تاند- د تخار اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د جمعیت او اسلامي حزب د دوو قوماندانانو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.

د تخار د چااب ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د حزب اسلامي قوماندان بشیراحمد قانت او د جمعیت اسلامي قوماندان سناتور افضل خان یو بل ته مورچې نیولي او تراوسه پورې یې په جګړه کې ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

اسلامي حزب او جمعیت تراوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي او دا هم څرګنده نه ده چې دغو دوو قوماندانانو د خپلو ګوندونو په ملاتړ او موافقه د یو بل خلاف وسله اوچته کړې او که د شخصي اختلافاتو په نتیجه کې ښکېل شوي دي.

د تخار د چاه اب ولسوالي د قزربلاک د سیمې اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې یې له یوې مودې راهیسې د دواړو قوماندانانو ترمنځ وضعیت کړکېچن وو تر دې چې تېره شپه یې سره ووهل.

حزب اسلامي او جمعیت په تېرو نژدې ۴ لسیزو کې له یو بل سره په ځلونو خونړۍ نښتې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *