړې غړۍ کړي دي!
دغه ورځ که څه هم د غويي نهمه وه ،خو په ارگ کې داتمې جهادي ورځې په نا مه، هغه هم ړومبی ځل د حکمتيار په گډون نمانځل کېده. په دې توگه يې د تېرو کلو په پرتله امنيتي لارې چارې زياتې ترينگلې وې او د شهيدې فرخندې د وژ نځای په څو برابره واټن د ارگ گرد چاپېر ښار کانکرېټي پاټکونو او ټوپکوالو ولکه کړی وو. ماهم د دانش کتابتون په تکل عمرخېل له بابامېنې تر محمودخان پله په ټکسي کې راملگری کړ او نور مو سره تر هغه ځايه په ((کږو وږو خوږو!)) کېلومترونه کږې وږې او کنډو کپرې لارې کوڅې گز و پل کړې.
يونۍ ۳۰ اپرېل-۱دونۍ می ۱۷ :
د اپرېل روستۍ ورځ مې په دانش خپرنځي کې د بېلابېلو څانگپوهيزو ناستو او غونډو لپاره خپلې ورځنۍ ليکنې او يادښتونه واوډل. له راغلو سره مې ليدنې کتنې او تر ننگرهاره له لرې نژدې دوستانو سره تېلېفوني اړيکې تر سره کړې. ترڅو پوهاند يون راپېښ شو او تر پوهنځي پورې ورسره ملگری شوم. په څانگه کې مې له پوهيالي مرهون سره دوه ساته ژبپوهنه پر مخ يوړه ،او په هغه لړکې مې- د مرهون د گروهيزې انگېرنې پر خلاف – د ژبې پر پيدا يښت او کارکړن رڼا واچوله. په پای کې مې د ښا غلو او اغلو اښتنې پوښتنې ورغبرگې کړې او هله د پوهنتون پر سوېلي دروازه لنډ پر لنډه تر کوره پلی راغلم.
د می لومړۍ مې په دانش مرکز کې د سپين سهار او نورو تخنيکي ملگرو او کار گرو په ملتيا، هغه هم په سېمبوليکه بڼه د ښاغلي کارپرما ((اسد دانش)) پر وړا ندې له شعارونو سره ونمانځله. کورته راستنېدا سره سترگې پر لار ورور او وراره بيا وخته د ننگرهار پر لور خوځېدلي ول.
تېرماښام راته د هنرونو پوهنځي پازوال د پوهنتون دمشر (فاروقي) تېلېفوني خبر بيا را غبرگ کړ چې سبا ته د استاد مجروح څېړنغونډې (سېمينار) ته ورشم اود لو مړيو شاگردانو په استازۍ يې پکې کارنده برخه واخلم.
درنۍ۲ – ۳ څلنۍ می۱۷– د استاد مجروح څېړنغونډه:
بلنليک مې د گاډي له کارت سره پوهنځي ته ورکړ شوی وواو د پخواني شاگرد پوهنيارحميداله فاروقي په تېلېفوني سپارښت راته مټې د پلي تگ اجازه راکړ شوه، نو يو پنډ نوي لوستکتابونه مې تر هغه ځايه او بيا په دويم پوړ کې پښتو څانگې ته په ستمونو او زگېرويو ولېږدول. تر نهو بجو مې له استادې شاکرې رودوالې سره دادبي تيورۍ او ځېلونو په لکچر کې برخه واخېسته او هله مې له بلنليک سره د غونډې تالار ته ځان ورساوه.
داچې ما ځانته د شهيد استاد د((جبرواختيار)) له لومړني اېډېشن سره د دويم هغه پرتله ټاکلې وه او ډېرې څېړنې ته مې اړتيادرلوده، نو مايې پر خپل وار د منډې له مخې د بشپړې ليکنې پرځای يوه کېښکلې اډانه وړاندې کړه. دغلته خبره د ارواښاد استاد پر دوه گړسره اړپېچنويا ضدونقيضو (پرادوکسو) ليدتو
گو راڅرخېدله، په دې مانا چې دلومړی چاپ (اېډېشن) ليدتوگه يې د هېگل پر ابجکتيفه (افاقي) فلسفه، يا هم پرسردرولي (ماتريالېستي) دايلکتيک راڅرخېد له او د دويم هغه يې پرسبجکتيفه (ذهني) فلسفه، ياسرپرڅڼۍ (ايډيالېستيک) دا يلکتيک. په هره توگه مې د پوهنتون له مشر تابه سره ټينگه ژمنه وکړه چې د څېړ نغونډې د ټولگې لپاره تروسې وسې بشپړه ليکنه له اکسفورډه وربرېښليک کړم.
تر غرمنۍ راروسته د څېړنغونډې دويمې ناستې ته مې تابيارانغله او له پوهنوال باوري سره تر دانشه ولاړم. روسته راپسې د سرحدي چارو کالخوای وزير گاډی راواستاوه او د وزارت په چمن کې يې د رحمان بابا د پسرلنۍ سندربولې تجيرته ورسيخ کړم. دوه درې نوې ليکلې درېگۍ مې پکې واورولې، خو په پای پای کې چې څنگه ماښامنۍ ډوډۍ راغله، سم له سمونې ورسره يو زورور تورجم جکړ را غی او غونډ تجير يې پر هواکړ. برېښنا هم پر خپله لاره ولاړه. داچې پر نو رو بر خوالو څه پېښ شول، خو ما د لېوال صاحب پل پسې واخېست او نېغ ور سره په تتو رڼاگانو کې دوتر ته وختم، ماښامنۍ مو سره وخوړله او هله يې د شمله جانې په ملتيا ترکو ره بدر گه کړم.
