دکندهار معروف ولسوالی ډيره پراخه سیمه ذه د کرهڼی او باغونو لپاره پراخی ځمکی او مناسبه هوا لری د نورو ستونزو ترڅنګ تر اوسه پوخ سړک نه لری او نه د بیا رغونی کار پکی سوی دی، که د اوبو بندونه او چک ډمونه جوړ سی زر به د اوسیدونکو اقتصادی حالت پیاوړی سی.
دغه خبره د هغی ولسوالی اوسیدونکی قومی مشر حاجی جمال الدین علیزی د سولی ولایتی کمیټی د ریس سره په هغه غونډه کی وکړه کوم چی د سرطان د میاشتی په ۱۳ نیټه د سولی کمیټی د ریس د کار په دفتر کی جوړه سوی وه.
لومړی د قرآن مجید څو مبارک آیتونه تلاوت سول وروسته د کندهار د سولی ولایتی کمیټی ریس حاجی شیر احمدخان حقیار د معروف ولسوالی اوسیدونکو مشرانو او دینی عالمانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یی کړه؛ موږ د سولی پروګرام چی د ټولو خیر پکی نغښتی دی د سولی تامین لپاره صادقانه کار پیل کړی خو زماهڅی هغه وخت اغیزمنی کیدای سی چی د کندهار د ټولو ولسوالیو اوسیدونکی دینی عالمان او قومی مشران د همکاری لاسونه راکړی داځکه وسله وال مخالفین د ولسوالیو په لیری پرتو سیمو کی اوسیږی د هغوی سره ژر اړیکی نیول کیږی او د سولی سره د یوځای کیدو لاره غوره کوی دا ځکه اوس ټول پوه سوی چی جګړه پردی یوازی زیان یی افغان ولس ته رسیږی په مقابل کی برخه والو مشرانو د معروف ولسوالی د شیخزی کلی اوسیدونکی مولوی محمد اکبر، حاجی جمال الدین، صبغت الله او نورو په وار سره خوښی وکړه او د سولی ولایتی کمیټی ریس ته یی د نوی دندی مبارکی وویل؛ زیاته کړه په هر کار کی چی صداقت وی هغه حتمی مثبته پایله لری، موږ ستاسو ملاتړ کوونکی یو دا ځکه چی سوله زموږ او د هرچا د زړه ارمان دی لوی خدای ج د په هیواد کی سوله تامین کړی داځکه هره ورځ زموږ هیوادوال په دی تپل سوی جګړی کی قربانی ورکوی، بیا یی د حقیارصاحب څخه غوښتنه وکړه چی زموږ د ولسوالی د ستونزو د حل په لاره کی همکاری وکړی داځکه هلته د بیارغونی هیڅ کار ندی سوی دولت بودجه ورکړی خو هغه د چارواکو جیبونو ته لویدلی ده تر اوسه پوخ سړک نه لرو، د ولسوال او امنیه قوماندان دفترونه ودانی نه لری، مکتبونه غیرفعال دی د اوبو د بندونو لپاره مناسب ځایونه لرو خو د نا امنی څخه ډیر ځوریږو.