تاریخ: 13 سرطان 1396
کابل افغانستان : د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ( سه شنبه ) د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې، د جان مکین په مشرۍ د امریکايي سناتورانو له پلاوي سره ولیدل. په دې ناسته کې لومړی، امریکايي سناتورانو پاکستان ته د خپل سفر په اړه د هېواد اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل.
د دې پلاوي مشر جان مکین په دې څرګندونو سره چې پاکستانيو چارواکیو له افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې چمتووالی ښودلی، وویل: پاکستان باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د هغه په وینا، په دې ډول له پاکستان سره زموږ اړیکې دوام نشي پيداکولای.
همدارنګه د دې پلاوي غړي لیندسي ګراهام وویل، چې په سیمه کې اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی. هغه وویل: که پاکستان بدلون وکړي مکافات به شي او که یې په پالیسو کې بدلون رانشي نو مجازات به شي. ښاغلي ګراهام هیله وښوده، چې په افغانستان کې پارلماني ټاکنې په 2018 کال کې ترسره شي.
ورپسې د امریکا د سنا د یاد پلاوي نورو غړو هم په ترتیب سره خبرې وکړې او ویې ویل، چې له افغانستان څخه د واشنګټن ملاتړ له هرې ډلې او طرف پورته او عام دی.
هغوی له طالبانو سره د سیمې د یوشمېر هېوادونو له اړیکو څخه د اندېښنې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې امریکا به له افغانستان سره په پوځي او مالي برخو کې ملاتړ ته دوام ورکوي.
ورپسې د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله کابل ته د امریکايي سناتورانو د راتګ هرکلی وکړ او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د امریکا له مرستو څخه مننه وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس د هېواد کورني وضعیت ته په اشارې وویل، چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ډېر شوی او باید د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره اقدامات وشي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې باید اوسنی وضعیت بدلون وکړي، خلک له دې وضعیت څخه ستړي شوي او نور ورته دا وضعیت د منلو وړ نه دی. هغه دغه راز په 2018 کال کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د حکومت ژمنه تازه کړه او ټينګار یې وکړ، چې له ټاکنو پرته بله لار شتون نه لري.
د هېواد اجرائيه رئیس پاکستان ته د امریکايي سناتورانو سفر ته په اشارې وویل، چې باید پر پاکستان فشار راوړل شي، چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي، هغه زیاته کړه، موږ د خپل هېواد د ټول وضعیت پړه پر پاکستان نه اچوو؛ خو دې هېواد ته نباید معافیت ورکړل شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د یوشمېر هېوادونو اړیکو ته په اشارې وویل، چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او تمویل سرچینې، نشه يي توکي، غیر دولتي او زموږ ګاونډی پاکستان دي.
اجرائيه رئيس وویل، د سیمې نور هېوادونه سره له دې چې له طالبانو سره یې اړیکې رغولي؛ خو هېڅکله خپلې ګټې پر افغانستان د طالبانو په حاکمیت کې نه ویني.
ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د حکومتولۍ په برخه کې هڅو ته په اشارې سره وویل، چې ناوړه امنیتي وضعیت، د ملي یووالي حکومت په نورو برخو کې په ځانګړي ډول په اقتصادي عرضه کې له هڅو او هاند نه غافل کړی نه دی.
اجرائيه رئيس وویل، که موږ په کور دننه سیاسي بې ثباتۍ ته پای ورکړو، په هېواد کې پانګونې او اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره شي.
په پای کې د هېواد اجرائيه رئیس مدني اعتراضونه د خلکو حق وباله او ویې ویل: موږ پر لاریونکوونکیو د ډزو د عاملانو په برخه کې د بې پرې څېړنو پایلو ته په تمه یو. هغه ټينګار وکړ، له هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې پر لاریون کوونکیو یې ډزې کړي دي.