پر سبا مې د استاد مجروح د څېړنغونډې په روستۍ ناسته او بيا تودو ښکالوو (بحثونو)کې گډون وکړ او د هنرونو د تالار په پاس پوړ کې ترغرمنۍ روسته استاد نجيب منلي پرخپل کارځي (دانش مرکز) وسپارلم. مازيگر مهال مې کتل چې په هغه يومياشتني يانه کې ډېر ناليدلي فرهنگي دو ستان په سر سرکې باز محمدعابد، مصطفی سالک او طاهرکاڼی پرلپسې مرکز ته راټولېږي، ترڅو راته پته ولگېده چې نن ماښام هېواد مشر د اسد دانش په گډون شا عرانو، ليکوالو، څېړنوالو او هنرمندانو ته جايزې ورکوي او زه بيا د سلاکار پوهنوال ازمون د خبراوي له مخې د استاد مجروح د سېمينار له برخوالو سره وربلل شوی يم، د جايزو له نوملړه يې زما نوم په دې ورانپوهاوي اېستلی وو چې گوندې وار له مخه پرې کرزي خېلو نازولی وم!
۵ شاوخوا راپسې رالېږلي گاډي تر يوپيسه گي پله ورسولو او د اداري چارو ور چنې پاټک مو له نوملړ سره د پېژندپاڼو سماوي او سپيناوي يوڅه وخت راولو ټه. ورپسې لومړي څېرمه ودانۍ ته ورننوتو او د پرلپسې دوه نورو پاټکو له الکترو نيکي ننوبيو (فېلترو) روسته راته ولاړ گاډو ته د ختلوبولۍ راکړ شوه، د خپلواکۍ تر يادگاري څلي او غبرگو توپونو يې راتاو کړو او په لس پېنځلسو پېلو (دقيقو) کې يې د دېوانو کلا پر وربوی او بيا جمهوري ماڼۍ ور دننه کړو. بياهم له روستي سکڼه له بريالۍ وتنې سره سم له سمونې دا شعر پر زړه راوورېد:
چې تر درشله دې راورسېدمنور نو جنت رانه يوگام لرې دی
کيڼې خواته پر نوي رغولي تالار له ننوتو او کېناستو سره کوم ((ژمن)) پازوال راغی او له روستي کتاره يې مخني ته بوتلم. ساتونه او غږملونه رانه اخېستل شوي ول، خو د اټکل له مخې به ۷بجې وې چې هېوادمشر له اغلې مېرمنې سره د ستېژ له لا رې راغی. ټول ورته ولاړسئ شواو هغه هم په کتارونوکې راگډ شو. له هر هر يوه سره يې لاسروغبړ وکړ، خو چې ترما راورسېد او چامې د ورپېژندلو هڅه کوله، له ((زيار صاحب څنگه نه پېژنم!)) ويلو سره يې د لاسروغبړ پرځای غېږ راکړه! ړومبی د پوهنتون مشر پوهنيار فاروقي د استاد مجروح د څېړنغونډې گو زارش وړاندې کړ او ورپسې د ټولنيزو پوهنوپوهنځي د فلسفې څانگې استاد پو هاند داود راوش دگډونوالو په استازۍ وينا وکړه.
ډاکتر محمداشرف غني تر هغې روسته چې جايزې ووېشلې او دوه استازيو ځنې مننې وکړې، د ماښامنۍ لپاره راسره يوځای له تالاره را ووت. خوڅنگه چې تر خوړ نځي پورې څو سوه متره لاره وه، نو دی په خپل سپين گاډي کې ورو ورو روان شو او موږ هم ورپسې پلغټ پلغټ هممهاله ورسېدو. يوځای سره ننوتو او ټول ور سره پر يوه اوږده مېز کښېناستو. څنگه چې زه په پوهنتوني مېلمنوکې تر گردو سپينرو بی وم، د لوړو زدکړو په وزيرې او د پوهنتون رئيس پسې پر در ېيمه څوکۍ وربرا بر شوم.
له وخته په گټنه مې هېواد مشرته د((افغانستان دژبپوهنې اطلس)) هغه پروژه ورياده کړه چې د کابل پوهنتون او دولتي چارواکو په استازۍ ارواښاد استاد مجروح د يونسکو له سازمان سره لاسليک کړې وه او زه يې د يواز ېني ژوندي پاتې پرمخوړونکي يم، نو هيله لرم چې د افغانستان د علومو اکادېمۍ اوبيا د بهرنيو چارو وزارت له لارې يې له مرستندويه هېواد(( سويس) سره په رسمي توگه شريکه کړم. هېواد مشر هم پر علمي سلاکار ټينگار وکړ چې زما د ليکلي غوښتنپاڼې پر بنسټ له دواړو دولتي اورگانونو سره سکالو وڅېړي…، هغه به يې لا څېړي خو زه ترې اکسفورډ ته راستون شوم!
(نور بیا)